اتصالاتو مخابراتي شرکت د هېواد په شرقي زون کې د سیم کارتونو د ثبت مرکز پرانیست

په ننګرهار ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د مشرقي زون په کچه ددې شرکت اړوند  سیمکارتونو د ثبت کولو مرکز پرانیستل شو. په جلال اباد ښار کې د اتصالات مخابراتي شرکت مسوولینو په یوه غونډه کې ددې مرکز پرانیسته وکړه او زیاته یې کړه، چې اوس د ټولو مشرقي ولایتونو اوسېدونکي کولای شي، چې خپل سیمکارتونه په دې مرکز کې ثبت کړي. په افغانستان کې د د اتصالات مخابراتي شرکت د خرڅلاو د برخي مسوول کفایت الله نبي خیل وویل، چې د مشرقي ولایتونو هغه اوسېدونکي، چې خپل سیمکاراتو یې ثبت نه دي، کولای شي په جلال اباد ښار کې خپل سیمکارتونه په ویاړ توګه د اتصالات مخابراتي شرکت د سیمکارت د ثبت په مرکز کې راجستر کړي او ځانګړي وړیا وړاندیزونه هم ترلاسه کړي. د نوموړي  په خبره، چې  په ورځ کې د ۱۰۰۰ سیمکارتونو د ثبت وړتیا لري

  دغه راز په دې پرانیست غونډه کې د ننګرهار ولایت د مخابراتو ریاست رییس ذبیح الله ذکي د دې څانګې د پرانیستلو څخه د هرکلي تر څنګ زیاته کړه، چې مخابراتي شرکتونه مجبور دي، چې قانون پلي کړي او ټولو هیوادوالو ته په قانوني ډول سره سیمکارتونه وویشي.

  د یادونې وړ ده، چې د اتصالات مخابراتي شرکت ویلي، چې هڅه کوي په ټول هیواد کې ددې شرکت اړوند سیمکارتونه ثبت کړي او ددې چارې د ترسره کولو لپاره یې جدي کار پیل کړی دی. دوی له ټولو هیوادوالو څخه دغه راز غوښتنه کړې، چې خپل سیمکارتونه ثبت کړي او د نه ثبت کیدو په صورت کې به یې پر سیمکارت بندیز ولګیږي.

Exit mobile version