21 °c
Kabul
14 ° یکشنبه
14 ° دوشنبه
14 ° سه شنبه
14 ° چهارشنبه
جمعه, مارچ 6, 2026
افغانان
  • خانه
  • اخبار
    • All
    • افغانستان
    • جهان
    • خاور میانه

    وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

    وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

    رد شایعات توقف صادرات ایران به افغانستان؛ داد و ستد، ادامه دارد

    فطرت: تا ادامه‌ی تجاوز پاکستان، افغانستان به عملیات رد الظلم ادامه می‌دهد

    نظري: افغانستان از نظر اقتصادی از جنگ ایران، آمریکا و اسرائیل متأثر نخواهد شد

    رشد ۳۳ درصدی انتقالات کالا از طریق خط آهن در افغانستان

    Trending Tags

  • تحلیل
    یو سیلانی د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۳مه د چین د ختیځ شانګهای ښار په «شانګهای یاوشوې سنو ورلډ» کې د کمرې مخې ته انځور اخلي. /CFP

    د چین تر ټولو اوږده رخصتي (د پسرلي جشن) څنګه لګښت زیاتوي؟

    جفري اپسټین: د لودیځ د عدالت پر سټیج، د واک، نفوذ او کنټرول د تمثیل بربنډیدل

    هفت دهه دوستی رسمی و همسایگیِ مبتنی بر اعتماد میان افغانستان و چین

    «گرامیداشت بازگشت تایوان و پاسداری از صلح و ثبات منطقه ‌ای»

    «رمزگشایی «حکمرانی چین» از طریق برنامه پنج‌ساله»

    د څوارلسم پنځه کلن پلان د لاسته راوړلو په رڼا کې د پنځلسم پلان پیل: چېن څنګه نړۍ د فرصتونو پر درېڅې بدلوي؟

    د زرغون پرمختګ او چاپیریال ساتنې په برخه کې د شانګهای سازمان رول

    د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۵مه ناسته: د نړیوال نظم د بدلون لپاره یو پیاوړی ګام

  • اقتصاد
  • تکنالوژي

    کاربردهای استفاده از هوش مصنوعی در زندگی

    برای نخستین بار لابراتوار بررسی محصولات زراعتی در کندهار ایجاد شد

    اپل از آیفون ۱۷ ایر، ایرپادز پرو ۳ و ساعت‌های هوشمند جدید رونمایی کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    یک سایت جدید مخابراتی در پکتیکا به فعالیت آغاز کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    شرکت و سخنرانی وزیر مخابرات و تکنولوژی معلوماتی افغانستان در نشست بین المللی اوزبیکستان

    اینترنت اشیا چیست؟ تاریخچه اینترنت اشیا و کاربردهای آن

    گران ترین گوشی های موبایل ۲۰۲۵

  • انتخابات
  • فرهنګ
    • کتاب
  • ورزش
  • روانشناسی
  • درباره ما
No Result
View All Result
  • خانه
  • اخبار
    • All
    • افغانستان
    • جهان
    • خاور میانه

    وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

    وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

    رد شایعات توقف صادرات ایران به افغانستان؛ داد و ستد، ادامه دارد

    فطرت: تا ادامه‌ی تجاوز پاکستان، افغانستان به عملیات رد الظلم ادامه می‌دهد

    نظري: افغانستان از نظر اقتصادی از جنگ ایران، آمریکا و اسرائیل متأثر نخواهد شد

    رشد ۳۳ درصدی انتقالات کالا از طریق خط آهن در افغانستان

    Trending Tags

  • تحلیل
    یو سیلانی د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۳مه د چین د ختیځ شانګهای ښار په «شانګهای یاوشوې سنو ورلډ» کې د کمرې مخې ته انځور اخلي. /CFP

    د چین تر ټولو اوږده رخصتي (د پسرلي جشن) څنګه لګښت زیاتوي؟

    جفري اپسټین: د لودیځ د عدالت پر سټیج، د واک، نفوذ او کنټرول د تمثیل بربنډیدل

    هفت دهه دوستی رسمی و همسایگیِ مبتنی بر اعتماد میان افغانستان و چین

    «گرامیداشت بازگشت تایوان و پاسداری از صلح و ثبات منطقه ‌ای»

    «رمزگشایی «حکمرانی چین» از طریق برنامه پنج‌ساله»

    د څوارلسم پنځه کلن پلان د لاسته راوړلو په رڼا کې د پنځلسم پلان پیل: چېن څنګه نړۍ د فرصتونو پر درېڅې بدلوي؟

    د زرغون پرمختګ او چاپیریال ساتنې په برخه کې د شانګهای سازمان رول

    د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۵مه ناسته: د نړیوال نظم د بدلون لپاره یو پیاوړی ګام

  • اقتصاد
  • تکنالوژي

    کاربردهای استفاده از هوش مصنوعی در زندگی

    برای نخستین بار لابراتوار بررسی محصولات زراعتی در کندهار ایجاد شد

    اپل از آیفون ۱۷ ایر، ایرپادز پرو ۳ و ساعت‌های هوشمند جدید رونمایی کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    یک سایت جدید مخابراتی در پکتیکا به فعالیت آغاز کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    شرکت و سخنرانی وزیر مخابرات و تکنولوژی معلوماتی افغانستان در نشست بین المللی اوزبیکستان

    اینترنت اشیا چیست؟ تاریخچه اینترنت اشیا و کاربردهای آن

    گران ترین گوشی های موبایل ۲۰۲۵

  • انتخابات
  • فرهنګ
    • کتاب
  • ورزش
  • روانشناسی
  • درباره ما
No Result
View All Result
افغانان
No Result
View All Result
Home تحلیل

د شانګهای همکاریو نړیوال سازمان: د افغانستان او سیمې لپاره د فرصتونو درېڅه

افغانان by افغانان
اگست 20, 2025
in تحلیل
24 0
0
24
SHARES
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: ذبیح الله افغان

شانګهای نړیوال سازمان په سیمه او نړۍ کې د امنیتي، اقتصادي او سیاسي همکاریو په موخه  رامنځته شوی دی. په دې ورستیو کې د سازمان تمرکز د امنیتی همکاریو، د ترهګرۍ، بېلتونپالنې او سختدریځۍ پر وړاندې مبارزه ددې سازمان د غړو هېوادونو د ماموریت تر ټولو مهمه برخه تشکیلوي.

چین د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو د اتصال په موخه تل کوټلي ګامونه پورته کړي دي چې د غړو او ناظرو هېودانو ترمنځ یې د ثبات، د سرحدونو د شخړو د مدیریت، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه د سوداګری او پانګونې وده، د ترانزیټي دهلیزونو پراختیا، د انرژي رامنځته کول، د فرهنګي او علمي همکاریو له لارې په سیمه او نړۍ کې د ثبات لپاره هڅه چې د نړیوال نفوذ د پراختیا په برخه کې مهم رول لوبوي، تل کار او هڅه کړې ده.

د سازمان جوړښت د۱۰ هېوادونو په بشپړ غړیتوب او دوو هېوادونه د ناظرو په توګه د دې سازمان د مسایلو په برخه کې ښکیل دي. د یادونې وړ ده چې تیر کال د استانه په غونډه کې د غړو او همکارو هېوادونو ترمنځ په پوره همغږۍ د امنیت، اقتصاد او فرهنګی همکاریو په اړه ۱۱۰ طرحې وړاندې شوې چې موخه یې په سیمه کې د اقتصادي پراختیا او امنیتي ثبات لپاره د غړو او همکارو هېوادونو ګډ کار وو.

د شانګهای نړیوال سازمان غړیتوب، غړی هېواد پر نړیوالو تحریمونو لاس بری کوي او ددې توان ورکوي چې تر بشپړ اقتصادي او سیاسی فشار لاندې لاړ نشي. ښه بیلګه یې په دې وروستیو کې د ایران هېواد دی چې غړیتوب یې ترلاسه کړی. د اقتصادي او سیاسي چارو د کارپوهانو په باور د ایران بشپړ غړیتوب د سازمان د جیو پولیټیکي اهمیت د زیاتولو لپاره تر ټولو مهم ګام بلل کیږي. ځکه ایران د طبیعی زیرمو او جیو ستراتیژیک موقعیت له پلوه مهم دی. دا غړیتوب ایران ته د اقتصادي تحریمونو د اغیزو کمولو او د غړو هېوادونو سره د سوداګرۍ د زیاتولو او ګڼو فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي.

اوس په سیمه کې د دې هڅه روانه ده چې ناظر هېوادونه د شانګهای سازمان د غړیتوب لپاره خپل شرایط پوره کړي او ځان بساینې ته ورسیږي.

پوښتنه دا ده چې د شانګهای په سازمان کې غړیتوب څنګه هېواد له نړیوال اهمیت نه برخمن کوي او څنګه د غړو هېوادونو لپاره د فرصتونو دریڅه پرانیزي؟

شانګهای همکاری سازمان د نړیوال نظم د بدلون او د یو قطبعی نړۍ پر وړاندې د څو قطبونو د نظم د رامنځته کولو لپاره د یوې اغیزمنې وسیلې په توګه کارول کیږي. دا سازمان د ناټو او لویدیځ په وړاندې د توازن د راوستلو په برخه تر ټولو ځیرکه هڅه بلل کیږي نه د یوه نظامي ایتلاف په توګه چې مخالفین یې ډیر وخت په دې بند استدلال کوي. خو دا سازمان تل د خپلو هڅو په پایله کې ښودلې چې په سیمه او نړۍ کې د اقتصادي او سیاسي همکارۍ د یوه پلټ فارم په توګه فعالیت کوي.

افغانستان که څه هم بشپړ غړی نه دی، خو د یوه څارونکي هېواد په توګه د خپل جیو سټراټیژیک موقعیت له امله مهم دی. د فرصتونو په برخه کې افغانسان د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله ډیره ګته اخیستلی شي. افغانستان د ترهګرۍ او سختدریځی له امله د سیمې لپاره حساس هېواد دی. د غړو او همکارو هېوادونو تر منځ د سیمې او نړۍ په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د حساسو او مهمو امنیتی معلوماتو شریکول د سیمه یز او نړیوال ثبات په برخه کې هغه مهم فکټورنه دي چې مهم رول لوبوي. د دې همکاریو په پایله کې غړي، او همکار هېوادونه کولای شي چې د ترهګرۍ پر وړاندې ګډ عملیات ترسره کړي.

له بل پلوه د مخدره توکو قاچاق د افغانستان لپاره بله هغه لویه ستونزه ده چې وخت نا وخت یې نړیوال له دې هېوادو نه د قاچاق په اړه اندیښنې مطرح کړې دي. سازمان د سیمې او نړۍ د هېوادونو د سرحدونو د کنټرول لپاره ځواکمنې ستراټیژۍ کاروي چې دا ستراتیژۍ خپله د افغانستان د سرحدونو د امنیت په برخه کې ګټورې دي او د قاچاق په کمولو او له منځه وړلو کې پوره مرستندویه واقع کیدلی شي.

سیمې او نړۍ دا درک کړې چې افغانستان د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د یوه پل په توګه مهم جیو سټراټیژیک موقعیت لري. نو د دې سازمان سره د همکاریو په برخه کې کولای شي چې د دهلیزونو له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ مرکز شي. دا چاره د اقتصادي ودې او کارموندنې د فرصتونو په رامنځته کولو کې تر ټولو اغیزمنه تمامیدلي شي.

د چین کمربند او لار پروژه بل هغه زرین فرصت دی چې سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان یې د خپل ثبات او ښیرازۍ لپاره کارولی شي. دا لار افغانستان له سیمې او نړۍ سره نښلوي او په سیمه کې د ښکیلو هېوادونو د ګټو د خوندي کولو پر لوی مرکز د بدلیدلو لپاره کولای شي چې پراخ اقتصادي فرصتونه وزیږوي.

یاده پروژه نه یوازې له ځان سره اقتصادي فرصتونه زیږوي، بلکې په سیمه کې د سیاسی ثبات تر ټولو اساسي منشور کیدای شي، د سیمې د هېوادونو د ګټو پیوستون چې رامنځته شي دا کړنه خپله د سیاسی او اقتصادي ثبات لپاره لار پرانیزي.

شانګهای سازمان سره د همکاریو په ترڅ کې افغانستان کولای شي چې سیاسي او دیپلوماتیک ملاتړ ترلاسه کړي، د چین روسیې او ایران سره ستراتیژیک نږدیوالی افغانستان په سیمه کې د شته خنډونو پر وړاندې کړندی کوي، او د نړیوالې سولې په برخه کې د افغانستان موقف پیاوړی کوي. د شانګهای همکاریو سازمان د سیمې او نړۍ لپاره یو بعدی فرصتونه نه بلکي څواړخیز فرصتونه رامنځته کړي دي. د سیمې او نړۍ د هېوادونو تر منځ د فرهنګي راشه درشه پیل هغه بل مهم عامل دی چې د دې سازمان په اغیزمنتیا کې مهم رول لوبوي. د سازمان هڅه دا ده چې د غړو هېوادونو ترمنځ فرهنګ هغه وسیله وګرځوي چې په مټ یې دا هېوادونه تل د سیمې او نړۍ په مسایلو کې یو غږ اوسي او د یو او بل د ګټو د خوندي کولو په موخه سره ګډ کار وکړي.

د شانګهای سازمان بله هڅه په سیمه او نړۍ کې د زده کړې او روزنې لپاره د داسې فرصتونو رامنځته کول دي چې په مټ یې هېوادونه د عصري او مډرنې نړۍ د اړتیاوو په پامنیوي سره اغیزمن رول ولوبوي. تمه شته چې د غړو هېوادونو ترمنځ په دې پریکړه وشي چې یو نړیوال پوهنتون رامنځته کړي څو د دې هڅو لپاره یوه ستراتیژیکه او ځوکمنه لار پرانیستل شي.

د یادونې وړ ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۵ م سرمشریزه به د اګسټ له ۳۱ مې د سپټمبر تر لومړې نیټې پورې دوام وکړي. دا ددې سازمان لپاره تر ټولو زرین فرصت دی چې د خپلې اغیزمنتیا په اړه یې نور هېوادونه هم خبر کړي او دا خبریدنه خپله د نورو هېوادونو د جذب سبب کیدایشي.

د شانګهای سازمان بې طرفه ارزونه ښکاره کوي چې سازمان  خپل رښتیني ماموریت ته چې په سیمه او نړۍ کې د اقتصادي، سیاسي‌ او امنیتي ثبات لپاره هڅې دي،  بریالی دی او تل یې د سیمې او نړۍ د ملتونو د ښیرازۍ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

لسیزې کیږي چې د شانګهای سازمان رامنځته شوي دی، که یې د پرمختګونو په اړه په سیمه او نړۍ کې څېړنه وشي، دا به جوته شي چې سازمان په پراخه پیمانه بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي. دا چې غړي یې مخ په زیاتیدو دي، دا یې د بریالیتوب تر ټولو لویه نښه ګڼلی شو. دا چې په هېڅ هېواد کې یې نه نظامي او نه هم سیاسي مداخله کړي دا یې په سیمه او نړۍ کې د ثبات او امنیت د راوستلو په برخه کې د ژمنتیا تر ټولو لویه نښه ګڼلی شو. دې ته ورته نورې ډېر مسلې دي چې سازمان پکې د ټولو نړیوالو اصولو او کړنلارو سره سم عمل کړي او هېڅ کړنه یې د نړیوال اصولو او نړیوال نظم په برخه کې پوښتنه نه شي رامنځته کولای.

د شانګهای همکاری سازمان لپاره راتلونکی خورا روښانه دی، او تر ټولو لوی لامل یې خپل ماموریت ته په ریښتنې توګه ژمنتیا ده. وروستي سیاسي حالت ته په کتو معلومیږي چې ملګر‌ي ملتونه چې موخه یې د نړیوالې سولې رامنځته کول دي په پوره معنا پاتې راغلی، په منځني ختیځ کې د نیابتي جګړو پیل چې په سر کې یې امریکا ده، او د غزې ولس نسل وژنه دا هغه لوی تاریخي ثبوتونه دي چې په ښکاره توګه ملګري ملتونه د امریکا تر سیوري لاندې ښایی، چې په هېڅ ډول یې تراوسه داسې کړنه نه ده ترسره کړې چې د ملګرو ملتونو د سازمان د اغیزمنتیا په ښودلو کې موثره رول ولوبوي.

نړۍ تر بل هر حالته نن ډیره کړکیچن حالت ته ننوتې ده او تر بل هر وخته نړیوال نظم له پراخو ستونزو سره مخ دی، دا حالت د شانګهای سازمان لپاره زرین فرصت دی چې نړۍ ته د خپل شتون او فعالیت رښتیني تمثیل وړاندې کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۵ م کال راتلونکې سرمشریزه به د وخت اړتیا او تر ټولو مهمه ناسته وي چې په خورا مهمو سیمیزو او نړیوالو مسایلو به غوڅ بحث او خبرې اترې وکړي. دا د افغانستان لپاره هم خورا طلایی فرصت دی چې ددې سازمان د څارونکي په توګه، غړو هېوادونو ته په دې قناعت ورکړي چې د سیمې په سطحه افغانستان په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې اغیزمنه همکاري کولای شي، له تیرو څو کلونو راهیسې د ترهګریزو ډلو په اړه د سرپرست حکومت کنټرولیدونکی سیاست د ستاینې دی او دا به د سازمان غړو هېوادونو ته هغه څه وي چې مکث پرې ممکن دی.

د شانګهای سازمان د ګډون پالیسي د بل هر سازمان په پرتله موثره او ستراتیژیکه ده، دوي لومړی هېوادونو د ناظرو او لیدونکو هېوادونو په کتار کې ښکلیوي بیا د وخت او شرایطو په اساس ورته په مسایلو کې د خبرو ګډون ورکوي او په وروستي پړاو کې کله چې دوي شرایط په بشپړ ډول پوره کړي وي ورته د ګډون حق ورکوي. له دې معلومیږي چې مرحلې یې حکومتونو د پالیسو د تطبیق په پوره ځیرکه توګه ارزول کیږي،  کله چې د سیمې او نړۍ په مسایلو کې رغنده رول ولوبوي او د سیمې او نړۍ د اقتصاد، امنیت او سیاست په برخه کې خپلې هڅې ګړندی کړي دوي یې د دایمي غړي په حیث مني.

نو په پایله کې ویلي شو چې د شانګهای سازمان هم هغه کړنې ترسره کړي چې نه یوازې په سیمه بلکي په نړۍ کې د اقتصادي او سیاسي ثبات پیلامه ګرځیدلې ده او تل یې په نړیوال نظم راوستلو کې ګوټلي ګامونه پورته کړي دي.

نو ویلی شو چې د شانګهای همکاریو سازمان د سیمې او نړۍ لپاره د پراخه فرصتونو لمن پرانیستې یوازې هغه ملتونه او حکومتونه پکې ځای لیدلی شي چې په ریښتینې توګه نړیوالې سولې، امنیت او اقتصادي پراختیا ته ژمن وي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook
Share10Tweet6
افغانان

افغانان

  • 138 Followers
  • 30.2k Followers
  • Trending
  • Comments
  • Latest

مشخصات، قیمت و تصویر گلکسی A52 سامسونگ فاش شد

مارچ 14, 2021

کار ساخت آخرین بخش پروژه خط آهن خواف – هرات آغاز شد

مې 27, 2024

شرکت برشنا قراردادهای ۱۰۴ پروژه برق را در سال گذشته امضا کرده است

مې 8, 2024

سه بازیکن افغانستان از سوی شورای بین المللی کریکت مشمول تیم تورنمنت جام جهانی ۲۰ آوره شدند

جولای 1, 2024

گام استوار چین برای ادامۀ روند اصلاحات و درهای باز

سیگر: حکومت تنها در ۵۵.۵ درصد ولسوالی‌های کشور حاکمیت دارد

وزارت مالیه: ۵۱ درصد بودجۀ سال ۱۳۹۸ را خارجی‌ها می‌پردازند

غنی: باز نامزد ریاست جمهوری می‌شوم

وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

مارچ 5, 2026

وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

مارچ 5, 2026

رد شایعات توقف صادرات ایران به افغانستان؛ داد و ستد، ادامه دارد

مارچ 4, 2026

فطرت: تا ادامه‌ی تجاوز پاکستان، افغانستان به عملیات رد الظلم ادامه می‌دهد

مارچ 3, 2026

اخبار تازه

وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

مارچ 5, 2026

وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

مارچ 5, 2026

© 2018 Afghanan. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • اخبار
  • تحلیل
  • اقتصاد
  • روانشناسی
  • انتخابات
  • فرهنګ
  • ورزش

© 2018 Afghanan. All rights reserved