د چين او روسيې مشرانو په مسکو کې د نړيوال ستراتيژيک ثبات د پياوړتيا په اړه ګډه اعلاميه لاسليک کړه او د نړيوال ستراتيژيک ثبات د ساتلو اعلان يې وکړ. د چين د دولت ریيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې په اوس وخت کې نړيوال ستراتيژيک ثبات ساتل ځانګړی اهميت لري او د چين او روسيې مسؤلانه روحيه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو مثبت اغېز منعکس کوي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه، چين او روسيه به په دومداره توګه له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د ملګرو ملتونو په مرکزيت او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ له نړيوال سيستم څخه دفاع وکړي او څو اړخيز تجارتي سيستم به خوندي وساتي، په پيچلي نړيوال وضعيت کې به پياوړې مثبتې انرژۍ برابرې کړي او د بشريت د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ لپاره به نوي خدمتونه وکړي. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين وويل چې روسيه او چين بايد په پر له پسې توګه د سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه د يو اړخيزم او د ملاتړ کوونکو سره مقابله وکړي څو نړيواله سوله او ثبات وساتل شي.