په چين کې د افغانستان سفارت د جون په ۲۳مه نېټه د کلتوري خونې د جوړېدو مراسم تر سره او ګډونوالو یې له یوه سوداګریز نندارتون څخه هم لیدنه وکړه.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير محمد طاهر زهير د کلتوري خونې د جوړېدو په مناسبت د ویډیو له لارې د مبارکۍ وينا وکړه.
په چين کې د افغانستان سفير جاويد احمد قايم، د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي ولاديمير امامويچ نوروف، د چين د نړيوال کلتوري تګ راتګ مرکز مرستيالې ليانګ يو او د افغان سوداګرو استازي عزيزالله په دغو مراسمو کې ويناوې وکړې.
په چين کې ځينو بهرنيو ډيپلوماتانو، د اړوندو ټولنو او تصديو استازو او د خبري رسنيو خبريالانو د سفارت په بلنه د کلتوري خونې د جوړېدو په مراسمو کې ګډون کړی و.
دا کلتوري خونه په چين کې د افغانستان په سفارت کې موجوده ده. په دغه خونه کې د افغانستان د تاريخ، دودونو او کلتور په اړه ويډيوګانې، انځورونه، کتابونه، لاسي توکي، الات او ځانګړي توليدات، د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو او تګ راتګ په اړه معلومات او عکسونه نندارې ته وړاندې شول.
د يادو مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، د سفارت په انګړ کې د افغان بازار فعاليت تر سره شو او دغه بازار هم عامو خلکو ته پرانيستل شو.
په دغه نندارتون کې د زعفرانو، لاجوردو او غاليو په شمول ښايسته افغاني توليدات او خوندور افغان خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شول .