لیکوال: ذبیح الله افغان
د چېن د کمونېست ګوند د ۲۰ مې مرکزي کمېټې د څلورمې ناستې پر مهال چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۲۰ نه تر ۲۳ مې یې دوام درلودو، د چین د داخلي او بهرنیو تحولاتو په اړه د مهمو ناستو له جملې څخه ګڼل کیږي. دغه غونډه د ۲۰۲۶ نه تر ۲۰۳۰ کلونو لپاره د ستراتیژیک پلان د لارښونې په موخه جوړیږي چې هدف یې د لوړ کیفیت په اډانه کې د پرمختګ او نوښت په لوري کوټلي، منظم او په سیمه یزه او نړیواله کچه منل شوې هڅې ګڼل کیږي. ددې پلان تر ټولو مهم اړخ دا دی چې دا پلان نه یوازې د چین بلکې د ټولې نړۍ او هېوادونو ترمنځ د مشترکو موخو ځواکمنه حلقه رامنځته کوي چې عملي کول یې د نړیوال اقتصاد او نړیوال سیاسي ثبات پیلامه ګڼلی شو.
د چین د څوارلسم پنځه کلن پلان د مارچ په ۲۰۲۱ کال کې تصویب شو، دا پلان د چین هېواد د ملي او نړیوالې پراختیا په برخه کې د چین د اقتصادي، ټولنیزې او ټکنالوژیکې پرمختګ د لاسته راوړلو په برخه کې تر ټولو منظم او ستراټیژیکه طرحه بللی شو چې د چین هېواد د کمونېست ګوند لخوا دقیق څارل کیږي او د منځنۍ درجې د پرمختګ پراختیا یې لویه موخه ټاکلې ده. چېن په تیرو څو کلونو کې چې په ملی او نړیوال توګه له کومې ستونزو سره مخ شوی نو د دې پلان په اساس یې حل لاره ورته غوره کړې ده. د پلان تطبیق دا وښوده چې په پیچلو او ترینګلو حالاتو کې تر ټولو مناسب حل لاره وړاندې کولای شي. د نورو ملتونو لپاره د درس او تجربې د اخیستلو په موخه دا تر ټولو زریه لاره ده چې د چین حکومت او ملت دواړه ددغه پلان د تطبیق په برخه کې په بشپړې همغږې مخ پر وړاندې ځي، د کووډ ۱۹ نړیوال کړکیچ یې تر ټولو ښه بیلګه کیدایشي چې چین په دې برخه کې تر ټولو ښه وځلیده، او په چټکۍ یې د نورو ملتونو سره د مرستې او مشورې لارې پرانیستلې.
د چین د انکشاف او اصلاحاتو ملي کمیټې مرستیال جو های بینګ په ځینو رسنیو کې ددې پلان عملي کول د زرغون پرمختګ په نوم یاد کړی او دا یې د اقتصاد او ټولنې لپاره د ودې او پراختیا تر ټولو زرین فرصت بللی دی. ده زیاته کړې چې په همدومره کلونو کې ستونزې له اټکل څخه زیاتې وې خو له دې سره سم بریالیتوبونه هم د اټکل څخه ښه وو او دا چاره خپله د چین د حکومت او ملت ترمنځ د پلان اغیزمنتیا او غوره تطبیق ښکارندوي کوي.
ددې پلان تطبیق نه یوازې ټولنه د ښیرازې په لور بوتله بلکې د چین د نړیوال اقتصادي پراختیا سبب هم شوه، د چین کډ داخلی عاید په ۲۰۲۴ کال کې ۵ سلنه وده وکړه دا دې پلان په مټ د نوي کیفیت د پرمختک پر وړاندې تر ټولو ښه چاره وګڼل شوه. ددې پلان یوه برخه پر بریښنایي ډیجیټلی اقتصاد متمرکزه ده چې نږدې ۵۰ سلنه یې د ټول هېواد د اقتصاد برخه جوړه کړې ده.
د ساینس او تکنالوژۍ پراختیا او په دې برخه کې نوښت بله هغه چاره وه چې Made in China 2025 د څوارلسم پلان لویه برخه یې تشکیلوله. ددې په مټ یې د ۵جی، مصنوعي ځیرکتیا او بریښینایی موټرو په مټ چین نړیوال اقتصاد سر لاری وګرځولو. او په دې برخو کې یې پراخه پانګونه نړۍ حیرانه کړه، په دریو برخو کې پانګونه نه یوازې دا چې چین له اقتصادي اړخه پر ځان بشپړ بسیا کړ بلکي د نړیوال نظم او اقتصاد په برخه کې یې هم د پام وړ پاملرنه جلب کړه. د بریښنایي موټرو پراخ تولید د نړیوال اقلیمی بدلون په برخه کې هغه مثبت ګام وه چې د نړیوال غبار او ناسمې هوا په ښه کیدو کې یې د میلیونو انسانانو ژوند وژغورولو. په مصنوعي ځیرکیتا کې چین د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله ډیره پانګونه کړې چې دې چارې خپله د نړیوال پرمختګ حرکت چټک کړی دی.
د څوارلسم پلان پنځه کلان پلان د چین په ملی پالیسۍ کې د بې وزلې کچه له ورکیدو سره مخ کړې ده، ۹۸۹ میلیونه انسانانو د منځنۍ درجې پراختیا ددې پلان په مت تر ټولو لویه لاسته راوړنه بللی شو. خلکو د روغتیا، تعلیم او استوګنځایونو په برخو کې پرمختګ وکړو او خلکو ته یې پراخ فرصتونه رامنځته کړل. چې دا هر څه ددې پلان د اغیزمنتیا لویه برخه رامنځته کوي او د خلکو د ژوند د کیفیت په لوړلو کې یې د پام وړ رول لوبولی دی.
ددې پلان مهم والی او ستراتیژیک توب هغه وخت لا ښه درک کیدایشي چې د نړیوالو ستونزو پر وړاندې یې په کلکه مبارزه وکړه، د امریکا د سوداګریزې جګړې پیل او د چین د پلان په مټ مقاومت ددې پلان مهم والی تر بل هر وخته ډیر د چین د ولس او د نړیوالو پاملرنه ځان ته واړوله.
دا ډول پلانونه چې د ملت او حکومت ټولې شته سرچینې یې د ښه تطبیق په موخه کارول کیږي او موخه یې په ملی او نړیوال سطحه پرمختګ وي د ځواکمنو ملتونو او حکومتونو چاره ده او په دې برخه کې د چین دا سټراټیژیک ګام د ټولې نړۍ د هېوادونو لپاره ښه الهام کیدالی شي. د چین د پلانونو تر ټولو مهم مسله د پلانونه دومداره توب دی چې د نړیوال باوري بازار او سولیز چاپیریال په رامنځته کولو کې د نړۍ لپاره پراخه فرصتونه زیږولي دي. په ځینې هېوادونو کې د سیاسي تحولاتو په راتګ بیا د پلانونو د تطبیق لوری هم له کړکیچ سره مخ کیږي او ډير وخت حتآ دا پلانونه هم په بشپړه توګه له منځه ځي خو د چین هر پلان د یوې ستراتیژیکې مبنا په اساس رامنځته کیږي او دا پلانونه د ملت او حکومت د بشپړ تعامل او ملاتړ په پایله کې عملي کیږي چې پایلې یې د تاریخ په پاڼو کې د تل لپاره ثبت کیږي.
نړۍ له سیاسي اړخه له پراخه سیاسي بې ثباتۍ سره مخ ده خو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره تر ټولو مهمه چاره د یوه ثابت، ډاډمن او سولیز سوداګریز چاپیریال رامنځته کول دي چې چین په دې برخه کې خپل ځواک په ملی او نړیوال توګه نړۍ ته ښودلی دی او نړیوال په دې برخه کې پرې پوره باوري دي. ددې پلان تر ټولو مهمه برخه دا ده چې په نړیوال توګه د داسې مسایلو په پراختیا متمرکز دی چې په چټکې سره د نورو ملتونو ملاتړ له ځان سره اخلي او دا یې د بریالیتوب تر ټولو مهم راز کڼلی شو. که مصنوعی ځیرکتیا ته فکر وکړو او یا هم بریښنایی موټرو ته دا داسې چارې دې چې مصرف کوونکي یې د انساني ټولنې ټول وګړي دي، دا یوازې د محدودو خلکو لپاره نه دي رامنځته شوي بلکي په شریکه ترې ګته اخیستل کیږي او په شریکه د نړیوالې ټولنې د ثبات او ښیرازې تر ټولو مناسب او ګټور افزار ګڼل کیږي. اوس مهمه دا ده چې ددې پلان لپاره داسې بستر سازي وشي څو نړیوال یې په خپلو رسنیزو پلټفارمونو کې عملي او دا پلان د چین د سیاسي او اقتصادي ثبات زیور وګنل شي. نړیوال په دې باور دي چې د چین ټول منظم پرمختګ ددې پلان د اساساتو د تطبیق په اډانه کې رامنځته شوی او وده یې کړې ده. د چین ددې پلان د تطبیق ارزونې په مت اوس ډیر هېوادونه هڅه کوي چې ورته پلانونه د خپل هېوادونو د اقتصادي او سیاسي ثبات لپاره رامنځته کړي څو ځان د نړیوال اقتصادي خوځښت په سر کې راولي.
د چین څوارلسم پلان د چین حکومت او ملت لپاره پراخ پرمختګونه رامنځته کړي دي، ډیر وخت ددې پلان په اړه په ناستو کې کورني مسایل چې د چین د ملي پالیسی مهم برخه رامنځته کوي رسینیز کیږي نه، خو نړیوال مسایل په خورا پراخه توګه پکې نړیوالو ته ښودل کیږي. دا پلان د چین د اقتصادي پراختیا په برخه کې د ټولنیزې معجزې په توګه نومول کیږي. ددې پلان اصلي موخه د چین په هڅو د نړیوالو فرصتونو رامنځته کول دي چې دوي یې په مټ د نړیوال اقتصادي او سیاسي ثبات سرلاري وګرځول شي. دا پلان د چین د حکومت د ننه د حکومتي دستګاه د تحرک تر ټولو اساسي ټکی ګڼلی شو. ځکه د چین د ټولنې هر فرد او د حکومت هر مسول کس د ټول کال په جریان کې د دې هڅه کوي چې د دې لوی ملي پلان د تطبیق لپاره خپله هڅه وکړي او دا چاره ملت یو موټی، متهد او په ځان بسیا روزي څو د نورو ملتونو لپاره سبا د فرصتونو لار پرانیزي.
د یادونې وړ ده چې د دې پلان اړوند غونډې هر کال د چین په پلازمېنه کې د ټینګو امنیتی تدابیرو په مجلس خونه کې نیول کیږي، د چین د حکومت له خوا ددې د اهمیت په درک سره دا ناسته د دې پیغام لیږدوي چې د چین او نړۍ په مهمو مسایلو خورا جدی بحثونو ترسره کیږي، او د تیرو ناستو او پلانونو په اړه د ګډو مشورو په مټ د راتلونکي پلانونو د تدوین په برخه کې ترې ګټه اخیستل کیږي. دې پلان د تسلسل څار او ددې پرمختګونو نه ځیرکه ارزونه هغه مهم موضوعات دي چې دا پلان تاریخي او ستراتیژیک کوي.
ددې پلان ستراتیژیک توب په دې کې دی چې پلان شته، پلان هر کال په دقیقه توګه ارزول کیږي، او د پلان په اړه هر کال په منظمه توګه ناستې ترسره کیږي، د پلان په اړه اړتیا نشته چې جزیات یې له خلکو او نړیوالو سره شریک شي خو د پلان پایلې ټوله نړۍ لیدلی شي، د پلان د مسایلو په اړه نظر ورکولای شي او د مشترکو موخو په څارولو کې مرسته کولای شي. دا په واقعیت کې د پلان وجودي فلسفه ده چې پلان باید په همداسې توګه تدوین شي او د عملي کولو لپاره یې هغه ژمنتیا چې د چین ولس او حکومت یې لري شتون لري. د چین د پرمختګ او د چین د ولس د ښیرازۍ ننۍ ننداره هغه څه دې چې د دې پلان د هڅو پایله یې ګنلی شو.
د دې پلان مشري او رهبري چې ډیر وخت د ښاغلی شی جین پینګ له خوا ترسره کیږي ددې ناستې او ددې پلان د اهمیت تر ټولو مهمه بیلګه او ثبوت ګڼلی شو.د حکومت مشر هر وخت ددې ناستې پر مهال حتآ د ځان لپاره هم مهمې موخې ټاکي په دې وروستیو کې یوه موخه د سیاسي پاکونې په نوم یادولی شو، چې له دې هڅې یې موخه د حکومت په سیستم کې د لا پراخه روڼتیا لپاره لار پرانیستل او د حکومت د ریښو ځواکمنتیا ده چې وکولای شي پر نړیوال سټیج په اقتصاد او سیاست کې تر ټولو لومړی او مهم ګام دوي پورته کړي. او ددې هڅه وکړي چې د نړیوالو اړتیا په درک د دوي اړتیا پر ځای کړي.
په پایله کې ویلی شو چې دا څوارلسم پلان د چین د اقتصادي ثبات او سیاسي نظم تر ټولو مهم اساس ګنلی شو، او د همدغه پلان په مټ د خپل رښتینې ځواک د ښکاره کولو تر ټولو ښه بیلګه ګڼل شو. ددې پلان تر ټولو لوی ارزښت دا دی چې نه یوازې د چین لپاره بلکی د نړۍ لپاره د مشترکو موخو او ګټو مهم چتر پرانیزي څو د اقتصادي پراختیا، ټولنیز ثبات او سیاسي نظم په برخه کې تر ټولو مهمه لار پرانیزي. دا د درک وړ ده چې د دې پلان تطبیق ډیر وخت د ملتونو ترمنځ د اتصال د ځنځر په توګه کار کوي او په ښکاره د نړیوال پرمختګ نندارتون ګنل کیږي.

























