لیکوال: ذبیح الله افغان، سیاسي شنونکی
د چین ولسمشر شي جین پینګ د نړیوال مدیریت لپاره د نوی نظم په اړه د وینا په ترڅ کې چې د ۲۰۲۵ کال سپټمبر په لومړې نېټه ترسره شوه د شانګهای همکاریو سازمان په ناسته کې دا بحث مطرح کړ. نوموړي د نړۍ د مدیریت په اړه د نوی نظم په رامنځته کولو د نورو هېوادونو د مشرانو په پرتله ډیر تاکیدو وکړو، او د دې موضوع د اهمیت په اړه یې د سیمې او نړۍ په سطحه د داسې نظم خبره یاده کړه چې د نړۍ هېوادونو د نورو هېوادونو ترمنځ د تعامل او همکارۍ بستر رامنځته کړي نه د تقابل او تاوتریخوالي. دا ډول سولیز پیغام د سیمې او نړۍ هېوادنو ته خورا روښانه پیغام وړاندې کوي چې چین د سولې پلوی ملت دی او مشران یې تل د نورو هېوادونو د نېکمرغۍ خبره او پیغام لیږدوي. شي جین پینګ د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه: چې نړیوال مدیریت باید د یو شمیر هېوادونو د تسلط پر ځای د ټولو هېوادونو لپاره مساوي او عادلانه وي، هغه د نړیوال ټول ګډونه اقتصاد غوښتنه وکړه، چې د ټولو هېوادونو لپاره ځانګړی ارزښت لري. ښاغلی شي جین پینګ په داسې حال کې د نوی نظم موضوع رامنځته کوي، چې لویدیځ تل د نړیوال نظم اصطلاح په داسې جریت کاروي چې یوازې د لویدیځ د ګټو د خوندی ګولو لپاره کار وکړي او همغه د دوي په لاس جوړ شوی نظم پر نورو هېوادونو تحمیل کړي.
نوموړی زیاتوي چې د شانګهای نړیوال سازمان باید د نړیوال مدیریت او نړیوال نظم په برخه کې نور مخکښ واوسي او په دې برخه کې د وړ مالي سرچینو د رامنځته کولو کلک هوډ لري.
د نړیوال مدیریت او نړیوال نظم اصطلاح کله چې د ولسمشر شي جین پینګ له خوا وکارول شوه، د روسیې او هند د یوالي نښه یې له ځان سره ونښلوله. دا هغه مشترکه موخه ده چې د نړۍ د راتلونکي نظم اساس رامنځته کوي او د نړیوالو نښو ښکارندوي کوي چې پیل یې چین په پوره ژمنتیا ترسره کړی دی. د دې موخې ترلاسه کولو لپآره د چین سټراټیژیستانو درک کړې چې د لارې او کمربند پراختیا تر ټولو مهمه محرکه ګنل کیږي، څو د مرکزي اسیا ترمنځ د اتصال په اساس راکړه ورکړه ترسره شي او له دې لارې د نړیوال مدیریت او نړیوال نظم اصطلاح د ملتونو ترمنځ مطرح شي. د چین رسمي موقف هم دا دی چې نړیوال مدیریت او نړیوال نظم د ملتونو ترمنځ یوه عادلانه پریکړه ده. نن ورځ تر بل هرې ورځې د لویدیځ په لاس جوړ شوی نظم له پراخه بې نظمۍ سره مخ دی. د دوي مصنوعی جوړ شوی نظم ددې ښکارندوي کوي چې کمزوري ملتونو تل کمزوري ساتي او ځواکمن حکمتونه تل دوي د خپلو موخو لپاره کاروي او که اړتیا شوه په ډیره وحشت یې له منځه وړي، چې د فلسطین ولس یې تر ټولو ښه بیلګه کیدایشي. د نوی مدیریت په اساس د نړۍ د نوی نظم رامنځته کولو خبره د ځواکمنو حکمتونو او ملتونو د وړتیاوو په اساس ترسره کیږي. دغې موخې ته رسیدل او د چین مسولانه موقف او ژمن کار ددې ښکارندوي کوي چې دا خوب ډیر ژر په واقعیت د بدلیدو وړ دی. د دې مدیریت د پیل لپاره هغه کړنې چې اړتیا یې لیدل کیده د ترسره کیدو په حال کې دي، د بریکس رامنځته کول موخه دا ده څو ټول همغږي سیمیز او نړیوال قوتونه یوه واحده کرنسي وکاروي او دا خپله د نوی نظم پیلامه ګڼلی شو. د ښاغلي شي جین پینګ د دې موخې د تعریف په بیان کې په ښکاره لیدل کیدل چې د پراخه سیمیزو او نړیوالو اقتصادي شبکو جوړول یې تر ټولو مهمه موخه وه چې پوره معنا د تمرکز وړ ده، ځکه له اقتصادي اړخه د نوی نظم رامنځته کوونکي که په ځان بسیا وي د نړۍ نور هېوادونه یې خپله خبرې ته غوږ ږدي او د دوي د اړتیا د پوره کولو په اساس یې اهمیت هره ورځ مخ پر وړاندې زیاتیږي.
د نړیوالو څېړونکو د څیړنو په اساس د نوي نظم د رامنځته کولو لپاره تر ټولو مناسب وخت همدا اوس دی او د نړۍ ټول عام ذهنیت دې ته اماده دی چې نوی نظم تجربه کړي. کله چې ولسمشر شي جین پینګ د نوی مدیریت له اړخه د نوی نظم خبره کوي دا خپله نړیوالو ته د باور وړ ده ځکه د لویدیځ په لاس جوړ شوي نظم چې د پراخه بې نظمې ښکارندوي کوي تل په خپلو ویلو خبرو کې پاتې راغلی دی. د دې خلاف چین هغه هېواد دې چې لا تر اوسه یې د هېڅ هېواد په مسایلو کې ځان نه دی ښکیل کړي او تل یې نړیوالې سولې او امنیت ته کار کړی دی. د لویدیځ د نظم مطرح کرکټر ( امریکا) تل هڅه کړې چې چین په سیمه او نړۍ کې په جګړه کې ښکیل کړي خو د چین پر سولیز فکر ولاړه سټراتیژي تل د دوي هڅې ناکامه ثابتې کړې دي او د دوي د تمې خلاف یې د اقتصادي پراختیا پالیسی غوره کړې، چیرته چې ولسونه په ازاده توګه د پرمختګ دریڅې د ځان لپاره پرانیزي او نه غواړي چې هرڅه یې د اشغالګرو ځواکونو تر ولکې لاندې کنټرول شي.
د شي جین پینګ د نړیوال مدیریت نوی نظم موخه د اقتصادي، سیاسي، امنیتی او کلتوري اقداماتو د یوې پیچلې ستراتیژۍ له لارې ترلاسه کیږي، دا اقدامات به په ښکاره د چین او د ده د متحدینو هېوادونو د نفوذ حلقه پراخه او ځواکمنه کړي. او دا چاره خپله د لویدیځ د نفوذ د پراختیا پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی چې دوي یې په هغه توګه چې تمه کیږي د مقاومت عناصر هره ورځ له لاسه ورکوي. د چين مرکزي پالیسي سازانو دا درک کړې چې د نوي نظم رامنځته کول پیچلې خو ممکنه چاره ده او د دې موخو بریالیتوب به د چین د عملي اقداماتو او ډیپلوماتیکې هوښیارتیا پر بنسټ وي.
اوس پوښتنه دا ده چې د لویدیځ د نظم کرکټر د کومو سرچینو په اساس مقاومت کولای شي او چین یې پر وړاندې کوم بدلونه رامنځته کړي دي. د لویدیځ د نړیوالو سازمانو د کنټرول پالیسي یې په دې وروسیتو کې تر ټولو ډیره نا اغیزمنه او ناکامه ثابته شوې ده، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په ناسته کې په ښکاره خندونکو الفاظو د ملګرو ملتونو د ماموریت ماته نړۍ ته وړاندې کړه، د ملګرو ملتونو له ودانۍ نیولې د وروستیو جګړو تر بریده یې دغه سازمان بې کاره، ناکام او بې اغیزې یاد کړ، چې دا خبرې خپله د دوي د نړیوالو سازمانونو د نا اغیزمنتیا ښکارندوي کوي او ملتونو پر دې پوهوي چې یوازې د خپلو موخو د تعقیب لپاره مو دا ډول سازمانونه رامنځته کړي دي، خو د نړۍ په بل لوري کې ورته د شانګهای همکاریو سازمان دی چې د ملتونو د رښتینې ارادې تمثیل په ټوله معنا، معناداره کوي، په هېڅ جګړه کې ښکیل نه دی او هلته پکې کیدونکې خبرې په چټکتیا د غړو هېوادونو د روغونې او سمون لپاره عملي کیږي. اوس نړۍ هغه شعوري حالت ته رسیدلې چې په رښتینې معنا د سولې او امن راوستونکي حکمتونه او ملتونه پیژني او ترڅنګ یې په پوره رښتینولۍ ولاړ دي. د نړیوال بانګ او مالي بنسټونه رامنځته کول یې د خپل نظم د ادعا د ملاتړ په موخه رامنځته کړي دي چې په بې وزلو هېوادونو کې یې د فساد په اړه پراخ مستند معلومات شته چې د نورو ډیرو بنسټونو په پرتله دوي تر ټولو ډیر په فساد کې ښکیل دي او تل یې د جګړه پالو وکړیو د موخو د سمون په لوري خپلې پروژې عملي کړي چې دا خپله د همغه هېواد، سیمې او نړۍ د وګړیو ترمنځ د بې باور بنسټ انځور خپلوي او خپل کړی یې دی.
لویدیځ تل هڅه کړې چې د خپلو جګړو پر مهال له ځان سره د خپلو ملاتړو قوي جبهه ولري، خو ددې ملاتړو د ساتلو په برخه کې پوره ناتوانه ثابت شوي دي، ښه بیلګه یې په افغانستان کې د شل کلنې بې معنا جګړې پیلول و چې د تروریزم په نامه یې پیل کړه او په پای کې داسې څه پېښ شول چې حتآ خپل ملاتړي یې حیران کړي وو. هغه بې باوری چې د ناټو سازمان د هېوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې رامنځته شوې بې مخینې ده.
د لویدیځ نړیوال نظم ته په کتو نړۍ تر بل هر وخته نن ډیره په جګړو کې ښکیل ده، داسې جګړې چې پوره بې معنا پیل او پای مومي، نن لویدیځوال په ښکاره د خپلو کړنو له لارې نړۍ ته پیغام لیږدوي چې هرڅه د قدرت د حس په اساس مخ ته ځی د قدرت لرونکي هېوادونه باید کمزوري هېوادونه وځپی، طبیعي سرچینې یې ولوټي او ملتونو یې له بې وزلۍ سره مخ کړي، لکه څنګه چې لویدیځو هېوادونو دغه ناوړه کار ته کار ویلی دی. له ونیزویلا نیولې، تر منځني ختیځ، او له هغه ځایه تر مرکزي آسیا دوي تل هڅه کړې چې سیمه او نړۍ بې ثباتي کړي او بیا د همدغه بې ثباتۍ په پایله کې خپلې شومې موخې ترلاسه کړي. نو د وخت د اړتیاوو په درک اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې د نړۍ یو بل ځواکمن قطب په کار پیل وکړي او د نړیوال مدیریت د نوي نظم تر عنوان لاندې د هغو هېوادونو مخه ونیسي چې په ظاهره د سولې غږ کوي خو د صحنې تر شا د ټولو ناخوالو اصلي مسولین او طراحان ګڼل کیږي.
ولسمشر شي جین پینګ چې کله د نړیوال مدیریت په اساس د نوي نظم خبره د نړۍ په مهم نړیوال سټیج کوي، دا خورا روښانه پيغام لیږدوي، چې متحدین او د دې هېوادونو ملتونه په ټوله معنا د نوي نظم د رامنځته کولو لپاره تیار دي، هغه نظم چې د هېوادونو ترمنځ یې عدالت مهم عنصر وګڼل شي، او د خلکو ترمنځ د سولې او ورولې فضا رامنځته کړي او له اقتصادي اړخه د دې نظم غړي هېوادونه په ځان بسیا شي، څو وکولای شي چې په نړیواله توګه د خپلې ادعا عملي کولو لپاره د ملتونو او حکومتونو وړتیاوې او سرچینې منسجمې کړي او د هغوي په مټ نوی نظم رامنځته کړي.
د نړیوال مدیریت نوی نظم د خپل قوت پراخه عناصر لري چې غړي هېوادونو په ځواکمنه توګه او د خپلو ټولیزو ګټو په اساس سره نښلوي. د دې نظم تر ټولو لوی قوت په دې کې دی چې ښکیل هېوادونو له ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړخه د یو بل تر منځ مشترکات لري او همدغه مشترکات خورا تاریخي ریښې لري چې هېڅ وخت ممکنه نه ده چې له پریکون سره مخ شي.


























