لیکنه: هیله
د ۱۹۴۵کال د اګست په ۱۵مه نېټه د جاپان د هغه وخت پاچا پر نورو هېوادونو د تيري کوونکو جګړو د پای ته رسولو اعلان وکړ او د فاشیزم ضد د ټولنې متحدو هېوادونو ته یې له شرط پرته تسلیت ورکړ. په دې سره له جاپاني یرغلګرو سره د چینایانو ۱۴ کلن جنګ هم بریالی شوی دی. ۷۶ کاله وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه، طالبان کابل ته ننوتل او دغه هېواد یې له اشغال څخه ازاد کړ . له دې سره د امریکې لخوا رامنځته شوې د افغانستان جګړه هم پای ته ورسېده او د غربي هېوادونو پوځونو له دې هېواده وتلي دي.
یادې دواړه جګړې د مختلفو کلونو په یوه نېټه ختمې شوې. نن مو د جاپاني یرغلګرو ضد د چینایانو د جګړې د بریالیتوب د ۸۰ کلیزې او د امریکا لخوا راپارول شوې افغانستان جګړې د ختمېدو د ۴ کلیزې د یادونې پر مهال بیا د جګړې ظلم او د سولې ستر ارزښت پېژندلی دی.
څرنګه چې د جګړې پایله د دردونو پایله نه ده، په جګړه ځپل شویو هېوادونو کې، د خلکو زیانونه او زغمونه په بېلابېلو بڼو دوام لري: پاشل شوي اقتصادي او ټولنیزې تاسیسات، ټپي او قرباني کسان، او ګڼ شمېر بې کوره شوي کډوال. جاپاني یرغلګرو د چین وګړو ته ستر زیانونه واړول، خو تر اوسه پورې یې په هېڅ قانوني سند کې د خپلې یرغلګرې جګړې په اړه رسمي بښنه نه ده غوښتې. د جاپان ښي اړخي قوتونو په وروستیو کلونو کې حتی د تاریخ د تحریف هڅې کړې، چې د جګړې جرمونه یې په پټولو بوخت دي.
بله خوا، امریکا د افغانستان جګړې د راپاروونکي په توګه، نه یوازې خپلو غلطو عملونو ته بیا کتنه نه ده کړې، بلکې له افغانستان څخه د خپلو پوځونو تر ایستلو وروسته یې پر دغه هېواد بشپړ بندیزونه لګولي، د دې هېواد بهرنۍ پانګې یې کنګل کړې او په دې سره افغانستان کې بشري بحران لا نور سخت شوی دی.
له دې څخه ښکاري، په دې حال کې چې د نړۍ پر وړاندې د جیوپولیتیکو کړکېچونو د زیاتېدو په شمول ډېرې ننګونې موجودې دي، نړیواله ټولنه لا هم له جګړې څخه د ډډه کولو او د سولې ساتلو درنه دنده لري. چین تر جګړې وروسته په لسګونو کلونو کې د بیارغونې او پرمختګ د لیدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي، تجربې یې نړۍ ته د سولې او پراختیا الهام ښودلی چې سوله او ارامتیا د هر یو هېواد د پرمختګ بنسټ دی، د پراختیا خپلواکه لاره ډېره اغېزناکه ده، څواړخیزې همکارۍ او ګډې ګټې د مقابلې په پرتله غوره دي.
افغانستان اوسمهال د بیارغونې په کلیدي موده کې دی. چین تل د افغانستان له سوله ییزې بیارغونې ملاتړ کوي او تل د افغانانو لخوا د خپل هېواد د ادارې اصول مراعات کوي. سربېره پر دې، چین د سیمې اقتصادي او امنیتي همکارۍ هڅولې، څو د افغانستان بیارغونې له جریان سره مرستې وکړي.
باور دی چې سوله ییز پرمختګ د انسانانو ګډ امید دی. په داسې حال کې چې نړۍ د بې ثباتۍ عواملو څخه ډکه ده، د جګړو یادونه د دښمنۍ دوام په مانا نه ده، بلکې له تاریخي درسونو څخه سولې ته د رسېدو لارې د لټولو په موخه ده. سوله او ارامتیا عادي تاریخي پېښه نه ده، رښتینې سوله نه یوازې له جګړې پرته، بلکې د عدالت، پراختیا او همکارۍ د جمع کېدو نتیجه ده.
