د سولې سفیرانو بهیر په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له دواړو اړخونو غوښتنه کړې ده چې له بې ځایه سرو کرښو تېر او په هېواد کې د یوې تلپاتې او سراسري سولې راتلو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي. دغه بهیر په یوه اعلامیه کې ویلي، د څلوېښت کلنې خونړۍ جګړې او غمیزې پای په څو ناستو او کتنو کې ناشونی دی، لوی زغم او تر جګړې ډیره قرباني غواړي، د ناهیلیو ترڅنګ د سولې او ارامي هیلې ډیرې دي، اوسنی فرصت افغانانو ته دا چانس ورکوي چې د خبرو له لارې جګړې او دښمنیو ته د پای ټکی کیږدي. اعلامیه کاږي، په دې وطن کې غربي او شرقي دیموکراسي او افراطیت ځای نهلري، ځکه افغانان خپل سنتي او عنعنوي ژوند لري او نه غواړي ملي، سنتي او اسلامي ارزښتونه د یوې فاسدې ډیموکراسۍ او فاسدو زورواکو انسانانو د هوسونو او ناروا غوښتنو قرباني شي. د سولې سفیرانو زیاته کړې، د سولې د هلو ځلو تر څنګ حتمي ده چې د سولې دښمنان به دا بهیر تخریبوي، هغوی هېله ښودلې چې په راتلونکې کې په دوحه کې د سولې د خبرو له دواړو اړخونو څخه د سولې د مذاکرتو په اړوند ښه خبرونه ولري.

























