21 °c
Kabul
14 ° یکشنبه
14 ° دوشنبه
14 ° سه شنبه
14 ° چهارشنبه
جمعه, مارچ 6, 2026
افغانان
  • خانه
  • اخبار
    • All
    • افغانستان
    • جهان
    • خاور میانه

    وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

    وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

    رد شایعات توقف صادرات ایران به افغانستان؛ داد و ستد، ادامه دارد

    فطرت: تا ادامه‌ی تجاوز پاکستان، افغانستان به عملیات رد الظلم ادامه می‌دهد

    نظري: افغانستان از نظر اقتصادی از جنگ ایران، آمریکا و اسرائیل متأثر نخواهد شد

    رشد ۳۳ درصدی انتقالات کالا از طریق خط آهن در افغانستان

    Trending Tags

  • تحلیل
    یو سیلانی د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۳مه د چین د ختیځ شانګهای ښار په «شانګهای یاوشوې سنو ورلډ» کې د کمرې مخې ته انځور اخلي. /CFP

    د چین تر ټولو اوږده رخصتي (د پسرلي جشن) څنګه لګښت زیاتوي؟

    جفري اپسټین: د لودیځ د عدالت پر سټیج، د واک، نفوذ او کنټرول د تمثیل بربنډیدل

    هفت دهه دوستی رسمی و همسایگیِ مبتنی بر اعتماد میان افغانستان و چین

    «گرامیداشت بازگشت تایوان و پاسداری از صلح و ثبات منطقه ‌ای»

    «رمزگشایی «حکمرانی چین» از طریق برنامه پنج‌ساله»

    د څوارلسم پنځه کلن پلان د لاسته راوړلو په رڼا کې د پنځلسم پلان پیل: چېن څنګه نړۍ د فرصتونو پر درېڅې بدلوي؟

    د زرغون پرمختګ او چاپیریال ساتنې په برخه کې د شانګهای سازمان رول

    د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۵مه ناسته: د نړیوال نظم د بدلون لپاره یو پیاوړی ګام

  • اقتصاد
  • تکنالوژي

    کاربردهای استفاده از هوش مصنوعی در زندگی

    برای نخستین بار لابراتوار بررسی محصولات زراعتی در کندهار ایجاد شد

    اپل از آیفون ۱۷ ایر، ایرپادز پرو ۳ و ساعت‌های هوشمند جدید رونمایی کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    یک سایت جدید مخابراتی در پکتیکا به فعالیت آغاز کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    شرکت و سخنرانی وزیر مخابرات و تکنولوژی معلوماتی افغانستان در نشست بین المللی اوزبیکستان

    اینترنت اشیا چیست؟ تاریخچه اینترنت اشیا و کاربردهای آن

    گران ترین گوشی های موبایل ۲۰۲۵

  • انتخابات
  • فرهنګ
    • کتاب
  • ورزش
  • روانشناسی
  • درباره ما
No Result
View All Result

Home تحلیل

د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۵مه ناسته: د نړیوال نظم د بدلون لپاره یو پیاوړی ګام

افغانان by افغانان
سپتمبر 4, 2025
in تحلیل
18 0
0
18
SHARES
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: ذبیح الله افغان

د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه، د چین په تیانجین ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) د غړو هېوادونو د مشرانو شورا ۲۵مه غونډه د چین ولسمشر شي جین پینګ په مشرۍ ترسره شوه، دغه ناستهه نه یوازې د سیمې د امنیت، اقتصادي همکارۍ او نړیوال ثبات لپاره یو مهم پلیټ فارم دی، بلکې د نړیوال نظم د بدلون او د عدالت پر بنسټ د یوه نوي نړیوال نظام د جوړولو لپاره هم یوه تاریخي موقع وه. دې ناستې د نړۍ پام ځانته را واړوه، ځکه چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه او ناظر هېوادونه یې د نړیوالو مسایلو په اړه یوه موټی دریځ غوره کولو لپاره راټول شوي وو.

د ناستې په پیل کې، ولسمشر شي جین پینګ په خپله افتتاحیه وینا کې د نړیوالې ټولنې لپاره د چین د ژمنو او دریځ په اړه واضح پیغام وړاندې کړ. هغه وویل:

> “د وخت اړتیا ده چې د دویمې نړیوالې جګړې د تاریخ په اړه سمې نظریې خپرې شي او د سړې جګړې له مفکورې، چې د ډلګیو پر ویش او مطلق حاکمیت تمرکز لري، مخه ونیول شي.”

نوموړي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو او د نړیوالې سوداګرۍ سازمان (WTO) د مرکزي رول باید ملاتړ وشي، ترڅو یو څو اړخیز سوداګریز نظام پیاوړی شي. د ولسمشر شي وینا د یوې عادلانه او منصفانه نړیوالې همکارۍ لپاره د چین د ژمنې څرګندونه وه، چې نه یوازې د غړو هېوادونو بلکې د ټولې نړۍ لپاره یو مثبت پیغام لري. دا وینا د دې ښودنه کوي چې چین غواړي د نړیوال نظم په جوړښت کې فعال رول ولوبوي او د یوې داسې نړۍ لپاره کار وکړي چې د ټولو لپاره عادلانه او مساوي وي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د ناستې ترڅنګ، د سپتمبر په ۳، ۲۰۲۵، چین د دویمې نړیوالې جګړې د ۸۰مې کلیزې په مناسبت یوه عظیمه نظامي رژه ترسره کړه. دا رژه، چې په بیجینګ کې جوړه شوې وه، د چین د نظامي ځواک او نړیوالې سولې لپاره د دې هېواد د ژمنتیا ننداره وه. ولسمشر شي جین پینګ په دې مراسمو کې یوه مهمه وینا وکړه، چې د شانګهای سازمان د ناستې د پیغامونو سره په بشپړه توګه همغږې وه.

په خپله وینا کې، ولسمشر شي جین پینګ وویل:

> “چین به هیڅکله د تسلط او یا توسعې په لټه کې نه وي. موږ د سولې، پرمختګ او همکارۍ لپاره ژمن یو. زموږ نظامي ځواک د دفاع او د نړیوال امنیت د ساتنې لپاره دی، نه د جګړې او یا د نورو د تهدید لپاره.”

هغه زیاته کړه چې چین به د نړیوالو شخړو د حل لپاره د سوله ییزو لارو ملاتړ ته دوام ورکړي او د ملګرو ملتونو د منشور پر اصولو به ولاړ پاتې شي. دې وینا د شانګهای سازمان د ناستې د پیغامونو سره مستقیمه اړیکه درلوده، ځکه چې دواړه د نړیوال امنیت، سولې او عدالت پر بنسټ ولاړ وو. د نظامي رژه وینا د دې نښه وه چې چین نه یوازې په خبرو، بلکې په عمل کې هم د نړیوال ثبات لپاره کار کوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د ناستې په جریان کې، ولسمشر شي جین پینګ د سازمان د اصلاحاتو او پیاوړتیا په اړه خپل لید وړاندې کړ. هغه وویل چې د سازمان سرچینې باید زیاتې شي او د پریکړو د عملي کولو لپاره یو اغیزمن میکانیزم جوړ شي. نوموړي د امنیتي ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوه مرکز د جوړولو وړاندیز وکړ، چې د نشه یي توکو د مخنیوي او د اقتصادي پرمختګ لپاره به کار کوي.

د دې ترڅنګ، ولسمشر شي د یوه انکشافي بانک د جوړولو غوښتنه وکړه، چې د غړو هېوادونو د اقتصادي او امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره به مالي ملاتړ چمتو کړي. دا وړاندیز د شانګهای سازمان د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا او د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ژورولو لپاره یو مهم ګام دی.

د ولسمشر شي دا وړاندیزونه د نړیوال اقتصاد د څو قطبي کیدو او د عادلانه اقتصادي نظام د جوړولو لپاره د هغه د لید یوه برخه ده. هغه وویل:

> “د نړۍ د څو قطبي کیدو بهیر باید په مساوي او منظمه توګه مخ ته لاړ شي، او د اقتصاد نړیوال کیدو بهیر باید د پراخو ګټو او ټولګډونې پر بنسټ وي.”

دا پیغام د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو لپاره یوازې یوه نظریه نه وه، بلکې یو عملي پلان و، چې د سیمې او نړۍ د اقتصادي او امنیتي ثبات لپاره به کار وکړي.

د ناستې په جریان کې، ولسمشر شي جین پینګ د افغانستان د وروستۍ زلزلې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه. هغه وویل:

> “افغانستان د شانګهای همکارۍ سازمان ناظر غړی دی، او زه له تاسو ټولو سره په ګډه د دې زلزلې د تلفاتو له امله ژوره خواشیني څرګندوم. موږ د زلزله ځپلو خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خپله همدردي شریکوو.”

نوموړي د افغان ولس د استقامت او وړتیاوو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانان به په دې ستونزو بریالي شي او خپل وران شوي کورونه به بیا آباد کړي. دا پیغام نه یوازې د چین او د شانګهای سازمان د انساني همکارۍ د روحیې نښه وه، بلکې دا یې هم وښودله چې چین د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره ژمن دی. د ولسمشر شي دا وینا د نړیوالې ټولنې لپاره یو مثبت مثال دی، چې څنګه یو مشر کولی شي د نورو هېوادونو د ستونزو په اړه حساسیت او ملاتړ څرګند کړي.

د ناستې په ترڅ کې، ولسمشر شي جین پینګ د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو لپاره د ۲ میلیارده ډالرو وړیا مرستې او ۱۰ میلیارده چینایي یوانو پور اعلان وکړ. دا مرستې د انرژۍ، بنسټیزو پروژو، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د پام وړ اغیزې ولري. دا مالي مرستې د چین د اقتصادي ژمنو یوه برخه ده، چې موخه یې د سیمې د اقتصادي پرمختګ او د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ده.

د دې مرستو اعلان د چین د نړیوال نظم د بدیل د رامنځته کولو لپاره د هڅو یوه برخه ده. ولسمشر شي جین پینګ په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې چین د یوې داسې نړۍ لپاره کار کوي چې د ټولو لپاره عادلانه او منصفانه وي. دا ژمنتیا د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد او همکارۍ د زیاتولو لپاره یو مهم ګام دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان له تاسیس راهیسې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره یو مهم پلیټ فارم دی. دا سازمان د نورو نړیوالو سازمانونو په پرتله په عملي کړنو تمرکز لري او د اعلامیو پر ځای د مشخصو پروژو او پریکړو په عملي کولو بوخت دی. د دې ناستې په جریان کې، د غړو هېوادونو مشرانو د امنیت، اقتصاد او کلتوري همکارۍ په برخو کې یو لړ مهمې پریکړې وکړې، چې د سازمان اغیزمنتیا نوره هم زیاته کړه.

د ولسمشر شي جین پینګ ویناوې، که هغه د شانګهای ناستې په جریان کې وې او که د نظامي رژه په مراسمو کې، د نړیوال نظم د بدلون او د سولې او پرمختګ لپاره د چین د ژمنتیا نښې وې. د هغه پیغامونه د نړیوالې ټولنې لپاره یو روښانه لید وړاندې کوي، چې د همکارۍ، عدالت او مساوات پر بنسټ ولاړ دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۵مه ناسته او د چین د نظامي رژه مراسم د نړیوال نظم د بدلون او د یوې عادلانه نړۍ د جوړولو لپاره د چین د ژمنتیا یوه روښانه نښه وه. ولسمشر شي جین پینګ د خپلو ویناوو له لارې نه یوازې د چین دریځ نړۍ ته وړاندې کړ، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت، اقتصادي پرمختګ او انساني همکارۍ لپاره یو روښانه پیغام هم وړاندې کړ. د دې ناستې او نظامي رژه پیغامونه د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او د نړیوال ثبات لپاره یو مهم ګام دی.

د چین د مالي مرستو، د انکشافي بانک د جوړولو وړاندیز، او د امنیتي او اقتصادي همکارۍ لپاره د نوي میکانیزمونو جوړولو ژمنې دا ښيي چې چین او د شانګهای سازمان د نړیوالې ټولنې د پرمختګ او ثبات لپاره په پوره ژمنتیا کار کوي. دا ناسته او د نظامي رژه مراسم به د نړیوال نظم په تاریخ کې د یوه مهم پړاو په توګه ثبت شي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook
Share7Tweet5
افغانان

افغانان

  • 138 Followers
  • 30.2k Followers
  • Trending
  • Comments
  • Latest

مشخصات، قیمت و تصویر گلکسی A52 سامسونگ فاش شد

مارچ 14, 2021

کار ساخت آخرین بخش پروژه خط آهن خواف – هرات آغاز شد

مې 27, 2024

شرکت برشنا قراردادهای ۱۰۴ پروژه برق را در سال گذشته امضا کرده است

مې 8, 2024

سه بازیکن افغانستان از سوی شورای بین المللی کریکت مشمول تیم تورنمنت جام جهانی ۲۰ آوره شدند

جولای 1, 2024

گام استوار چین برای ادامۀ روند اصلاحات و درهای باز

سیگر: حکومت تنها در ۵۵.۵ درصد ولسوالی‌های کشور حاکمیت دارد

وزارت مالیه: ۵۱ درصد بودجۀ سال ۱۳۹۸ را خارجی‌ها می‌پردازند

غنی: باز نامزد ریاست جمهوری می‌شوم

وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

مارچ 5, 2026

وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

مارچ 5, 2026

رد شایعات توقف صادرات ایران به افغانستان؛ داد و ستد، ادامه دارد

مارچ 4, 2026

فطرت: تا ادامه‌ی تجاوز پاکستان، افغانستان به عملیات رد الظلم ادامه می‌دهد

مارچ 3, 2026

اخبار تازه

وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

مارچ 5, 2026

وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

مارچ 5, 2026

© 2018 Afghanan. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • اخبار
  • تحلیل
  • اقتصاد
  • روانشناسی
  • انتخابات
  • فرهنګ
  • ورزش

© 2018 Afghanan. All rights reserved