لیکوال: ذبیح الله افغان
د چین او متحده ایالاتو ترمنځ د سوداګریزو تعرفو لانجه په ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې په ۶مه نېټه هغه وخت رامنځته شوه، کله چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ۳۴ میلیارده ډالرو چینایي وارد شوي توکو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله. دا ګام د نړیوالې سوداګرۍ په نظام کې د سوداګریزې جګړې د پیل په توګه وپېژندل شو. له دې سره همهاله، چین د ورته غبرګون په توګه پر امریکایي محصولاتو ۲۵ سلنه تعرفه وضع کړه.
د چین برلاسي په نړیوال سوداګریز نظام کې د متحده ایالاتو د سوداګریزې راکړې ورکړې ستراتیژي له ننګونو سره مخ کړه او د دغه هېواد د اقتصادي پالیسیو بنسټونه یې ولړزول. د نړیوال سوداګریز بازار د ثبات د بیا رغولو په موخه، د ولسمشر ټرمپ راویستل د متحده ایالاتو د نړیوال سیاست له مهمو موخو څخه ګنل شوه چې د امریکا د پالیسۍ جوړونکو د تمې خلاف پایلې یې وزیږولې.
چین د خپل نړیوال اقتصادي اقتدار په اساس او د خپل سولیز نیت د ښودنې په موخه خپل تعرفي اقدامات چې د سوداګرۍ پر محدودیتونو متمرکز و، ترسره کړل او په دې توګه یې یو ځل بیا نړیوالو ته وښوده چې د سوداګرۍ او اقتصادي ثبات لپاره د چین پر کوټلو ګامونو هېڅ ملتونه سترګې نه شي پټولی.
امریکا د خپلو سیاستونو د اعمال په موخه تل هڅه کړې چې شر رامنځته کړي او په مټ یې خپلې اقتصادي موخې ترلاسه کړي خو چین د دې ذهنیت خلاف په سولیز ډول د سوداګرۍ له اړخه نړیوال بازار ته رسیدلی او تر بل هر هېواده پکې چټک او ځواکمن روان دی.
د چین او متحده ایالاتو ترمنځ د سوداګریزو تعرفو په اړه مذاکرات د تېر جولای له ۲۷ نیټې تر ۳۰ نیټې د سویډن په پلازمینه سټاکهولم کې ترسره کیږي. د دې مذکراتو موخه د شوي توافق تمدید دی. ویل کیږي چې دغه مذاکرات تر پنځه ساعتونو ډېر دوام کړی. د یادونې وړه ده چې د دواړو هېوادونو موخه د رامنځته شوي سوتفاهم له منځه وړل او یوې داسې هوکړې ته رسیدل دي چې د نړیوال سوداګریز ثبات لپاره لار پرانیزي.
په دې مذاکراتو کې د امریکا په پرتله چین برلاسی دی، چین زیاتوي، د امریکا نوې تعرفې د نړیوالو سوداګریزو اصولو سره سمون نه لري او دا په نړیوال سطحه دواړو لوریو ته زیان رسوي. چین زیاتوي د مذاکراتو له لارې د حل لټون مثبت او اسانه دی. د وروستیو معلوماتو په اساس دا مذاکرات د سویډڼ په کوربه توب ترسره کیږي او د سویډن لومړی وزیر دغه مذاکرات د یوې مثبت پرمختګ په توګه یاد کړي دي. له دې سره همهاله د چین د بهرنیو چارو وزارت هم ټینګار کړی چې دواړه لوري باید د خبرو اترو له لارې د رامنځته شوې سوداګریزې شخړې په هواري تمرکز وکړي.
د امریکا له لوري د سوداګریزو تعرفو د شخړې پیل د امریکا د اقتصادي پالیسۍ د شوې وړاندینې له خلاف پایلو سره مخ شوه. امریکا انګیرله چې پر چین د تعرفو وضع کول به چین د دوي خبرو منلو ته اړ کړي، بې خبره له دې چې چین د خپل اقتصادي نفوذ د پراختیا نه پوره ډاډمن و او تر دوي مخکې لاس په کار شو.
د سټاکهولم مذاکراتو اصلي موخه د تعرفو کمول او تنظیمول دي، ځکه چې دغه تعرفو د متحده ایالاتو او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې اغېزمنې کړې دي. سربېره پر دې، متحده ایالاتو د چین څخه د توکو په واردولو کې د توازن د نشتوالي په اړه اندیښنه ښودلې وه. خو دا مسئله تر ډېره د امریکایي وګړو د اړتیاوو پر بنسټ مطرح شوې، کله چې د امریکا حکومت د خپل ملت د اړتیاوو په پوره کولو کې پاتې راځي، نو د نورو هېوادونو پر وارداتو د محدودیتونو د لګولو هڅه کوي، چې دا کړنه خپله د خپل ملت د غوښتنو پرخلاف ده. له بلې خوا، چین د خپل اقتصادي وړتیا پر بنسټ تل هڅه کړې چې د نړۍ د هېوادونو اړتیاوو ته په پام سره، د نورو هېوادونو په پرتله اغېزمن او کوټلي ګامونه پورته کړي.
په دې مذاکراتو کې چین د متحده ایالاتو په پرتله برلاسی دی. په نړیوالو مسایلو کې، متحده ایالات تل ځان د نړیوالو قوانینو مدافع او مخکښ بولي، خو کله چې د خپلو اقتصادي ګټو خبره راځي، نړیوال قوانین د یوې معتبرې سرچینې په توګه نه مني. د تعرفو لګول یې روښانه بېلګه ده، چې دا کړنه د نړیوالې سوداګرۍ د سازمان (WTO) له ټولو اصولو سره په ټکر کې ده.
ددې مذاکراتو تر ټولو لویه موخه د نړیوالو سوداګریزو اکمالاتو د ثبات رامنځته کول دي څو نړیوال اقتصادي ثبات رامنځته شي او ملتونو خپلې ښیرازۍ ته پکې ورسیږي.
د یادونې وړ ده چې د چین او متحده ایالاتو ترمنځ د سوداګریزو تعرفو په اړه مذاکراتو دقیقې پایلې لا روښانه نه دي. ځکه وروستۍ هوکړې تراوسه نه دي اعلان شوې، خو د موجوده معلوماتو په اساس ځینې احتمالي پایلې او پرمختګونه یې کولای شي چې د مذاکراتو د بریا ډاډ دواړو هېوادونو او ملتونو ته وړاندې کړي.
د تعرفو موقتي اوربند
د راپورونو له مخې، د سټاکهولم مذاکراتو ممکن د تعرفو لپاره ۹۰ ورځنی اوربند تمدید کړي. دا اقدام به د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د سوداګریزې جګړې شدت کم کړي او دواړو خواوو ته به فرصت ورکړي چې د اوږدمهاله حل لارو په اړه نورې هراړخیزې خبرې اترې وکړي.
د اقتصادي شخړو کمول:
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي شخړو کمول به د رامنځته شوي سوء تفاهم په لهمنځه وړلو کې مهم رول ولوبوي. دا چاره به د نړیوالې سوداګرۍ په اړه رامنځته شوی منفي لیدلوری بدل کړي او د سوداګریزو اړیکو د ښه والي لپاره به لار پرانیزي.
د سوداګریزې هوکړې امکانات:
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دغه هېواد له چین سره سوداګریزې هوکړې ته نږدې شوې ده. دا خبره د یوې احتمالي هوکړې امکان ښيي، خو تر اوسه د دې هوکړې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي. ویل کېږي چې د دې هوکړې کلیدي برخې د تعرفو کمول، د نړیوال اقتصادي ثبات رامنځته کول، او د ټکنالوژۍ او فکري ملکیت په برخو کې پرمختګ ته متمرکزې دي.
د چین اقتصادي نفوذ هغه ځواک دی چې په دې مذاکراتو کې د فشار د ځواکمنې وسیلې په توګه کارول کیږي، او دا به د امریکا سره د سوداګریزې هوکړې په برخه کې د هوکړې په شرایطو پوره اغیز پریباسي.
د نړیوال اقتصادي نظم په وړاندې چین هغه هېواد دی چې پر ځواک یې هېڅ بل ځواک سترګې نشي پټولی. د سوداګریزو تعرفو پر وضع کولو چین خپل قدرت ټولې نړۍ ته په ښکاره توګه وړاندې کړو، چین هغه هېواد دی چې د نړۍ په سطحه د تولید لوی ظرفیت لري. دا لوی تولیدي ظرفیت چین ته اجازه ورکوي چې په نړیوال بازار کې غښتلې سیالي وکړي او له دې لارې وکولای شي چې د تعرفو په برخه کې سوداګریز سیاستونه کنټرول کړي. د خامو موادو زیرمې او کنټرول هغه سرچینې دي چې د ځمکې د نادرو توکو شتون تثبیتوي او دا چاره چین ته د سوداګریزو مذاکراتو پر میز برلاسی دریځ ورکوي چې پر امریکا خپل ځواک درک کړي.
چین د سوداګریزو پالیسو په رامنځته کولو او پلی کولو کې فعال رول لري. چین په نړیوال بازار کې د خپل صنعتي پراختیا پر محورنو خبر هېواد دی او تل یې هڅه دا ده چې د نړیوال بازار اړتیاوې پر وخت درک او وړاندې کړي. اوس پوښتنه دا ده چې چین څنګه د دې سوداګریزې جګړه ګټونکی کیدای شـي؟ د کورني بازار پیاوړتیا هغه کرښه ده چې د امریکا د سوداګریزو تعرفو پر وړاندې تر ټولو ځواکمن مقاومت کولای شي. چین د نړۍ په سطحه د ۱.۴ میلیادرده نفوس په لرلو سره کولای شي چې خپل کورني تولیدات پیاوړي کړي او دا چاره د تعرفې د اغیزو په کمولو کې تر ټولو مهمه ونډه لري. چین د لارې او کمربند په مرسته له آسیا، افریقا او اروپا سره خپلې اړیکې پراخې او پیاوړې کړې دي چې دا چاره چین د امریکا د سوداګریزو تعرفو پر وړاندې کم اغیزمنوي ځکه چین له مخکې نوي بازارونه موندلي او په پوره ځیرکتیا یې پکې ځان ته ځای پیدا کړي دی.
چین د سوداګریزو خنډونو پر وړاندې ځکه ځواکمن دی چې د پراخه شریکانو له لارې کولای شي د سوداګریزو تعرفو اغیز کم کړي. چین نړیوال سوداګریز بازار په پوره نرم ځواک خپل کړی دی. همدغه اړتیا ده چې د تعرفو وضع کول چین په هغه ډول چې امریکا یې تمه لري نشي اغیزمنولی.
په سوداګریزه جګړه کې ګټل د بشپړې بریا په معنا نه ده بلکي د اقتصادي زیانونو کمول، پر بازارنو ځواکمنیدل، او په نړیوال سوداګریز نظم نفوذ، هغه عوامل دي چې د دې جګړې بریا ډاډمنوي. چین د خپل لوی اقتصاد، ستراتیژیکو پالیسیو او نړیوالو اړیکو په مټ په دې جګړه کې تر ټولو مهم موقعیت ساتلی او پیاوړی کولای شي. خو دا چاره باید پوره درک شي چې ددې ډول کړنو دوام د دواړو هېوادونو د سوداګریز ثبات د ټکني کیدو لامل ګرځیدلی شي. په دې جګړه کې چین ځکه لاس بری دی چې د امریکا د عمل پر وړاندې یې چټک خپل عکس العمل ښودلی دی او دې چټکتیا د امریکا د سوداګریزو سیاستونو د وړاندوینې لوری ټکنی کړی دی.
د چین او متحده ایالاتو ترمنځ د تعرفو جګړه نړیوال بازارونه له بې ثباتۍ، د لګښتونو له زیاتولي او د سوداګریزو اړیکو له بدلونونو سره مخ کوي. د دې جګړې دوام د نړیوال اقتصاد لپاره منفي پایلې زیږوي. دا چاره د پرمختګ وده ټکني کوي. د مصروف کوونکو ملتونو لپاره د قیمتونو لوړول د دوي په اقتصادي او سیاسی ثبات ناوړه اغیز کوي او دا چاره نړیوال اقتصادي او سیاسی نظم اغیزمنوي. د اوږ مهال لپاره د دې جګړې دوام نړیوال اقتصاد په دوه بلاکونو ویشي. چین محوره او امریکا محوره او دا چاره به د نړیوالې سوداګرۍ پر وړاندې نوې ننګونې رامنځته کړي. دا ښکاره ده چې دوام یې نړیواله سوداګریزه بې ثباتي رامنځته کوي چې دا به د هېڅ هېواد په ګټه نه وي.
په نړیوال سوداګریز بازار کې د چین سولیز تګ نړۍ منلی او د مقابل لوري یرغلیزو هڅو تل د چین د ګټو لوری مثبت اغیزمن کړی دی، نو اوس اړتیا ده چې امریکا د چین سره د یوه سولیز میکانیزم په مټ د سیالۍ میدان ته ننوزی څو د ریښتیني ځواک لید یو ځل بیا نړیوال ووینې. دا له دې غوره ده چې د جګړو په مټ د خپل هېواد اقتصاد روان وساتل شي او د نورو ملتونو په بربادۍ کې د خپل هېواد آبادی ولیدل شي .
