21 °c
Kabul
14 ° یکشنبه
14 ° دوشنبه
14 ° سه شنبه
14 ° چهارشنبه
دوشنبه, جون 2, 2025
افغانان
  • خانه
  • اخبار
    • All
    • افغانستان
    • جهان
    • خاور دور
    • خاور میانه

    رییس جمهور ترکمنستان: افغانستان باثبات ودرحال توسعه ی اقتصادی به نفع جهان است

    گفتگوی کابل و بیجنگ بر سر گسترش همکاری های مالی و بانکی

    هیأت برشنا برای گفتگو در باره پروژه‌های برق عازم ترکمنستان شد

    عبدالغنی برادر دو پروژه تولید برق بادی و آفتابی را در هرات افتتاح کرد

    قرارداد حفاری سه چاه گازدار در یتیم‌تاق جوزجان با یک شرکت ترکی امضا شد

    بیش از ۱۹۰ خانواده در بغلان از آب نوشیدنی مستفید خواهند شد

    Trending Tags

  • تحلیل

    از منظر تاریخی و حقوقی تا الزامات انتخاب‌های واقع‌گرایانه، وحدت چین جریانی است مهارناپذیر و برگشت‌ ناپذیر

    در برابر قلدری اقتصادی ایالات متحده بایستید، به «چماق تعرفه ای اش» نه بگویید!

    نگاهی به چین از دریچه دو نشست: چین به جهانی بی ثبات ثبات تسهیل میکند

    د چین د نوې انرژۍ موټرو ډیجیټالي پرمختګ او د زرغون ترانسپورتي انقلاب اړوند د یوې نوې دورې پیل

    جنگ تعرفه ‌ای آمریکا و چین: معضلات اقتصادی جهانی تحت منطق سلطه ‌طلبی

    هفتاد سال باهم قدم زدیم، فصل جدید از دوستی را نوشتیم

    رنگ آبی جاویدان: گواهی بر دوستی پایدار چین و افغانستان

    بنیاد ملی برای دموکراسی: ابزاری برای تخریب در امور بین‌المللی

  • اقتصاد
  • تکنالوژي

    شرکت و سخنرانی وزیر مخابرات و تکنولوژی معلوماتی افغانستان در نشست بین المللی اوزبیکستان

    اینترنت اشیا چیست؟ تاریخچه اینترنت اشیا و کاربردهای آن

    گران ترین گوشی های موبایل ۲۰۲۵

    دولت چین چطور دیپ سیک را خلق کرد؟

    هوش مصنوعی چینی چت جی‌پی‌تی را پشت سر گذاشت: از دیپ‌سیک چه می‌دانیم؟

    ۱۶ سایت مخابراتی جدید در نیمروز ایجاد می‌شود

    اشتباهات پرامپت نویسی برای چت جی‌پی‌تی: ۱۳ اشتباه رایج پرامپت‌نویسی

    درس‌هایی از موفقیت ایلان ماسک برای کارآفرینان جوان

    اپل از تبلت آیپد مینی ۷ با هوش مصنوعی و یک قلم هوشمند رونمایی کرد

  • انتخابات
  • فرهنګ
    • کتاب
  • ورزش
  • روانشناسی
  • تماس با ما
No Result
View All Result
  • خانه
  • اخبار
    • All
    • افغانستان
    • جهان
    • خاور دور
    • خاور میانه

    رییس جمهور ترکمنستان: افغانستان باثبات ودرحال توسعه ی اقتصادی به نفع جهان است

    گفتگوی کابل و بیجنگ بر سر گسترش همکاری های مالی و بانکی

    هیأت برشنا برای گفتگو در باره پروژه‌های برق عازم ترکمنستان شد

    عبدالغنی برادر دو پروژه تولید برق بادی و آفتابی را در هرات افتتاح کرد

    قرارداد حفاری سه چاه گازدار در یتیم‌تاق جوزجان با یک شرکت ترکی امضا شد

    بیش از ۱۹۰ خانواده در بغلان از آب نوشیدنی مستفید خواهند شد

    Trending Tags

  • تحلیل

    از منظر تاریخی و حقوقی تا الزامات انتخاب‌های واقع‌گرایانه، وحدت چین جریانی است مهارناپذیر و برگشت‌ ناپذیر

    در برابر قلدری اقتصادی ایالات متحده بایستید، به «چماق تعرفه ای اش» نه بگویید!

    نگاهی به چین از دریچه دو نشست: چین به جهانی بی ثبات ثبات تسهیل میکند

    د چین د نوې انرژۍ موټرو ډیجیټالي پرمختګ او د زرغون ترانسپورتي انقلاب اړوند د یوې نوې دورې پیل

    جنگ تعرفه ‌ای آمریکا و چین: معضلات اقتصادی جهانی تحت منطق سلطه ‌طلبی

    هفتاد سال باهم قدم زدیم، فصل جدید از دوستی را نوشتیم

    رنگ آبی جاویدان: گواهی بر دوستی پایدار چین و افغانستان

    بنیاد ملی برای دموکراسی: ابزاری برای تخریب در امور بین‌المللی

  • اقتصاد
  • تکنالوژي

    شرکت و سخنرانی وزیر مخابرات و تکنولوژی معلوماتی افغانستان در نشست بین المللی اوزبیکستان

    اینترنت اشیا چیست؟ تاریخچه اینترنت اشیا و کاربردهای آن

    گران ترین گوشی های موبایل ۲۰۲۵

    دولت چین چطور دیپ سیک را خلق کرد؟

    هوش مصنوعی چینی چت جی‌پی‌تی را پشت سر گذاشت: از دیپ‌سیک چه می‌دانیم؟

    ۱۶ سایت مخابراتی جدید در نیمروز ایجاد می‌شود

    اشتباهات پرامپت نویسی برای چت جی‌پی‌تی: ۱۳ اشتباه رایج پرامپت‌نویسی

    درس‌هایی از موفقیت ایلان ماسک برای کارآفرینان جوان

    اپل از تبلت آیپد مینی ۷ با هوش مصنوعی و یک قلم هوشمند رونمایی کرد

  • انتخابات
  • فرهنګ
    • کتاب
  • ورزش
  • روانشناسی
  • تماس با ما
No Result
View All Result
افغانان
No Result
View All Result
Home تحلیل

د اوکراین پر سر د مسکو او ناټو تر منځ څه روان دي؟

عبدالله عزام

افغانان by افغانان
فبروري 15, 2022
in تحلیل
16 0
0
16
SHARES
Share on FacebookShare on Twitter

د روسیې او اوکراین تاریخي تړاو

که څه هم شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ کې ونړېد، خو د روس او اوکراین تر منځ چې کومو کلتوري، ژبني او اهلي اړیکو شتون درلود، د اتحاد نړېدل د هغو د شلېدلو په مانا نه و، بلکې اوس هم په ډېرو مشترکاتو له یو بل سره تړلي دي. د بیلګې په توګه؛ د روسیې له پولې سره د اوکراین اکثره وګړي روسي ژبه وایي او له روسیې سره پراخو اړیکو ته لېوالتیا ښیي. د شوروي اتحاد د نړېدلو پر مهال د یاد اتحاد مشر ګورباچوف د یوې اوکراینۍ مور او روسي پلار زوی دی. نوموړی داسې مور لوی کړی و چې د روسیې او اوکراین د بېلوالي نه، بلکې د یووالي مفکوره یې لرله. یوازې ګورباچوف نه و، بلکې نور هم داسې بې شمېره روسي چارواکي او عام وګړي شته، چې د روسیې او اوکراین دغه تقسیم ورته د منلو وړ نه و، چې له جملې څخه یې یو د روسیې اوسنی ولسمشر او د استخباراتو پخوانی آفیسر ولادیمیر پوتین و.

پوتین په ۲۰۰۵م کال کې د شوروي اتحاد نړېدل د شلمې پېړۍ تر ټولو دروند ناورین وباله، په داسې حال کې چې په همدې پېړۍ کې دوې نړیوالې او یو لړ نورې خونړۍ جګړې وشوې چې هیوادونه پکې وران او ملیونونه انسانان پکې ووژل شول. د پوتین په وینا «دا د روسانو لپاره په واقعي ډول یو غمیزه وه چې له امله یې لسګونه ملیونه هیوادوال د روسیې له حدودو څخه ځانونه دباندې مومي.» د نوموړي په اند د شوروي اتحاد ټول وګړي یو دي.

د اوکراین د اهمیت د څرګندولو په موخه روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې د اوکراین او روسیې د تاریخي یووالي په اړه یوه مقاله ولیکله. په یاده مقاله کې پوتین دلیل وایي، چې د اوکراین او روسیې ولسونه یو دي. نوموړی زیاتوي چې «له اوکرایني او روسي ولسونو سره بېلول په حقیقت کې د هغو کړیو هڅه ده چا چې تل زموږ د یووالي کمزوري کول غوښتي دي او په دې اړه یې د Divide and rule  له فارمولې څخه کار اخیستی دی.»

د اوکراین اهمیت روسیې ته نه یوازې له دې امله دی چې د پخواني شوروي اتحاد برخه و او کلتوري اړیکې ورسره لري، بلکې هغه له صنعتي معدنیاتو او طبعي زیرمو څخه یوه ډکه جغرافیه هم ده او اوس پوتین ویني چې له کلونو راهیسې ورو ورو د غرب لمنې ته ښوییږي.

د اوکراین جغرافیوي موقعیت

که څه هم د جغرافیې له پلوه روسیه د نړۍ تر ټولو ستر هیواد او د اوکراین د مساحت ۲۷ برابره ده، خو د اوکراین جغرافیوي موقعیت روسیې او اروپا دواړو ته مهم دی. که چیري اوکراین د اروپا خوا ته میلان کوي، نو دا به د غربي بلاک او ناټو پوځونه د روسیې یوې بلې پولې ته هم راورسوي. او که د روسیې سره متحد کیږي نو د مسکو اثر و رسوخ اروپایي سیمو ته غځوي، چې دا د ناټو لپاره ښه زېری نه دی. خو له ۲۰۱۴ کال راهیسې څرګند ښکاري چې اوکراین له اروپا سره خپلې اړیکې ټینګوي او په ۲۰۱۶ کال کې یې په DCFTA د ژورې او هر اړخیزې آزادې سوداګرۍ د سیمې تړون کې ګډون وکړ، چې پر اساس یې ټول اوکراین د اروپا مارکیټ ته آزاد لاسرسی او تګ راتګ لري او په دې سره تر ډېره حده اوکرایني وګړي له روسیې څخه مستغني او تعامل یې له اروپایي مارکیټ سره شو. له اوکراین سره د روسیې دوه اړخیزه تجارت په ۲۰۱۱ کال کې ۵۰ ملیارده ډالر و، خو تر ۲۰۱۹ پورې ۱۱ ملیارده ته راټیټ شو.

 

د اوکرایني معضلې مخینه

په اصل کې د اوکراین پر سر د روسیې او ناټو ناندرۍ نوې نه، بلکې د کلونو اوږده مخینه لري. د شوروي اتحاد له نړېدلو وروسته اوکراین په ۱۹۹۱ کې آزادي تر لاسه کړه. د شوروي اتحاد د عروج پر مهال یاد اتحاد د اټومي سلاوو زېرمې جوړې کړې، چې لویه برخه یې د اوسني اوکراین په خاوره کې وه. کله چې شوروي اتحاد ونړېد، دغه وسلې له اوکراین سره پاتې شوې، خو اوکراین په ۱۹۹۵ کې یادې سلاوې بیرته روسیې ته په دې شرط وسپارلې، چې مسکو به د اوکراین د ارضي تمامیت درناوی کوي. په ۲۰۰۰ کال کې روسیې له برېټانیا سره یو تړون لاسلیک کړ، چې د اوکراین د آزادۍ پخلی یې پکې وکړ او زیاته یې کړه چې روسیه به د اوکراین او د پخواني شوروي اتحاد غړو هیوادونو ته اجازه ورکوي، چې د هر هیواد یا سازمان سره چې تړون کول غواړي، مسکو به یې مخنیوی نه کوي.

خو په ۲۰۱۴ کال کې دا هر څه هغه مهال له منځه ولاړل کله چې د روسیې ملاتړ درلودونکي اوکرایني ولسمشر ویکټور یانوکوویچ له انګلستان سره د اتحادي تړون له لاسلیکولو څخه په شا شو. یاد تړون په اقتصادي او سیاسي دواړو مجالاتو کې د اوکراین لپاره ډېره ګټه درلودله، خو یانوکوویچ د دې پر ځای د ایروشین اکنامک یونین چې مسکو پر مخ وړل، لور ته میلان وښود. د ولسمشر له دې پرېکړې سره د اوکراین په پلازمېنه کییف کې پراخ لاریونونه پیل شول چې له امله یې یانوکوویچ اړ شو چې له هیواده وتښتي.

د همدې ناکراریو پر مهال د اوکراین اکثرو وګړو روسي ژبه خپله مورنۍ ژبه وبلله او له ختیځ ګاونډي سره یې د ټینګو اړیکو څرګندونه وکړه. د ډونتسک او لوهانسک بیلتونپالو په ټولپوښتنه کې د اوکراین د پرېښودلو او د روسیې د اختیارولو په اړه رایه واچول شوه او د آزادۍ اعلان یې وکړ چې دې کار د اوکرایني حکومت او له روسي ملاتړ څخه برخمنو بیلتون غوښتونکو تر منځ جګړو ته لاره اواره کړه.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې، اوکراین او نورو ډېرو نړیوالو مشرانو د مسکو د هغو ژمنو پر اساس چې د اوکراین د جغرافیوي بشپړتیا او تمامیت په اړه یې کړې وې، دغه ټولپوښتنه رد کړه، خو روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د خلکو د دې اقدام ننګه ځکه وکړه چې دا د هغوی حق دی او باید ترې سلب نشي.

په ۲۰۱۴ کال کې د پراخو تظاهراتو پر مهال روسیې خپل ځانګړي ځواکونه کرېمیا ټاپو- چې جغرافیوي موقعیت یې تور او ازوف سمندرونه سره بېلوي- ته واستول او د روسیې برخه یې وګرځاوه. په دې توګه د کیریک تنګي، چې د روسیې او کرېمیا ټاپو د جغرافیې تر منځ موقعیت لري، دواړې خواوې د روسي ځواکونو تر واک لاندې راغلې. له یاد تنګي څخه د مشترکې استفادې په اړه اوکراین او روسیې په ۲۰۰۳ کال کې تړون وکړ، خو د نومبر پر ۲۴مه اوکراین دوې له سلاوو بار کښتۍ او یو ټګ د تور سمندر له اودیسا بندر څخه د ازوف سمندر بندر ته واستولې، چې تنګي ته له نږدې کېدلو سره سم روسیې پر دې اساس بیرته وګرځولې چې د دوی اوبو ته ننوتلې. اوکرایني کښتۍ د تور سمندر آزادو اوبو ته پر لارې وې چې روسیې خپله کښتۍ د اوکراین له ټګ سره وجنګوله؛ له پاسه پرې جیټ ډزې وکړې او د کښتۍ عمله د روسي چارواکو په لاس اسیره شوه.

 د ۲۰۱۴ کال په فروري کې په اوکراین کې د حکومت ضد تظاهرات رامنځته شول. د همدې کال په سپټمبر کې په بیلاروس کې د اوربند په اړه د منسک توافق لاسلیک شو، خو یاد توافق له لاسلېکېدلو څو ورځې وروسته بیرته مات شو. د ۲۰۱۴ کال د جولای په میاشت کې دغه ستونزه هغه مهال نړیواله شوه کله چې د ملائیشیا یوه مسافر وړونکې الوتکه د اوکراین په فضا کې په نښه شوه او ۲۹۸ نفره پکې ووژل شول. آزادو څېړونکو وروسته اعلان وکړ چې الوتکه یوه روسي میزائل ویشتلې ده. د ۲۰۱۵ په فروري کې د منسک نوی توافق د اوربند په اړه لاسلیک شو چې په ترڅ کې یې دواړه لوري اړ وو، چې درنې وسلې له پولو لیرې کړي. په ۲۰۱۶ کال کې بیا ناټو په شرقي اروپا کې د روسیې د مخنیوي لپاره ځواکونه ځای پر ځای کړل. د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې د اوکراین پارلمان د ناټو د غړیتوب اراده ښکاره کړه. د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له ناټو سره د پارټنرشیپ لپاره امنیتي ستراتیژي تأیید کړه. د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې روسیې د اوکراین پر بارډر د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کول پیل کړل. د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې روسیې، ناټو او OSCE په جینیوا کې د تاوتریخوالې د راکمولو په پار ډیپلوماتیکې خبرې پیل کړې او ناټو خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر وکړ. د یادو جګړو د مخنیوي په اړه رامنځته شوي دېرش اوربنده تر اوسه ناکام شوي دي.

روسیه د ګازو له پلوه د نړۍ تر ټولو ډېر غني هیواد دی او ثابت شوی ګاز یې ۴۸۹۳۸ ملیارد مکعب میتره دی.د اروپا دریمه برخه ګاز روسیه ورکوي او اتیا سلنه یې د اوکراین له خاورې تېریږي، چې له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې ګاز هم د ناندریو لامل شوی دی. اوکراین د خپلو کورنیو اړتیاوو لپاره هم د روسیې له دغه ګاز څخه استفاده کوله، چې  د دې کار له امله یې روسیه او اروپا دواړه ناخوښ وو او روسیې په کراتو ګاز پرې بند کړی دی. آخر چې روسیه د اوکراین له لوري د ګاز له دې ناقانونه استعمال څخه تنګه شوه نو د ۱۱ ملیارده ډالرو په لګښت یې نوې ګازي پروژه پیل کړه، چې ۱۲۲۲ کیلومیتره اوږدوالی لري. دغه پروژه چې د نورد سټریم ۲ په نامه یادیږي، د بالټیک سمندر له لارې اروپا ته رسیږي او تر سمندر لاندې د نړۍ تر ټولو اوږده پروژه ده. دا به اوکراین په بشپړه توګه له پامه وغورځوي او له کلني ۲ ملیارده ډالره هغه ټرانزیټ څخه به یې محروم کړي، چې روسیه یې ورکوي. اوس که چیرې د امریکا له لوري پر روسیې بندیزونه ولګیږي، دا به اروپا ته د ګازو د بندېدلو سبب شي چې له وړاندې لا د انرژۍ په بحران کې غرقه اروپا به له ډېرو نورو ننګونو سره مخ کړي.

 

 پوتین څه غواړي؟

یوازې د شوروي اتحاد ماتېدل نه و، بلکې پوتین له مودې راهیسې ویني چې د شوروي اتحاد پخواني غړي د هغې ناټو له لوري په یاد سازمان کې غړیتوب اخیستلو ته تشویقیږي، کومه چې د شوروي اتحاد د مخنیوي لپاره رامنځته شوې وه.

څو میاشتې وړاندې روسیې د اوکراین پولو ته ځواکونه استول پیل کړل او نړۍ ته یې دا تأثر ورکاوه چې دوی یوازې پوځي تمرینات کوي، خو د پوتین اراده نړۍ ته معلومه وه. د ځواکونو د ځای پر ځای کولو یو لامل دا و چې که اوکراین د ناټو عضویت خپلوي، روسیه باید پر پوله ځواکونه واچوي ترڅو د ناټو د ممکنه خطر مخه ونیسي. خو کله چې له پوتین څخه د دې تحرکاتو په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي وویل چې زه ځینې غوښتنې لرم. دغه غوښتنې The Guardian ورځپاڼې داسې راخیستې دي: لومړی، ناټو دې د ختیځ خوا ته خپل غځېدل ودروي. دویم، ناټو دې خپل ټول ځواکونه د ختیځي اروپا له هیوادونو څخه وباسي. دریم، امریکا به په شرقي اروپا کې خپلو ملګرو هیوادونو ته اټومي سلاوې نه ورکوي. څلورم، د ناټو ختیځو غړو ته د سلاوو ورکول او په دغو هیوادونو کې د ځواکونو ځای پر ځای کول دې نور بند کړل شي. پنځم، د ناټو ځواکونه دې بیرته هغو ځایونو ته ستانه کړل شي چیري چې په ۱۹۹۷ کې میشت وو چې د پولینډ، استونیا، لیتوانیا، لیتویا او د بلکان او ختیځي اروپا هیوادونه پکې راځي. شپږم، پوتین غوښتي چې غرب دې روس ته د امنیت قانوني ضمانت ورکړي.

د څېړونکو په وینا د روسیې دا غوښتنې ډېرې درنې دي. د ناټو غړو هیوادونو یې هم په ځواب کې وویل چې مسکو هڅه کوي چې په سیمه کې بیا اثر و رسوخ ولري او غواړي د ناټو غړو هیوادونو خودمختاري محدوده کړي.

 

 

جګړه ییز تصامیم

د روسیې او اوکراین په منازعه کې ناټو او اروپایي ټولنه مستقیما دخیل دي او په دې وروستیو کې د اوکراین پر سر د مسکو او ناټو غږ ډېر لوړ شو. د اروپایي کمیسیون مشرې وویل، چې په دې اړه زموږ پیغام واضح دی. که چیرې روسیه پاروونکي اقدامات وکړي، بیه به یې ورته ډېره درنه تمامه شي. همداراز امریکایي ولسمشر جوبایډن وویل چې پر اوکراین د حملې په صورت کې به پر پوتین بندیزونه ولګوي. د امریکا خارجه وزیر وویل که روسیه پر اوکراین حمله وکړي، نو سخت بندیزونه به پرې وضع کړو، چې اغېز به یې تر اوږدې مودې پورې پاتې وي. د لفظي ناندریو تر څنګ چې له دواړو لوریو د جګړې په اړه کوم تصامیم نیول کیږي، هېښوونکي دي، لکه روسیې چې د اوکراین سره پر پوله د بېړنیو حالاتو لپاره روغتونونه جوړ کړي دي؛ روسیې له اوکرایني سرحداتو سره د اسکندر په نامه نږدې هدف ویشتونکي بالستیک میزایلونه، راکټ ویشتونکي سستمونه، ټانګونه او نور ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. په مقابل کې ناټو چې دېرش غړي لري او کلنۍ بودیجه یې ۱.۵۶ ملیارده ډالر دي، هم په ورته عکس العمل لاس پورې کړی او استونیا د جاولین په نامه د ټانګونو ضد میزایلونه او لیتویا او لیتوانیا د هوایي ځواک ضد سټینګر میزایلونه په اوکراین کې ځای پر ځای کړي دي. همداراز کییف د کشف لپاره ترکۍ بیرقدار ډرون هم استعمالوي. په تېرو څو ورځو کې د امریکا له لوري د ۲۰۰ ملیارده ډالرو د ارزښت هغه پوځي توکي هم اوکراین ته ورسېدل چې بایډن په ډسمبر کې منظور کړي وو،  چې دا هر څه له ځان سره د یوې نږدې پېښېدونکې جګړې لپاره د تیاري پیغام لري.

د جګړه ییزو تیاریو تر څنګ د قضیې د ډیپلوماتیک حل په موخه له ښکیلو اړخونو سره په اروپایي هیوادونو کې د روسي چارواکو ناستې هم روانې وې، خو دا چې په خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کېده او په مسلسل ډول ناکامېدلې، نو روسیې په خپله خوا کې پر اوکرایني پوله نور ځواکونه هم واچول چې اوس یې شمېر سل زره ته رسېدلی دی.

 

که روسیه پر اوکراین حمله وکړي، پایله به یې څه وي؟

د روسیې پوځ یو د نړۍ له سترو پنځو پوځونو څخه شمېرل کیږي او په ۲۰۲۰ کال کې کرملین پر پوځ ۶۱.۷ ملیارده ډالر مصرف کړل، چې دا د حکومت د ټولو مصارفو ۱۱.۶ سلنه جوړوي او اوکراین صرف ۵.۹ ملیارده پرې مصرف کړي و چې د حکومت د ټولو مصارفو ۸.۸ سلنه کیږي. روسیه د دفاع لپاره ۴۲ ملیارده ډالره بودیجه لري او فعال او منتظر پوځ یې ۳.۵ ملیونه دی. دیارلس زره ټانګونه لري چې دغه شمېر ټانګونه د نړۍ بل هیڅ هیواد نه لري. اوویشت زره زغروال پوځي موټرونه او ۶۲۵۷ نیوکس لري چې له الوتکو، اوبتلنونو او میزایلونو څخه توغول کېدلی شي. که چیري روسیه حمله کوي، ښایي د هوا له لوري وي چې لوی پلونه، د برېښنا سټېشنونه، د اورګاډو خطونه او نور هغه ځایونه په نښه کړي چې اقتصاد ته ضربه رسوي او د یو نظام چارې سره ګډې وډې کوي. د عکس العمل په توګه به ښایي د ناټو له لوري پر مسکو درانه اقتصادي بندیزونه وضع شي. همداسې هغه مهال وشول کله چې مسکو کریمیا ټاپو د روسیې برخه وګرځاوه، نو دغو بندیزونو پر روسي اقتصاد تأثیر هم ودرلود. د فنلېنډ یوه پوهنتون د یادو بندیزونو د اغېز له ارزولو وروسته راپور خپور کړ چې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ پورې د روسیې اتیا سلنه شرکتونه چې دوی یې ارزونه کړې وه، متضرر شوي دي. روسیه او اوکراین دواړه په پراخه پېمانه غنم او حبوبات صادروي، که چیري جګړه ونښلي، نو د روسیې او اوکراین په صادراتو کې خلل رامنځته کولی شي. د بندیزونو په صورت کې به د خوراکي توکو پر قیمتونو هم ژور تأثیر ولویږي، ځکه چې واردوونکي هیوادونه د ناقرارۍ په صورت کې په متبادل ځای پسې ګوري. خو غالب ګمان دادی چې د نویو بندیزونو اختارونه به د کرملین په موقف کې چندانې تغیر رانه ولي.

 که بندیزونه وارد شي، مسکو به هم بې تفاوته پاتې نه شي او د پخواني شوروي اتحاد د غړو هیوادونو سازمان، چې د ډله ییز امنیتی تړون سازمان یا ورته نامه باندې یادیږي او کیوبا یې هم غړیتوب لري، له اثر و رسوخ څخه به کار واخلي. د جګړې د رامنځته کېدلو په صورت کې مسکو له کیوبا څخه په آسانۍ لوی امریکایي اهداف په نښه کولی شي.

 

آیا پوتین به پر اوکراین حمله وکړي؟

په قاطعیت سره نشي ویل کېدلی چې داسې به پیښ شي او کنه، ځکه چې حتی ناټو خپله د جګړې د رامنځته کېدلو او نه رامنځته کېدلو په اړه یوه خوله نه ده. مثلا امریکا او د ناټو ځینې نور غړي وایي روسیه ښایي ډېر ژر پر اوکراین حمله وکړي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل چې د روسیې حمله ډېره نږدې ده، چې ښایي د ژمني اولمپیک د لوبو پر مهال یې وکړي. خو د برېټانیا دفاع وزیر بیا وایي چې له موږ سره قوي دلایل شته چې روسیه به پر اوکراین حمله ونه کړي.

په عین حال کې چې د غربي بلاک او ناټو له لوري خپلو خلکو ته له اوکراین څخه په بېړنۍ توګه د وتلو کوم حکمونه کیږي، نه یوازې د لرې جګړې بلکې د یوې نږدې جګړې پیغام ورکوي. لکه؛ ناروې خپلو وګړو ته امر کړی، چې له اوکراین څخه ووځي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل چې څومره ژر چې ممکن وي، امریکایي وګړي دې له اوکراین څخه ووځي، ځکه چې موږ هیڅ نه پوهیږو چې په راتلونکي کې څه کېدونکي دي. برېټانیا او امریکا خپل نظامي سلاکاران له اوکراین څخه وغوښتل او په اوکراین کې امریکایي سفارت خپلو کار کوونکو ته امر کړی چې ووځي. واشنګټن او ملګرو یې خبرداری ورکړی چې روسیه ممکن په هره لحظه کې حمله وکړي. اسرائیل خو تر دې حده ګومان کوي، چې مسکو به د سه شنبې په ورځ پر اوکراین برید وکړي.

غرب له یوه لوري د اوکراین ملاتړ کوي، خو له بل لوري یې په دغسې اعلانونو او د بېړنۍ وتنې له امله اوکرایني وګړي له سختې وارختایۍ سره مخ کړي دي. تر دې حده چې کییف اړ شو چې خپلو خلکو ته د اطمینان ورکولو په اړه اعلامیه خپره کړي. اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له کریمیا ټاپو سره څېرمه خپلو ځواکونو ته وویل، چې اوس مهال د خلکو تر ټولو لوی دښمن وارختایي ده.

داسې ښکاري چې په ورته اعلانونو کولو سره ناټو لوبه کول غواړي او کرملین اقدام کولو ته پاروي. ځکه چې نه وضعیت دومره بېړنی دی او نه هم د مسکو ارادې د داسې بېړني برید ښکارندویي کوي. خو دا چې په جګړه کې د روسیې سراسر تاوان دی او هیڅ ګټه یې پکې نه ده نغښتې، ناټو هڅه کوي چې په دې تاوان یې واړوي. ځکه ورته د روسیې له لوري غبرګون وښودل شو او تل پر ډیپلوماتیک حل ټینګار کوي. پوتین د یوې نږدې جګړې خبرې په کلکه رد کړې او هغه یې «پاروونکې ګنګوسې» وبللې چې د نوموړي په وینا «د مسکو او د شوروي اتحاد له پخواني غړي سره د جګړې لامل کېدلی شي.»

 که څه هم روسیه قوي پوځ لري خو اوکراین هم ځواکمن هیواد دی او مستقیما په هر مجال کې د غرب ملاتړ لري. جګړه به روسیې ته په ډېره درنه بیه تمامه شي، ځکه چې دا به یوازې د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه نه، بلکې د ټول غربي بلاک او ناټو سره به د روسیې جنګ وي، لکه څنګه چې امریکایي ولسمشر جوبایډن په خپله وینا کې وویل، که د مسکو او واشنګټن تر منځ جګړه ونښلي نو دا به نړیواله جګړه وي. بل دا چې ناټو د شوروي اتحاد د مهارولو لپاره د سړې جګړې پر مهال رامنځته شوه او د شوروي اتحاد له نړېدلو وروسته ناټو داسې کوم مشترک هدف نه دی درلودلی چې یاد سازمان دې پرې راټول شي – پرته له خیالي او مصنوعي War on terror څخه. که روسیه پر اوکراین باندې حمله وکړي نو دا به ناټو ته د بیا یو ځای کېدلو او قوي کېدلو عامل برابر کړي او د روسیې خلاف به په پوره قوت سره ودریږي، چې دا د پوتین لپاره ښه زیری نه لري او پوتین هم دا شی احساسوي. له داسې سیناریو څخه به یوازې غرب ګټه پورته کوي چې د همدې لپاره د نږدې جګړې د پېښېدو خبرداری ورکوي.

بل دلیل چې جګړه ښایي په نږدې راتلونکي کې ونشي دادی چې روسۍ میډیا پر اوکراین د حملې یا جګړې لپاره د روسي ولس پر ذهن جوړونه او په دې اړه تبلیغاتو باندې کار نه کوي، په داسې حال کې چې کله روسیې په ۲۰۱۴م کال کې پر کریمیا ټاپو حمله کوله، نو له هغه وړاندې یې په حکومتي کچه د دې جګړې لپاره پرېمانه تبلیغات کول، چې ګواکي دا یوه مشروع جګړه ده. همدا لامل و چې کله روسیې پر کرېمیا ټاپو یرغل وکړ، نو د روسي ولس لپاره دا هیڅ د تعجب خبره نه وه، بلکې یو ډېر عادي کار ورته ښکاره شو.

که څه هم د پوتین له لوري غربي بلاک ته متعدد شرطونه وړاندې شوي دي، خو زما په اند په مجموع کې د روسیې بنسټیز هدف په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب او د شرق لور ته د ناټو د غځېدلو مخنیوی کول دي، نو په همدې توګه «په مرګ یې ونیسه په تبه یې راضي کړه» له فارمولې کار اخلي. کله چې شوروي اتحاد د ټوټه کېدو په حال و، نو د ناټو او شوروي اتحاد یا د هغه وخت روسي مشرانو تر منځ توافق وشو، چې روسیه به شرقي جرمني پرېږدي خو په مقابل کې به یې ناټو یوه لوېشت هم د شرق خوا ته نه غځیږي. خو اوس چې اوکراین د ناټو د غړیتوب هڅه کوي او ناټو یې هم هرکلی کوي، دا کار مسکو ته د منلو نه دی، ځکه چې که اوکراین د ناټو غړیتوب ولري نو د ناټو پوځ، وسائل او حربي آلات به د روسیې دروازو ته ورسیږي، چې دا په جغرافیایي لحاظ د روسیې لپاره د خطر زنګ دی. اوکراین چې د روسیې په اند د ناټو او روسیې تر منځ سره کرښه ده، روسیه به کله هم اجازه ورنکړي چې د ناټو غړی شي. تیاریانې درنې کوي، خو روسیه د جګړې اراده نه لري او نه یې هم په جګړه کې کومه سیاسي یا بله ګټه نغښتې ده، ځکه خو تل د ډیپلوماتیکو هڅو وړاندیز کوي او د روسیې له لوري د حملې امکانات ردوي. یوازینی هدف یې له اوکراین څخه د ناټو لیرې ساتل او پر هغو ژمنو ټینګول دي، چې د شرق خوا ته د نه غځېدلو په اړه یې کړې دي. د روسیې له لوري پر اوکراین د حملې امکانات کم دي، البته که چیرې اوکراین د ناټو غیږې ته ځي، ښایي پوځي ټکر به لیرې نه وي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook
Share6Tweet4
افغانان

افغانان

  • 139 Followers
  • 30.2k Followers
  • Trending
  • Comments
  • Latest

مشخصات، قیمت و تصویر گلکسی A52 سامسونگ فاش شد

مارچ 14, 2021

کار ساخت آخرین بخش پروژه خط آهن خواف – هرات آغاز شد

مې 27, 2024

شرکت برشنا قراردادهای ۱۰۴ پروژه برق را در سال گذشته امضا کرده است

مې 8, 2024

سه بازیکن افغانستان از سوی شورای بین المللی کریکت مشمول تیم تورنمنت جام جهانی ۲۰ آوره شدند

جولای 1, 2024

صادرات جلغوزه افغانستان به چین آغاز میشود

انتخابات پارلمانی در کندهار آغاز شد

وعده بهشت… اقبال چاپ یافت

در مرکز ولایت وردک انتحاری صورت ګرفته

رییس جمهور ترکمنستان: افغانستان باثبات ودرحال توسعه ی اقتصادی به نفع جهان است

جون 2, 2025

گفتگوی کابل و بیجنگ بر سر گسترش همکاری های مالی و بانکی

جون 2, 2025

هیأت برشنا برای گفتگو در باره پروژه‌های برق عازم ترکمنستان شد

جون 1, 2025

عبدالغنی برادر دو پروژه تولید برق بادی و آفتابی را در هرات افتتاح کرد

جون 1, 2025

اخبار تازه

رییس جمهور ترکمنستان: افغانستان باثبات ودرحال توسعه ی اقتصادی به نفع جهان است

جون 2, 2025

گفتگوی کابل و بیجنگ بر سر گسترش همکاری های مالی و بانکی

جون 2, 2025

© 2018 Afghanan. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • اخبار
  • تحلیل
  • اقتصاد
  • روانشناسی
  • انتخابات
  • فرهنګ
  • ورزش

© 2018 Afghanan. All rights reserved