21 °c
Kabul
14 ° یکشنبه
14 ° دوشنبه
14 ° سه شنبه
14 ° چهارشنبه
دوشنبه, سپتمبر 14, 2026
افغانان
  • خانه
  • اخبار
    • All
    • افغانستان
    • جهان
    • خاور میانه

    والی هلمند و یوناما درباره چالش‌های کلیدی این ولایت گفتگو کردند

    احیای بیش از پانزده هنر قدیمی و سنتی هرات در دارالفنون این ولایت

    سفیر چین در دیدار تودیعی با متقی بر گسترش روابط دوجانبه تأکید کردند

    رئیس یک مؤسسه خارجی: کشورهای غربی سفارت خود را در افغانستان باز کنند

    نشست سه‌جانبه درباره مشکلات مهاجرین افغان در کابل برگزار می‌شود

    ترمپ می‌گوید از آغاز جنگ با ایران پشیمان نیست

    Trending Tags

  • تحلیل

    برېکس(BRICS) د نړیوال ځواک د نوي توازن لپاره راټوکېدونکی ستراتیژیک محور

    د ځواک تر شا باور؛ ایا د ژمنو عملي کول د چین د نړیوال نفوذ نوې سرچینه ده؟

    د همکارۍ په سیمه کې د تقابل اور؛ د جاپان نوي پوځي سیاستونه او پر نړیوال ثبات یې منفي اغېزې

    گشودگی و همکاری: فرصت‌های نوین برای توسعه

    پانزدهمین برنامه پنج‌ ساله: هدایت توسعه چین و ایجاد ثبات و فرصت‌ها برای جهان

    د چین تر ټولو اوږده رخصتي (د پسرلي جشن) څنګه لګښت زیاتوي؟

    جفري اپسټین: د لودیځ د عدالت پر سټیج، د واک، نفوذ او کنټرول د تمثیل بربنډیدل

    هفت دهه دوستی رسمی و همسایگیِ مبتنی بر اعتماد میان افغانستان و چین

  • اقتصاد
  • تکنالوژي

    پوهنځی هوافضا و سیستم‌های پیشرفته هوایی در پولی‌تخنیک کابل ایجاد شد

    وزارت مخابرات: افغانستان فعلاً انترنت را به آسیای مرکزی ترانزیت می‌کند

    اشتباه ۹۶٪ شرکت‌ها در پروژ‌های هوش مصنوعی: کار روی ده‌ها پروژه سطحی

    کاربردهای استفاده از هوش مصنوعی در زندگی

    برای نخستین بار لابراتوار بررسی محصولات زراعتی در کندهار ایجاد شد

    اپل از آیفون ۱۷ ایر، ایرپادز پرو ۳ و ساعت‌های هوشمند جدید رونمایی کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    یک سایت جدید مخابراتی در پکتیکا به فعالیت آغاز کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

  • انتخابات
  • فرهنګ
    • کتاب
  • ورزش
  • روانشناسی
  • درباره ما
No Result
View All Result
  • خانه
  • اخبار
    • All
    • افغانستان
    • جهان
    • خاور میانه

    والی هلمند و یوناما درباره چالش‌های کلیدی این ولایت گفتگو کردند

    احیای بیش از پانزده هنر قدیمی و سنتی هرات در دارالفنون این ولایت

    سفیر چین در دیدار تودیعی با متقی بر گسترش روابط دوجانبه تأکید کردند

    رئیس یک مؤسسه خارجی: کشورهای غربی سفارت خود را در افغانستان باز کنند

    نشست سه‌جانبه درباره مشکلات مهاجرین افغان در کابل برگزار می‌شود

    ترمپ می‌گوید از آغاز جنگ با ایران پشیمان نیست

    Trending Tags

  • تحلیل

    برېکس(BRICS) د نړیوال ځواک د نوي توازن لپاره راټوکېدونکی ستراتیژیک محور

    د ځواک تر شا باور؛ ایا د ژمنو عملي کول د چین د نړیوال نفوذ نوې سرچینه ده؟

    د همکارۍ په سیمه کې د تقابل اور؛ د جاپان نوي پوځي سیاستونه او پر نړیوال ثبات یې منفي اغېزې

    گشودگی و همکاری: فرصت‌های نوین برای توسعه

    پانزدهمین برنامه پنج‌ ساله: هدایت توسعه چین و ایجاد ثبات و فرصت‌ها برای جهان

    د چین تر ټولو اوږده رخصتي (د پسرلي جشن) څنګه لګښت زیاتوي؟

    جفري اپسټین: د لودیځ د عدالت پر سټیج، د واک، نفوذ او کنټرول د تمثیل بربنډیدل

    هفت دهه دوستی رسمی و همسایگیِ مبتنی بر اعتماد میان افغانستان و چین

  • اقتصاد
  • تکنالوژي

    پوهنځی هوافضا و سیستم‌های پیشرفته هوایی در پولی‌تخنیک کابل ایجاد شد

    وزارت مخابرات: افغانستان فعلاً انترنت را به آسیای مرکزی ترانزیت می‌کند

    اشتباه ۹۶٪ شرکت‌ها در پروژ‌های هوش مصنوعی: کار روی ده‌ها پروژه سطحی

    کاربردهای استفاده از هوش مصنوعی در زندگی

    برای نخستین بار لابراتوار بررسی محصولات زراعتی در کندهار ایجاد شد

    اپل از آیفون ۱۷ ایر، ایرپادز پرو ۳ و ساعت‌های هوشمند جدید رونمایی کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    یک سایت جدید مخابراتی در پکتیکا به فعالیت آغاز کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

  • انتخابات
  • فرهنګ
    • کتاب
  • ورزش
  • روانشناسی
  • درباره ما
No Result
View All Result
افغانان
No Result
View All Result
Home تحلیل

برېکس(BRICS) د نړیوال ځواک د نوي توازن لپاره راټوکېدونکی ستراتیژیک محور

افغانان by افغانان
سپتمبر 14, 2026
in تحلیل
8 0
0
8
SHARES
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: ذبیح الله افغان

د نړۍ په اوسني سیاسي او اقتصادي چاپېریال کې د بریکس(BRICS)د ۱۸مې سرمشریزې جوړېدل او د چین د ولسمشر شي جین پینګ حضور یوازې یوه عادي نړیواله غونډه نه ده؛ بلکې د نړیوال ځواک د توازن د تدریجي بدلون یوه مهمه نښه ده. هغه نړیوال جوړښت چې د شلمې پېړۍ له دویمې نیمايي راهیسې تر ډېره د امریکا او لویدیځو قدرتونو پر اقتصادي، مالي، پوځي او سیاسي برلاسۍ ولاړ و، اوس له داسې بدلون سره مخ دی چې د آسیا، افریقا، منځني ختیځ او لاتینې امریکا مخ پر ودې قدرتونه غواړي د خپل اقتصادي، نفوسي او جغرافیایي وزن مطابق د نړیوال تصمیم‌نیونې په جوړښت کې ونډه ولري. بریکس د همدې تحول له مهمو نښو څخه دی او چین د خپل پراخ اقتصادي ظرفیت، صنعتي ځواک، نړیوالو سوداګریزو اړیکو او دیپلوماتیک نفوذ له امله، په دې بهیر کې ځانګړی ځای لري.

بریکس په پیل کې د برازیل، روسیې، هند او چین د همکارۍ له یوه اقتصادي تصور څخه رامنځته شو او وروسته جنوبي افریقا هم ورسره یوځای شوه. د دې ډلې د رامنځته کېدو تر شا اساسي منطق دا و چې نړیوال اقتصاد بدل شوی، خو د نړیوالو مالي او سیاسي ادارو جوړښت لا هم د دې بدلون بشپړ انعکاس نه کوي. د نړۍ په اقتصاد کې د مخ پر ودې هېوادونو ونډه زیاته شوې، خو د نړیوالو مالي ادارو په تصمیم‌نیونه کې د هغوی نفوذ لا هم د دوی له واقعي اقتصادي وزن سره په بشپړه توګه برابر نه دی. بریکس په همدې تشه کې د داسې چوکاټ په توګه راڅرګند شو چې د نړیوال جنوب هېوادونه وکولای شي خپلې ګډې اقتصادي، مالي او سیاسي غوښتنې په منظم ډول مطرح کړي.

د بریکس اهمیت یوازې د غړو هېوادونو په شمېر کې نه دی؛ بلکې د هغو هېوادونو په اقتصادي، نفوسي، جغرافیایي، انرژۍ او طبیعي سرچینو کې دی چې په دې جوړښت کې سره راټولېږي. د نړۍ لوی بازارونه، د انرژۍ مهم تولیدوونکي، د طبیعي سرچینو ستر صادرونکي، د چټکې اقتصادي ودې خاوندان او د نړۍ د نفوس یوه ستره برخه د دې پراخېدونکي جوړښت برخه ده. له همدې امله بریکس کولای شي د نړیوال اقتصاد په نقشه کې د یوه داسې مهم مرکز بڼه خپله کړي چې د لویدیځو اقتصادي مرکزونو ترڅنګ د نړۍ د اقتصادي او سیاسي قدرت د څو مرکزونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

د بریکس د ۱۸مې سرمشریزې په ترڅ کې د چین د ولسمشر شي جین پینګ حضور دې بهیر ته ځانګړی سیاسي اهمیت ورکوي. د هغه د وینا اصلي پیغام دا و چې بریکس باید د نړیوال جنوب د غږ د پیاوړتیا، د نړیوالې حکومتولۍ د اصلاح او د نړیوال نظام د لا عادلانه او څو قطبي کېدو لپاره مخکښ رول ولوبوي. د شي جین پینګ په لیدلوري کې بریکس باید یوازې د اقتصادي همکاریو یوه ډله نه وي؛ بلکې باید د نوښت او ټکنالوژۍ، سولې او ثبات، د تمدنونو د متقابل درناوي او د نړیوالې حکومتولۍ د اصلاح په برخو کې هم فعال رول ولري.

دا لیدلوری د بریکس د راتلونکي لپاره د چین د ستراتیژیک تصور یوه مهمه برخه څرګندوي. د شي جین پینګ له نظره نړۍ د ژورو بدلونونو په حال کې ده، نړیوال جنوب مخ پر پیاوړتیا دی او د څو قطبي نړۍ تمایل ورځ تر بلې زیاتېږي؛ خو له بلې خوا یو اړخیزم، د زور سیاست، اقتصادي فشارونه او د بلاکونو پر بنسټ سیالي د نړیوال ثبات لپاره نوي ننګونې رامنځته کوي. له همدې امله بریکس باید د داسې نړیوال چاپېریال د جوړېدو لپاره کار وکړي چې پکې د هېوادونو حاکمیت، برابرۍ او د متقابل احترام اصلونه پیاوړي شي.

د شي جین پینګ د وینا له مهمو ټکو څخه یو هم د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ مسئله وه. د هغه له نظره، نړۍ د یوه نوي صنعتي او ټکنالوژیک انقلاب په درشل کې ده او مصنوعي ځیرکتیا به د راتلونکي اقتصادي او صنعتي ځواک په ټاکلو کې مهم رول ولري. له همدې امله بریکس باید د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خپلې ګډې همکارۍ پراخې کړي، د ټکنالوژۍ د شریکولو او خلاصو سرچینو ملاتړ وکړي او د نوې صنعتي کېدو له بهیر سره د نړیوال جنوب هېوادونه وتړي.

د شي جین پینګ د وینا بل مهم محور د سولې او نړیوال ثبات مسئله وه. هغه ټینګار وکړ چې بریکس باید د سولې او ثبات په ساتلو کې مخکښ رول ولوبوي، د سړې جګړې له ذهنیت او بلاکي مقابلې سره مخالفت وکړي او د نړیوالو شخړو د سیاسي او سوله‌ییز حل ملاتړ وکړي. د منځني ختیځ په اړه د هغه څرګندونې هم د همدې لیدلوري برخه وې. هغه د جګړو د پای ته رسېدو، دایمي اوربند، سیاسي حل او د سیمه‌ییز امنیت د نوي جوړښت غوښتنه وکړه او د فلسطین مسئلې د حل لپاره یې د دوو دولتونو د حل ملاتړ څرګند کړ.

دا دریځ د بریکس د احتمالي راتلونکي سیاسي نقش لپاره مهم دی. که دغه سازمان یوازې د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په چوکاټ کې پاتې شي، نړیوال سیاسي نفوذ به یې محدود وي؛ خو که د نړیوالو شخړو، سیمه‌ییزو بحرانونو او د سولې د هڅو په برخه کې هم د یوه مهم ډیپلوماټیک پلاتفورم په توګه خپل ظرفیت پیاوړی کړي، نو په نړیوال سیاست کې یې وزن لا زیاتېدلی شي.

د دې ترڅنګ د نړیوالې حکومتولۍ اصلاح د شي جین پینګ د وینا له مهمو محورونو څخه وه. هغه ټینګار وکړ چې نړیوالې ادارې باید د نړۍ د اوسني اقتصادي او نفوسي واقعیت انعکاس وکړي او مخ پر ودې هېوادونو ته باید د نړیوال تصمیم‌نیونې په جوړښت کې د دوی د واقعي وزن مطابق ونډه ورکړل شي. د ملګرو ملتونو د مرکزي رول، د نړیوال تجارت د څو اړخیز نظام او د سوداګریزو اړیکو د عادلانه کولو ملاتړ د همدې لیدلوري برخه ده.

په دې ټول بهیر کې د چین رول تر ټولو مهم دی. چین د بریکس تر ټولو لوی اقتصادي ځواک دی او د دې سازمان د نړیوال وزن په رامنځته کولو کې یې اقتصادي ظرفیت اساسي اهمیت لري. د چین ځواک یوازې د خپل لوی اقتصاد له امله نه دی؛ بلکې په نړیوال صنعتي تولید، صادراتو، سوداګرۍ، زیربناوو، ټکنالوژۍ او نړیوالو عرضه‌ ځنځیرونو کې یې پراخ حضور د دغه هېواد اصلي قوت جوړوي.

چین په یو وخت کې د نړۍ د ډېرو هېوادونو لپاره تولیدوونکی، مصرفونکی، سوداګریز شریک، پانګه‌وال او ټکنالوژۍ برابرونکی دی. له همدې امله د چین اقتصادي سیاستونه د دغه هېواد له پولو ډېر هاخوا نړیوالې پایلې لري. دا اقتصادي وزن چین ته دا توان هم ورکوي چې اقتصادي ظرفیت په نړیوال سیاسي او دیپلوماتیک نفوذ بدل کړي.

همدا ځای دی چې بریکس د چین لپاره ځانګړی اهمیت پیدا کوي. دا سازمان چین ته فرصت ورکوي چې له روسیې، هند، برازیل، افریقایي هېوادونو، منځني ختیځ او نورو مخ پر ودې اقتصادونو سره په یوه ګډ چوکاټ کې اړیکې پراخې کړي او د نړیوالو مسایلو په اړه د لویدیځ له دودیزو مرکزونو څخه بهر د همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.

له همدې امله د چین لپاره بریکس یوازې یو اقتصادي سازمان نه دی؛ بلکې د نړیوال نظام د څو قطبي کولو په ستراتیژۍ کې یوه مهمه وسیله ده. د چین لپاره تر ټولو مناسب نړیوال چاپېریال هغه دی چې امریکا یوازینی غالب مرکز ونه اوسي او چین وکولای شي د نړیوال نظام د قواعدو، ادارو او اقتصادي جوړښتونو په جوړولو کې د یوه اصلي قطب په توګه رول ولري.

د بریکس یوه مهمه عملي لاسته راوړنه د نوي پراختیايي بانک رامنځته کېدل دي. دغه بانک د غړو او نورو مخ پر ودې هېوادونو د زیربناوو او دوامدار پرمختګ د پروژو د تمویل لپاره جوړ شوی او دا ښيي چې بریکس یوازې د سیاسي اعلامیو او نړیوالو غونډو مجموعه نه ده؛ بلکې هڅه کوي د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د تمویل او پرمختګ بدیلې لارې هم رامنځته کړي.

د افغانستان لپاره هم د بریکس د پراخېدونکي نفوذ موضوع د پام وړ اهمیت لري. افغانستان په داسې جغرافیه کې موقعیت لري چې د آسیا د راتلونکو اقتصادي، ترانزیټي او انرژۍ اړیکو لپاره مهمه ده. که بریکس هېوادونه د سیمه‌ییز اتصال، انرژۍ، ترانسپورټ، سوداګرۍ او زیربناوو په پراختیا کې همکاري زیاته کړي، افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د سیمه‌ییز اتصال له فرصتونو څخه ګټه واخلي.

خو جغرافیه په خپله اقتصادي فرصت نه جوړوي. د افغانستان لپاره د دې فرصتونو د عملي کېدو شرطونه امنیت، بانکي اړیکې، سوداګریز باور، زیربناوې، سیمه‌ییز اتصال او له ګاونډیو او سیمه‌ییزو قدرتونو سره فعال اقتصادي تعامل دي. که افغانستان وکولای شي خپل جغرافیایي موقعیت له اقتصادي ډیپلوماسۍ سره وتړي، د سیمه‌ییزو بازارونو، ترانزیټي دهلېزونو، انرژۍ او سوداګرۍ په راتلونکي جوړښت کې د یوه مهم اتصال په توګه مطرح کېدای شي.

د شي جین پینګ د ۱۸مې سرمشریزې وینا په همدې تحول کې د چین د لیدلوري یوه مهمه اعلامیه وه. د هغه پیغام دا و چې بریکس باید د نړیوال جنوب د اقتصادي وزن انعکاس کوونکی، د ټکنالوژیک پرمختګ شریک پلاتفورم، د سولې او ثبات ملاتړی او د نړیوالې حکومتولۍ د اصلاح لپاره فعال ځواک شي. په بل عبارت، چین غواړي بریکس له یوه پراخېدونکي اقتصادي فورم څخه په داسې عملي ستراتیژیک پلاتفورم بدل کړي چې د نړیوال جنوب د ګډ وزن لپاره سیاسي، اقتصادي او ټکنالوژیکه فضا رامنځته کړي.

په دې بدلون کې د چین راتلونکی رول هم له همدې ځایه ارزول کېږي. چین نه یوازې د بریکس تر ټولو لوی اقتصادي ځواک دی، بلکې د نړیوال جنوب له ډېرو هېوادونو سره پراخې سوداګریزې، اقتصادي او زیربنايي اړیکې لري. له همدې امله د بریکس راتلونکی تر یوه حده د چین پر اقتصادي ځواک، دیپلوماتیکې وړتیا او له هند، روسیې او نورو غړو سره د ګډو ګټو د رامنځته کولو پر توان پورې تړلی دی.

د شي جین پینګ حضور په همدې معنا یوازې په یوه نړیواله غونډه کې د چین د ولسمشر ګډون نه دی؛ بلکې دا پیغام هم دی چې چین غواړي په راتلونکي نړیوال نظام کې د یوه عادي لوی هېواد په توګه نه، بلکې د نړیوال ځواک له اصلي قطبونو څخه د یوه قطب په توګه حضور ولري. بریکس چین ته د همدې ستراتیژیک حضور لپاره پراخه فضا برابروي.

که دا بهیر بریالی شي، بریکس به د معاصر نړیوال سیاست په تاریخ کې یوازې د یوه اقتصادي فورم په توګه نه، بلکې د نړیوال ځواک د بیا وېش، د نړیوال جنوب د پیاوړتیا او د څو قطبي نړۍ د رامنځته کېدو له مهمو بنسټونو څخه یاد شي؛ او په دې بدلون کې به چین د تر ټولو مهمو او اغېزناکو قدرتونو له ډلې څخه وي.

Share this:

  • Share on X (Opens in new window) X
  • Share on Facebook (Opens in new window) Facebook
Share3Tweet2
افغانان

افغانان

  • 136 Followers
  • 30.2k Followers
  • Trending
  • Comments
  • Latest

مشخصات، قیمت و تصویر گلکسی A52 سامسونگ فاش شد

مارچ 14, 2021

کار ساخت آخرین بخش پروژه خط آهن خواف – هرات آغاز شد

مې 27, 2024

شرکت برشنا قراردادهای ۱۰۴ پروژه برق را در سال گذشته امضا کرده است

مې 8, 2024

سه بازیکن افغانستان از سوی شورای بین المللی کریکت مشمول تیم تورنمنت جام جهانی ۲۰ آوره شدند

جولای 1, 2024

گام استوار چین برای ادامۀ روند اصلاحات و درهای باز

سیگر: حکومت تنها در ۵۵.۵ درصد ولسوالی‌های کشور حاکمیت دارد

وزارت مالیه: ۵۱ درصد بودجۀ سال ۱۳۹۸ را خارجی‌ها می‌پردازند

غنی: باز نامزد ریاست جمهوری می‌شوم

والی هلمند و یوناما درباره چالش‌های کلیدی این ولایت گفتگو کردند

سپتمبر 14, 2026

برېکس(BRICS) د نړیوال ځواک د نوي توازن لپاره راټوکېدونکی ستراتیژیک محور

سپتمبر 14, 2026

احیای بیش از پانزده هنر قدیمی و سنتی هرات در دارالفنون این ولایت

سپتمبر 14, 2026

سفیر چین در دیدار تودیعی با متقی بر گسترش روابط دوجانبه تأکید کردند

سپتمبر 13, 2026

اخبار تازه

والی هلمند و یوناما درباره چالش‌های کلیدی این ولایت گفتگو کردند

سپتمبر 14, 2026

برېکس(BRICS) د نړیوال ځواک د نوي توازن لپاره راټوکېدونکی ستراتیژیک محور

سپتمبر 14, 2026

© 2018 Afghanan. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • اخبار
  • تحلیل
  • اقتصاد
  • روانشناسی
  • انتخابات
  • فرهنګ
  • ورزش

© 2018 Afghanan. All rights reserved