د پسرلي د موسم په را رسېدو سره اتصالات مخابراتي شرکت هم د هیواد د سمسورتیا او ابادۍ په موخه د نیالګیو کینولو کمپاین د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان په پارک کې د نیالګیو په کېنولو سره پیل کړ. د دې کمپاین د پیل په مراسیمو کې د سرپرست حکومت د کابل ښاروالۍ یو شمیر استازو ترڅنګ د اتصالات مخابراتي شرکت مسوولینو او خبریالانو هم ګډون کړی و. په جوړ شویو مراسمو کې د اتصالات مخابراتي شرکت مسوولینو وویل، چې اتصالات مخابراتي شرکت تل د هیواد د ابادۍ او سمسورتیا لپاره هڅه کوي او سږ کال پلان لري، چې د کابل ښاروالۍ په مرسته په ښار کې دوه زره نیالګي کېنوي. د دوی په خبره، چې دغه نیالګي به د وزیر محمد اکبر خان د تپې پر سر او د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې کېنول شي. د کابل ښاروالۍ استازو د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین څخه د ملاتړ ترڅنک زیاته کړه، چې ټول هېوادوال مسوولیت لري، څو د هېواد د ابادۍ او سمسورتیا لپاره نیالګي وکري او پالنه یې وکړي. د ویلو ده، چې اتصالات مخابراتي شرکت له تېرو څو کلونو راهیسې هر کال د پسرلي موسم په را رسېدو سره د کابل ښاروالۍ په مرسته، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې نیالګي کېنوي.

























