د چين د دولت رييس شي جين پينګ په مسکو کې د روسيې له صدراعظم دميتري مدوېدف سره وکتل. شي جين پينګ په دغه کتنه کې وويل، سږ کال د چين او روسيې ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۷۰مې کاليزې سره برابر دی. د چين او روسيې ترمنځ اړيکې د مقابل باور، د همغږې سويې او د ستراتيژيک ارزښت په برخو کې د نورو لويو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په پرتله په لوړه سويه ټينګې شوې دي او د نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي. د چين او روسيې ترمنځ اړيکې نوې زمانې ته ننوتلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریو اړيکو نوی ارزښت راپيدا شوی دی. چين او روسيه بايد د پېچليو نړيوالو حالاتو پر وړاندې، په تېره بيا پر تازه سمسور بازاري هېوادونو د ناروا محدوديت پر وړاندې خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې نورې ژورې کړي چې دا نه يوازې د دواړو هېوادونو او خلکو د ګټو د ساتلو لپاره، بلکې د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا د ساتلو لپاره ډېر اهميت لري. صدراعظم مدويديف وويل، پرون د دواړو هېوادونو مشرانو د دوو اعلاميو په لاسليکولو سره اعلان وکړ چې د روسيې او چين ترمنځ اړيکې نوې زمانې ته ننوتلې دي او دا ډېر اهميت لري. اوسمهال ځېني هېوادونه په ښکاره توګه له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له اساسي اصولو څخه سرغړونه کوي او پر نورو هېوادونو او بهرنيو تصديو باندې بنديزونه لګوي. دا د نړيوال اقتصاد د زياتوالي پر وړاندې خنډونه اچوي او د نړيوالو سوداګريو پرمختګ ته زيانونه رسوي. دغه عمل تنګ نظري او زيان رسوونکی دی. روسيه او چين بايد د دواړو هېوادونو او د نړيوالې ټولنې پر مخ د ګډو ننګونو د ليرې کولو لپاره ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي، څو نړيواله سوله او پرمختګ وساتل شي. روسيه غواړي له چين سره يو ځای د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو د منظمې کتنې د مکانيزم په چوکاټ کې د دواړو مشرانو ترمنځ د تر لاسه شويو ګډو نظريو د پلې کولو او د اروپا او اسيا اقتصادي ټولنې او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ ترمنځ د پيوستون لپاره لا نژدې همکارۍ وکړي