د واما تحقیق او نتایجو ادارې لخوا تر سره شوې نظر پوښتنه ښیي، چې د افغان سیاسیونو، د نظر خاوندانو او لیکوالانو لخوا وړاندیز شوی، څو په بین الافغاني مذاکراتو کې دې اوربند د بحث لومړی ټکی وي، ځکه دا کار د اعتماد جوړونې لپاره اړین او ضروري ګام دی.
په دغه نظر پوښتنه کې له شنونکو پوښتل شوي دي، چې ددوی په نظر د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا پنځه مهم ټکي باید کوم وي.
دغه راز د نظر ډېری خاوندانو په مذاکراتو کې د راتلونکي نظام په اړه بحث او خبرې اترې دويم ډېر وړاندیز شوی ټکی ښودلی او په دې اړه یې هره مذاکره او پرېکړه د وطن د لوړو ګټو په پام کې نیولو سره پېشنهاد کړې ده.
همدا راز شنونکو د مذاکراتو په اجنډا کې د موقتې یا انتقالي ادارې منځ ته راتلل، درېیم ډېر پېشنهاد شوی ټکی یاد کړی او دلیل یې دا راوړی، چې طالبان نه غواړي د اوسنۍ ادارې په چوکاټ کې نظام ته را دننه شي.
په مذاکراتو کې د څلورم ډېر پېشنهادي ټکي په توګه د شنونکو ډېر تمرکز، د افغانستان د اوسني اساسي قانون پر تعدیل دی. د دوی په نظر، چې طالبان یې په اړه ملاحظات لري او په خبرو اترو کې به تر بحث لاندې ونیول شي.
د وروستي او پنځم ټکي په توګه، ډېری نظر ورکوونکي، د طالب جنګیالیو د برخلیک مسأله وړاندیزوي او وایي، چې د طالب جنګیالیو خوشې کول، د هغوی بې وسلې کول او په ټوله کې طالبان د نظام برخه ګرځول، هغه څه دي چې باید بحث پرې وشي.
نظر ور کوونکي پر یادو وړاندیز شویو ټکو سربېره، د مېرمنو او بشر حقونه، د بندیانو خلاصون او سیاسي مشارکت موضوع ګانې، د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا ټکي بولي او خپل دلایل ورته وړاندې کوي.

























