21 °c
Kabul
14 ° یکشنبه
14 ° دوشنبه
14 ° سه شنبه
14 ° چهارشنبه
جمعه, مارچ 6, 2026
افغانان
  • خانه
  • اخبار
    • All
    • افغانستان
    • جهان
    • خاور میانه

    وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

    وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

    رد شایعات توقف صادرات ایران به افغانستان؛ داد و ستد، ادامه دارد

    فطرت: تا ادامه‌ی تجاوز پاکستان، افغانستان به عملیات رد الظلم ادامه می‌دهد

    نظري: افغانستان از نظر اقتصادی از جنگ ایران، آمریکا و اسرائیل متأثر نخواهد شد

    رشد ۳۳ درصدی انتقالات کالا از طریق خط آهن در افغانستان

    Trending Tags

  • تحلیل
    یو سیلانی د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۳مه د چین د ختیځ شانګهای ښار په «شانګهای یاوشوې سنو ورلډ» کې د کمرې مخې ته انځور اخلي. /CFP

    د چین تر ټولو اوږده رخصتي (د پسرلي جشن) څنګه لګښت زیاتوي؟

    جفري اپسټین: د لودیځ د عدالت پر سټیج، د واک، نفوذ او کنټرول د تمثیل بربنډیدل

    هفت دهه دوستی رسمی و همسایگیِ مبتنی بر اعتماد میان افغانستان و چین

    «گرامیداشت بازگشت تایوان و پاسداری از صلح و ثبات منطقه ‌ای»

    «رمزگشایی «حکمرانی چین» از طریق برنامه پنج‌ساله»

    د څوارلسم پنځه کلن پلان د لاسته راوړلو په رڼا کې د پنځلسم پلان پیل: چېن څنګه نړۍ د فرصتونو پر درېڅې بدلوي؟

    د زرغون پرمختګ او چاپیریال ساتنې په برخه کې د شانګهای سازمان رول

    د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۵مه ناسته: د نړیوال نظم د بدلون لپاره یو پیاوړی ګام

  • اقتصاد
  • تکنالوژي

    کاربردهای استفاده از هوش مصنوعی در زندگی

    برای نخستین بار لابراتوار بررسی محصولات زراعتی در کندهار ایجاد شد

    اپل از آیفون ۱۷ ایر، ایرپادز پرو ۳ و ساعت‌های هوشمند جدید رونمایی کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    یک سایت جدید مخابراتی در پکتیکا به فعالیت آغاز کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    شرکت و سخنرانی وزیر مخابرات و تکنولوژی معلوماتی افغانستان در نشست بین المللی اوزبیکستان

    اینترنت اشیا چیست؟ تاریخچه اینترنت اشیا و کاربردهای آن

    گران ترین گوشی های موبایل ۲۰۲۵

  • انتخابات
  • فرهنګ
    • کتاب
  • ورزش
  • روانشناسی
  • درباره ما
No Result
View All Result
  • خانه
  • اخبار
    • All
    • افغانستان
    • جهان
    • خاور میانه

    وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

    وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

    رد شایعات توقف صادرات ایران به افغانستان؛ داد و ستد، ادامه دارد

    فطرت: تا ادامه‌ی تجاوز پاکستان، افغانستان به عملیات رد الظلم ادامه می‌دهد

    نظري: افغانستان از نظر اقتصادی از جنگ ایران، آمریکا و اسرائیل متأثر نخواهد شد

    رشد ۳۳ درصدی انتقالات کالا از طریق خط آهن در افغانستان

    Trending Tags

  • تحلیل
    یو سیلانی د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۳مه د چین د ختیځ شانګهای ښار په «شانګهای یاوشوې سنو ورلډ» کې د کمرې مخې ته انځور اخلي. /CFP

    د چین تر ټولو اوږده رخصتي (د پسرلي جشن) څنګه لګښت زیاتوي؟

    جفري اپسټین: د لودیځ د عدالت پر سټیج، د واک، نفوذ او کنټرول د تمثیل بربنډیدل

    هفت دهه دوستی رسمی و همسایگیِ مبتنی بر اعتماد میان افغانستان و چین

    «گرامیداشت بازگشت تایوان و پاسداری از صلح و ثبات منطقه ‌ای»

    «رمزگشایی «حکمرانی چین» از طریق برنامه پنج‌ساله»

    د څوارلسم پنځه کلن پلان د لاسته راوړلو په رڼا کې د پنځلسم پلان پیل: چېن څنګه نړۍ د فرصتونو پر درېڅې بدلوي؟

    د زرغون پرمختګ او چاپیریال ساتنې په برخه کې د شانګهای سازمان رول

    د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۵مه ناسته: د نړیوال نظم د بدلون لپاره یو پیاوړی ګام

  • اقتصاد
  • تکنالوژي

    کاربردهای استفاده از هوش مصنوعی در زندگی

    برای نخستین بار لابراتوار بررسی محصولات زراعتی در کندهار ایجاد شد

    اپل از آیفون ۱۷ ایر، ایرپادز پرو ۳ و ساعت‌های هوشمند جدید رونمایی کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    یک سایت جدید مخابراتی در پکتیکا به فعالیت آغاز کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    شرکت و سخنرانی وزیر مخابرات و تکنولوژی معلوماتی افغانستان در نشست بین المللی اوزبیکستان

    اینترنت اشیا چیست؟ تاریخچه اینترنت اشیا و کاربردهای آن

    گران ترین گوشی های موبایل ۲۰۲۵

  • انتخابات
  • فرهنګ
    • کتاب
  • ورزش
  • روانشناسی
  • درباره ما
No Result
View All Result
افغانان
No Result
View All Result
Home تحلیل

له طالبانو سره مل بهرني جنګیالي؛ افغان سولې ته بل جدي ګواښ دی!

افغانان by افغانان
نوومبر 3, 2020
in تحلیل
86 1
0
87
SHARES
Share on FacebookShare on Twitter

د سولې په موخه د بین الافغاني مذاکراتو له پیلیزو خبرو سره هممهاله، د هیواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو بریدونه، په ښارونو کې د جنايي پېښو پراختیا او هدفي وژنې ډېرېدل چې یو له بل سره تړلي دي، د سولې په هکله پر ټولییزه اراده څرګند منفي اغېز لري. دا چارې که په ظاهره د طالبانو له لوري د ډېرې ونډې اخیستو او فشار په موخه تر سره کېږي؛ له آره د دوی د بهرنیو جنګیالیو د ملاتړ په ګټه  دي چې پایله یې د طالبانو په زیان تمامېږي. 

له ستراتیژیکه اړخه، د روان تاوتریخوالي په پلانونو، ستراتیژیو، او تاکتیکونو کې د بهرنیو جنګیالیو په ځانګړي ډول القاعده او داعش له دوکتورینو څخه، چې تر ډېره د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې په اوږدو کې د بهرنیو ستراتیژیستانو لخوا تالیف شوي دي، کار اخیستل کېږي. د ابوبکر ناجي (د بربریت مدیریت) تر نامه لاندې اصولو د ټولګي چې د وسله والې مبارزې د وروستۍ مرحلې  په توګه یې ډار اچوونکي او پر حکومت د فشار راوستلو په موخه د ولس ځپوونکې لارې چارې بیان کړې دي؛ د همدغو اصولو پلي کېدل نن ورځ تر نورو ډېره محسوسېږي. پر کوثر دانش او کابل پوهنتون بریدونه د یادو اصولو د تطبیق تر ټولو ژوندۍ بېلګې دي. د هلمند د وروستۍ جګړې په ګډون، د ډېرو ډله ییزو بریدونو لپاره او دغه راز په غزني کې د القاعده د یوه مهم مشر ابومحسن المصري وژل کېدل، د وسله والو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو فزیکي حضور په ډاګه کوي، چې د دوحې تر تړون وروسته له امریکايي ځواکونو سره نه؛ بلکې د افغان دولت پر وړاندې لا هم د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي. دغه راز د جګړې د دوام پر اراده، د همدې نړیوالو جنګیالیو ایډیالوژیک اغېز څرګند دی.

بهرني جنګیالي چې د امریکا د جورج ټاون پوهنتون استاد او څېړونکی ډانیل بېمن یې لاروي جنګیالي بولي، له خپلو هیوادونو راوتلي هغه تروریستان دي، چې د خپلو ځانګړو موخو لپاره په جګړو کې خپل پایښت ويني او بیرته خپلو هیوادونو ته نه شي ګرځېدلای. د دې پدیدې اوسنی ډول د شوروي پر وړاندې د افغان جهاد له کلونو راپیل شو، چې دا مهال یې د امریکا د بروکینګز انسټېټیوټ د څېړنو له مخې، په نړیواله کچه شمېر تر څلوېښتو زرو اوړي. 

د افغانستان سوله د ټولو بهرنیو جنګیالیو لپاره ګواښ دی؛ خو تر ټولو ډېر د هغو لپاره چې په فزیکي بڼه په روانه جګړه کې حضور لري. د طالبانو، سیمه ییزو او بهرنیو جنګیالیو د ګټو دغه ټکر په اوو ټکو کې څېړل کېدای شي:

لومړی؛ د دوحې د تړون په پلي کېدو به د طالبانو او القاعده او نورو تروریستي ډلو تر منځ اړیکې پرې کېږي، چې دا د بهرنیو جنګیالیو لپاره په افغانستان کې د خورا مهمې ستراتیژیکې ملګرتیا پای دی او هغوی نه غواړي چې په دې جغرافیه کې داسې ملګري، چې د وخت په تېرېدو یې ډېر مشترکات ورسره پیدا کړي او د ګډو موخو په لاسته راوړلو کې ورسره جنګېدلي، له لاسه ورکړي.

دویم؛ د شوروي پر وړاندې د افغان جهاد د پای ته رسېدو تاریخ د بهرنیو جنګیالیو لپاره ډېر واضح ثبوت دی. له افغانستان څخه د شوروي له وتلو سره سم، پاکستان ټولو بهرنیو جنګیالیو ته له خپلې خاورې څخه د وتلو امر وکړ، په داسې حال کې چې زیاترو هیوادونو د امنیتي اندېښنو له امله بیرته د خپلو اتباعو قبلول رد کړل. د بهرنیو جنګیالیو مشر عبدالله عزام ډېر ژر په پېښور کې ترور شو او زیاتره بهرني جنګیالي د نورو سیمو په لټه کې شول، چې لویه برخه یې وروسته بوزنیا ته ولاړل. تر هغې جګړې  وروسته چیچنیا ته خپاره شول او بیا بیرته ځینې افغانستان، عراق او نورو سیمو ته ولېږدېدل چې دا مهال په لوی منځني ختیځ کې خپاره دي. د هرې جګړې له پای ته رسېدو سره هلته بهرنیو جنګیالیو ته د پاتې کېدو زمینه هم ختمه شوې؛ ځکه یې نو د لېږد بهیر دوام کړی دی.

درېیم؛ د القاعدې د ډېرو جنګیالیو مفکوره د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د (لرې دښمن) پر طرحه متمرکزه ده، چې موخه یې له امریکا سره دښمني ده. د دوحې د تړون او په تعقیب یې له افغان دولت سره د سولې چارې چې د امریکا د وتلو په پایله کې د جګړې په پای ته رسېدلو تمامېږي، په هیڅ دلیل د دې ډلې د غړو لپاره د منلو وړ نه شي کېدلای، ځکه چې د دوی اصلي موخه د امریکا خلاف جګړه ده.

څلورم؛ بهرني جنګیالي د افغانستان طبیعي جوړښتونه، غرنۍ جغرافیه او د وګړو مقاومت د نړیوالو رقیبانو د ځپلو په موخه د (ستړي کولو) په ستراتیژي کارولو کې غوره ګڼي. د دې اصل له مخې، دوی د روسانو په څېر امریکایان په افغانستان کې ښکېل ساتل غواړي، څو په دوامداره توګه اقتصادي، نظامي او سیاسي زیان وویني او په کور دننه مات شي. سره له دې چې د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده؛ خو د بهرنیو جنګیالیو لپاره د دغه حالت دوام مهم دی.

پنځم؛ د افغانستان ستراتیژیک موقعیت د بهرنیو جنګیالیو د تګ راتګ، استخدام، نورو سیمو ته د لاسرسي او استوګنې له اړخونو خورا مهم دی. دلته د نړۍ د ډېرو هیوادونو نظامي، سیاسي او استخباراتي حضور بېلابېلو جنګي ډلو ته د هغو د پروګرامونو د پلي کولو لپاره زمینه برابره کړې ده،  چې په دې توګه د بل داسې ادرس تصور نه شي کېدلای. 

شپږم؛ د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو بیا په ځانګړي ډول د مرکزي آسیا له هیوادونو څخه راغلي بهرني جنګیالي چې له طالبانو سره په همغږي ډول د خپلو حکومتونو پر وړاندې وسله واله مبارزه کوي، د ختیځ ترکستان د اسلامي خوښت او قفقازي وګړو په ګډون هغه وسله وال، چې افغانستان یې د فعالیتونو سیمو ته نږدې دی، نه غواړي چې دلته پټنځایونه او ستراتیژیک ملګري (طالبان) له لاسه ورکړي.

اووم؛ د بهرنیو جنګیالیو په لیکو کې ځینې مذهبي مبلغین د خپلو مذهبي اصولو د خپراوي په موخه افغانستان ته راغلي دي. کله چې په ۱۹۷۹ کال کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، د سعودي په ګډون د ډېرو عربي هیوادونو وګړو او حکومتونو افغانان د حنفي فقهي د پیروۍ په دلیل سم مسلمانان نه ګڼل؛ ځکه یې غبرګون کمرنګه و او هغه وو چې وروسته بیا د لوېدیځ په ځانګړي ډول امریکا په هڅو د افغان جهاد ملاتړ ته وبلل شول. دوی د سیاسي موخو تر څنګ، د حنفي فقهې د بدیل وړاندې کولو په موخه ورسره یوځای شول، چې له هماغه وخته ځینو بهرنیو جنګیالیو د یوې موخې په توګه دلته مذهبي فعالیت او د کلتور او قومي جوړښتونو محوه کول، د یوه ماموریت په توګه تعقیب کړي دي او د دې ماموریت دوام ورته مهم دی؛ ځکه نو د سولې چې په هغه کې دوی خپل حضور نه ویني او موخو ته د رسېدو پر وړاندې یې خنډ ګڼي، مخالف دي. دا او دې ته ورته ډېر نور موارد دي چې د طالبانو او بهرنیو جنګیالیو د ارزښتونو او ګټو ټکرونه پکې څرګندېږي.

د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کې د ټولو جګړو مفصله څېړنه، د سمیه ییزو جنګیالیو  او د هغو د بهرنیو ملاتړو جنګیالیو تر منځ د لانجو او ټکرونو سلګونه بېلګې لري، چې په ټولییز ډول ثابتوي چې بهرني جنګیالي که څه هم چې د مرستې یا تر ډېره د جهاد په نامه د بې وزلو هیوادونو مرستې ته ورغلي دي؛ خو په ټولییز ډول تر یرغلګرو مضر ورته ثابت شوي دي. د افغانستان په قضیه کې دا خبره ډېره روښانه ده. د طالبانو ټول حکومت د القاعدې ډلې د اعمالو او د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو قرباني شو او په دوام یې د نږدې دوو لسیزو ټول بحران چې تر اوسه روان دی، تر ډېره د همدې بهرنیو جنګیالیو له امله دی.

په دې توګه بهرني جنګیالي نه غواړي چې په افغانستان کې داسې سوله رامنځ ته شي، چې هغه د دوی له موخو سره په ټکر کې وي. د روان مذاکراتي بهیر د سبوتاژ او ورته هڅو د مخنیوي په برخه کې د دغو ډلو هر ډول ورانکارې هڅې او دسیسې د تصور وړ دي. ډېر احتمال لري چې د همدې کړیو لخوا طالبانو ته د فتحې کاذب غرور ورکړل شي او د مذاکرې مقابل لوری چې د یوه نظام استازولي کوي، له خبرو پر شا کړي؛ خو که د دغه سوله ییز بهیر له لارې د روان بحران د حل چانس له لاسه ووت، بیا به نو د طالبانو د دې نسل ژوند هم روانه جګړه اخلي.

وړاندیز:

دا چې د افغان دولت پر وړاندې د بهرنیو جنګیالیو ملتیا له طالبانو سره ده، د طالبانو رهبرۍ ته پکار ده چې د خپلې جغرافیې په دننه کې د هیودانۍ روحیې پر بنسټ له یادو ډلو سره د خپلو موخو د توپیرونو په نظر کې نیولو لارې بېلې کړي. دا هڅه په تدریجي ډول د هغوی له ایډیالوژیک اغېز څخه راوتل، د هغوی د نظامي دوکتورینو، تاکتیکونو او نقشو څخه مخ اړول او له خپلو لیکو څخه د هغو ایستل بریالي کولای شي.

د دې لپاره چې د افغانستان پر ګټو متمرکز شي، ورته پکار ده چې اوربند وکړي او په دغه موده کې چې له افغان دولت سره د سولې خبرې پر مخ وړي، له افغانستان څخه د بهرنیو جنګیالیو د ایستلو اقدامات وکړي. دا چاره به د سولې د ټینګښت په موخه د نورو جګړه ییزو ګروپونو د مخنیوي په برخه کې هم مرسته وکړي او که طالبان د حکومت برخه ګرځي، سنګرونه به یې له بهرنیو جنګیالیو نه ډکېږي.

لیکنه: هارون حکیمي

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook
Share35Tweet22
افغانان

افغانان

  • 138 Followers
  • 30.2k Followers
  • Trending
  • Comments
  • Latest

مشخصات، قیمت و تصویر گلکسی A52 سامسونگ فاش شد

مارچ 14, 2021

کار ساخت آخرین بخش پروژه خط آهن خواف – هرات آغاز شد

مې 27, 2024

شرکت برشنا قراردادهای ۱۰۴ پروژه برق را در سال گذشته امضا کرده است

مې 8, 2024

سه بازیکن افغانستان از سوی شورای بین المللی کریکت مشمول تیم تورنمنت جام جهانی ۲۰ آوره شدند

جولای 1, 2024

گام استوار چین برای ادامۀ روند اصلاحات و درهای باز

سیگر: حکومت تنها در ۵۵.۵ درصد ولسوالی‌های کشور حاکمیت دارد

وزارت مالیه: ۵۱ درصد بودجۀ سال ۱۳۹۸ را خارجی‌ها می‌پردازند

غنی: باز نامزد ریاست جمهوری می‌شوم

وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

مارچ 5, 2026

وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

مارچ 5, 2026

رد شایعات توقف صادرات ایران به افغانستان؛ داد و ستد، ادامه دارد

مارچ 4, 2026

فطرت: تا ادامه‌ی تجاوز پاکستان، افغانستان به عملیات رد الظلم ادامه می‌دهد

مارچ 3, 2026

اخبار تازه

وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

مارچ 5, 2026

وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

مارچ 5, 2026

© 2018 Afghanan. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • اخبار
  • تحلیل
  • اقتصاد
  • روانشناسی
  • انتخابات
  • فرهنګ
  • ورزش

© 2018 Afghanan. All rights reserved