په افغانستان کې د چین لوی سفارت د (چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو اویایمه کلیزه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځله. دې غونډې ته د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د اجرایه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان او ګڼ شمېر نور لوړ پوړي افغان چارواکي ورغلي و. د غونډې په پیل کې په افغانستان کې د چین سفارت شارژدافیر (وانگ دا شوه) په ۱۹۴۹ مېلادي کال کې د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو په اړه خبرې وکړې او ورسته یې له ۱۹۵۵ کال را په دېخوا د چین او افغانستان د سیاسي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وویل هېواد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې غوښتنکی دی او غواړي په دغه کې اوسنۍ خونړۍ جګړې د خبرو له لارې پای ته ورسېږي. وانگ د چین او افغانستان تر منځ په پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د ټینګار تر څنګ وویل، چې هېواد به یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې مرستې او همکارۍ جاري وساتي. وروسته د اجراییه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان چینایانو ته د چین د ولسي جمهوریت د جوړېد د اویایمې کلیزې د مبارکۍ تر څنګ د افغانستان په اړه د چین هېواد د ښه نیت او له دوه اړخیزې همکارۍ مننه وکړه. نوموړي چین د افغانستان یو ښه ګاونډی یاد کړ. ده ویل، هیله ده د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي، فرهنګي او اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړي شي.افغانستان په ۱۹۵۵ کال کې له چین سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې پیل کړې دي.


























