لیکوال: ذبیح الله افغان
له ډبرینې دورې تر مصنوعې ځیرکتیا د انسانانو ترمنځ د تحولاتو پیل او دوام نه یوازې نړۍ نېکمرغه کړې بلکې د نړۍ د وګړیو ترمنځ د نږدیوالی تر ټولو اغیزمنه وسیله ګرځیدلې ده. د انسانانو د پرمختګ سره سم ټکنالوژۍ هم پرمختګ کړی او دا پرمختګ د نورو ډیرو انسانانو لپاره د فرصتونو لارې پرانیستې دي. د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله چین هغه هېواد دې چې د نړۍ د ټکنالوژیک تحول په سر کې ځای لري. دا ښکاره خبره ده چې چین دا پرمختګ د کلونو زیار په پایله کې ترلاسه کړی دی چې نن تر نورو ټولو هېوادونو د عصري وسایلو او مډرنې نړۍ په بیارغونه کې فعاله ونډه لري.
چین د خپلو سټراټیژیکو پلانونو لکه Made in China 2025 له لارې په بیلابیلو ټکنالوژیکو برخو کې د نړۍ د سر لاري په توګه راڅرګند شوی دی. په دې وروستیو کې د مصنوعی ځیرکتیا د بحث د پراختیا له اړخه چین په دې برخه کې له مخکښو هېوادونو څخه شمېرل کیږي. د چین اکثریت اغیزناک شرکتونو د الګوریتمونو او غوښتنلیکونو په پراختیا کې لوی رول لوبوي. د چین د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۵ کال کې چین د مصنوعی ځیرکتیا اړوند د شرکتونو شمیر تر ۵۰۰۰ زره اوښتی دی. چې دا د نړۍ په سطحه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې تر ټولو لویه پانګونه شمېرل کیږی. د اوسني ټکنالوژیک پرمختګ په درک سره په ټکنالوژۍ کې پانګونه اصلا د نړۍ پر راتلونکي او د نړۍ د چارو پر کنټرول پانګونه ده. هغه هېوادونه چې ددې موضوع اهمیت یې درک کړي نورو هېوادونو ته دې زده کړې او فرصت تر ټولو ښې لارې وړاندې کولای شي چې دوي هم په ورته توګه اقدام وکړي.
چین لکه څنګه چې په منظمه او سیستماتیکه توګه د نړۍ د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پرمختګ په برخه کې سټراټیژیک او ګړندی روان دی همداسې په ټکنالوژۍ کې هم په پوره ځیرکتیا مخ پر وړاندې ځي، د لمریزې او بادي بریښنا په تولید کې د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې ځای لري چې هېڅ هېواد سترګې نشي پرې پټولای. په صنعتي انقلاب کې د چین ګړندی تګ هغه څه دي چې اصلا د دې انقلاب پیلامه ګرځیدلې ده. که په نړیوالو ټګنالوژیکو تحولاتو کې دقیقه څیړنه وشي چین یې ځکه په سر کې دی چې له ځمکې نیولې تر فضا ځان ددې برخې د پرمختګ مسول ګڼي.
نړۍ منلې چې د چین بې ساری پرمختګ امریکا ویرولې ده او ددې ویرې په اساس هر ورځ هڅه کوي چې د چین په تولیدي شرکتونو اقتصادي تحریمونه وضع کړي، خو سر بېره پر دې د یادونې وړ ده چې چین د ځان بساینې په لور ډیر مخکې قدمونه پورته کړي دي. د امریکا تحریمونه د هغو هېوادونو لپاره سخت دي چې خپله د تولید قوه ونه لري او یا په دې برخه کې کمزوري وي، خو چین بیا داسې هېواد نه دي چې تحریم دې په هغه ډول چې امریکا یې تمه لري اغیز پریباسي.
د چین بې ساری پرمختګ د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره د سیالۍ لوی بازار پرانیستلی دی، له ځیرک تلیفونو نیولې تر بریښنایی موټرو پورې، دا هغه برخې دی چې د نورو هېوادونو لپاره سیالي زیاتوي او دا چاره په نړیوال بازار کې د نفوذ تر ټولو زرین فرصت ګڼلی شو.
که چین د نړۍ د پرمختګونو له دریڅې وکتل شي د نوښتګرۍ نړۍ مرکز یې نومولی شو. د ټکنالوژۍ پرمختګ نه یوازې په چین کې بلکې په نړۍ کې د خلکو د اړیکو، سوداګرۍ او ورځني ژوند طریقه بدله کړې ده. یوه ځیرکتیا چې د چین حکومت یې په پوره ډاډ عملي کوي هغه د ټکنالوژیک پرمختګ سربیره له ښاره د لرې پرتو سیمو سره د اړیکو او پرمختګونو د اتصال هڅه ده. دوي هڅه کوي چې یوازې خپل ټکنالوژي په لویو ښارونو کې متمرکزه نه کړي بلکي په مساویانه توګه یې تر نورو سیمو او وګړیو ورسوي.
د ټکنالوژۍ د برخې کارپوهان په دې باور دي چې د ټکنالوژۍ مسیر د ټولنې د ټولو اړتیاوو په اساس د مخ تګ لپاره لار پرانیزي، که په تولڼه کې د ټولنیز ژوند د آسانتیا لپاره لار پرانیستل کیږي نو له دې سره جوخت د اقتصادي پراختیا او ځان بساینې لپاره هم بستر رامنځته کوي، که په دې برخه کې پرمختګ کیږي نو د هېواد د نظامي قدرت په برخه کې هم مهم او اغیزمن رول لوبوي.
چین د خپل ټکنالوژیک باور په رامنځته کولو د تولید په برخه کې یو نوی فکر بیا احیا کړو، ډیر وخت نورو ملتونه په دې باور و چې چین یوازې با کیفیته توکي د ځان لپاره جوړوي خو وروستیو تولیداتو چې ګډه بشري استفاده ترې کیږي وښوده چې چین د نړۍ د ټولو وګړیو د اړتیا په پامنیوي سره نوی محصول تولیدوي څو وکولای شي وګړي یې د خپل ژوند د پرمختیا لپاره وکاروی. د چین د تولید تر ټولو مهم فکر دا دی چې له ځان سره جوخت د بشر د نېکمرغۍ او آمنیت پام هم له ځان سره انتقالوي، په دې وروستیو کې د بریښنایی موټرو تولید یې د جرمنی، جاپان او امریکا د تولید پر وړاندې تر ټولو اغیزناک تولید ګڼل شوي دی چې همدغه چاره د محیط د پاکولو په برخه کې تر ټولو اغیزمنه ثابته شوې ده. کله چې د تولید په برخه کې د انسانانو د ژوند اړتیاوې او د دوي د ژوند اړین مسایل په پام کې ونیسي هم به يې تولید پراختیا مومي او هم به د بشریت لپاره تر ټولو لوی خدمت وړاندې شوی وي.
د پانګونې په جذب او ځیرکې پانګونې په برخه کې د چین هڅې بل هغه څه دي چې د نړۍ پام یې ځان ته اړولی دي. د جرمن مارشال فنډ ادارې مسول او د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن سلاکار لېنډسې ګورمن وايي: چین د حکومتي ملاتړ بودیجې د سم لګښت له امله بریالیتوب ته ورسید، د چین حکومت د څېړنو او پانګونې له اجنډا سره مخکې ځي، لنډسې ګورمن دا هم وایي چې چین دا وړتیا لري چې بهرنۍ پانګونې په هنر خپلې خوا ته جذب کړي دوي هڅول کیږي چې له چینایي کمپنیو سره په ګډه کار وکړي.
د چینايي شرکتونو د څار بنسټونه په پوره مهارت د نړۍ د وګړیو د اړتیاوو د درک په برخه کې کار کوي، کله چې یو نوی محصول تولیدیږي او وروسته د نړۍ وګړي په دې پوهیږي چې دا تولید څومره د انسانانو اړتیاوې پوره کوي، همدغه درک د دچین د تولید د دوام د ستراتیژۍ هرکلی کوي. د چین د ټکنالوژۍ کیفیت او دوام تل د نړیوالو معیارونو سره سم همغږی شوی دی، په ځانګړې توګه په پیچلیو مسایلو او توکو کې. هغه څه چې اوس نړیوالو ته د پوره اهمیت وړ دي، د ټکنالوژیکو وسایلو امنیت او څار مسله دی، په دې برخه کې چین په پوره مهارت د وسایلو د امنیت د ډاډمنتیا په برخه کې کړندۍ هڅې روانې کړي دي او په پوره معنا یې ددې موضوع اهمیت درک کړی دی. د ټکنالوژۍ په مټ په نړیوال بازار کې نفوذ هغه څه دي چې چین یې د ترلاسه کولو لپاره په تولید لاس پورې کړي او تر ډیره ددې نفوذ حق لري، کله چې یو هېواد په نړیوال سطحه د نړۍ د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې بریالی وي نو پر نړیوال بازار حاکمیدل یې مشورع حق ګنل کیږي، د یادونې وړ ده چې د نفوذ د ترلاسه کولو لپاره یې لومړی قدم په پوره ځیرکتیا اخیستلی دی، هغه د توکو د کیفیت لوړول او په نړیوالو معیارونو برابرول دي، اوس اړتیا ده چې د چین ساخت د اصطلاح په ځای د نوښتګر چین اصطلاح د خلکو په ذهن کې ځای ونیسي. د نړیوالو برنډونو په رامنځته کولو د باور د جوړولو تر ټولو اساسي لار پرانیستل کیږي. همدغه برنډ د مخاطب او مشتري په ذهن کې د دوامداره اړتیا او پیرولو لپاره لار پرانیزي هغه څه چې چین موخه ګرځولې او د ټکنالوژۍ په مرسته یې دا مزل تر ډيره په بریالیتوب سره ترسره کړی دی.
د ټکنالوژیکو وسایلو ارزانه پیرودل د خپل کیفیت د ښودنې لپاره تر ټولو مناسبه اقتصادي چاره ګنلی شو، بیا وروسته خپله د تولید مصرف کوونکي د کیفیت له اړخه ډاډمن کیږي او پوره ډاډ یې د اخیستلو لپاره هڅه کوي. د نړۍ د ټکنالوژۍ د تولید په برخه کې د چین په څېر هېواد لپاره تګ خورا مهم او له اهمیت څخه ډک دی، نو چین ته اړتیا ده چې په نورو هېوادونو کې د څېړنیزو مرکزونو د جوړولو لپاره هڅه وکړي، څو د نړۍ له بیلابیلو لوریو ورته د اړتیاوو سره سم دقیق معلومات ورسیږي، دا هغه وخت ممکنه ده چې په کم لګښت نورو هېوادونو ته توکي صادر شي څو د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لار پرانیستل شي او همدغه لاره د تولید په مرسته دوامداره وساتل شي. د باور جوړول په ټکنالوژۍ کې د دوام اصل دی نړیوالو ته باید په دې برخه کې ډاډ ورکړل شي چې ټکنالوژۍ د وګړیو ترمنځ د معلوماتو د لیږد وسیله ده، نه د وګړیو ترمنځ د جاسوسۍ یا نظارت وسیله، همدغه چاره په مډرنه نړۍ کې د وګړیو تر منځ پر ټکنالوژۍ اتکا رامنځته کوي او په ټکنالوژیکي وسایلو کې د شفافیت او خوندیتوب اصل ښکاره کوي.
چین په نړیوالو بازار کې د پرمختللو هېوادونو په هدف ګرځولو سره توانیدلی چې خپل ټکنالوژیکي وسایلو ته ځای پیدا کړي، د پرمختللو ټولنو په بازارونو کې اړتیا ډیره ده او سیالي لږه، کله چې د ټولنې، فرهنګ او تاریخ سره سم اقتصادي اړتیاوې مطابق عیار شي نو د محصول نسلي اړخ رامنځته کوي چې نسلونه، نسلونه د هېواد بیا له همغو توکو ګټه اخلي.
د چین د ټکنالوژۍ راتلونکی تر ډیره د چین د اقتصادي ستراتیژیو، نړیوالو شرایطو په کور د ننه پانګونه او له نړۍ سره په تعامل پورې تړلې مسله ده، که اوسنې پرمختګ او پالیسیو ته یې په نړیوال بازار کې پاملرنه وشي نو راتلونکي یې د پرمختګ او ځان بساینې په لور روښانه لیدل کیږي، ټوله هڅه یې په ځان بسیا چین دی، هغه چین چې د نړۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې تر بل هر هېواد ښه پر مخ روان دی. په دې وروستیو کې له افریقا، جنوبي آسیا او لاتینې امریکا هېوادونو سره د همکاریو د نوی مسیر رامنځته کول هغه موخه ده چې د تولید لور یې د تل لپاره متحول کوي. چین اوس د نړیوال باور د استحکام په برخه کې په پوره مهارت کار روان کړی دی، د ټکنالوژۍ په برخه کې باور هغه مسله ده چې د ټکنالوژۍ په مټ په نړیوال بازار کې د نفوذ کړلو لومړی اصل یې ګنلی شو.
د ټکنالوژۍ په برخه چټک پرمختګ او سخت رقابت هغه مسایل دي چې چین ورسره مخ دی، عام باور دا دی چې چین د نوښت، مصنوعي ځیرکتیا، او خپلواک تولید له لارې ځان د یوه جدی او پرمختللی هېواد په توګه نړۍ ته وړاندې کړی دی. او دا مسله چین درک کړې چې دا باور په قانونی شفافیت او اخلاقی اصولو پورې تړلی دی څو د نړۍ د اړتیاوو د بازارونو دروازې یې په لور پرانیستل شي.
ورستیو پرمختګونو ته که دقیق وکتل شي چین نړۍ ته روښانه وښوده چې ټکنالوژۍ څومره د بشر د نیکمرغۍ په پار کارول کیدایشي، او څومره د انسانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اغیزمنه ثابته شوې ده. د چین د ټکنالوژیک پرمختګ که له فرصتونو ډګ دی ننګونې هم لري. که چین د تخنیکي پرمختګ ترڅنګ د معلوماتو خوندیتوب، د نړیوالو معیارونو او اصولو ته پامنیوي او نړیوال باور د رامنځته کولو په موخه عملي اقدام وکړي نو دا هېواد به د ۲۱ مې پیړۍ د ټکنالوژۍ بې بدیله ځواک وګرځول شي.
په اوسنۍ نړۍ کې د پرمختګ د نظریې وړاندې کوونکي، پر نړۍ د نفوذ د خورولو تر ټولو لومړنۍ عناصر بلل کیدایشي. د نړیوال بازار په اقتصادي سټیج کې د چین نفوذ هغه څه دي چې د نورو هېوادونو په پرتله یې امریکا تر بل هر هېواده ډیره ویرولې ده. د امریکا د پالیسیو مخښکانو تل په خپلو خبرو او څيړونو کې د روسیې په پرتله چین د ستر ګواښ په توګه معرفي کړی دي. که وکتل شي د چین هر اړخیز پرمختګ د هېڅ د بل انسان او هېواد د بربادۍ په موخه نه دی رامنځته شوی بلکي تل یې د انساني ټولنو د نیکمرغۍ په پار هڅې کړې دي. د چین د اقتصادي، سیاسي او ټکنالوژیک پرمختګ راز د نړۍ د هېوادونو سره په تعامل او ملګرتیا کې نغښتی، همدغه اړیکه د اقتصادي دهلیزونو د پرانیستلو او ساتلو په برخه کې تر ټولو اغیزمنه ثابته شوې ده. کله چې نور هېوادونه دا ویني چې چین په څومره پراخه پیمانه د نړۍ د اړتیاوو په درک او تولید لګیا دی، ددې په ځای چې خنډونه ورته رامنځته شي، غوره ده چې د پراختیا او پرمختګ په دې بهیر کې د همکارۍ لپاره ورسره یو ځای مزل وشي. اوس د نړۍ هېوادونو دا درک کړې چې د تقابل سیاست او اقتصادي هغه پایلې چې دوي یې غواړي نه لري بلکي تر ټولو غوره لار تعامل دی چې په مت یې هم خپل هېوادونه اقتصادي ثبات ته رسولي شي او هم د نړیوال پرمختګ په بهیر کې د غوره همکار په توګه راڅرګندیدلي شې.
د چین د اقتصادي نرمو پالیسیو په پامنیوي سره ویلي شو چې د ټکنالوژۍ لپاره یې تر ټولو بې بدیله او اساسي لاره غوره کړې ده، په دې برخه کې د نویو نوښتونو رامنځته کول یې د میلیونو انسانانو لپاره د سهولتونو او آسانتیاوو لار پرانستلې او له دې سره سره یې د نویو دندو په رامنځته کولو کې هم خپل تمرکز ساتلی دي. ټکنالوژۍ په اوسنۍ دوره کې د متمدنې ټولنې د تحرک تر ټولو اساسي عنصر ګڼلی شو او په دې برخه کې تولید کوونکي عناصر نه یوازې د خپلو هېوادونو د ښیرازۍ سبب شوي بلکي د ټولې نړۍ د ثبات په رامنځته کولو کې تر ټولو مهم او اغیزمن ثابت شوی دی. د چین د تولید د ستراتیژۍ تر ټولو مهم اصل د نړۍ د هر هېواد د اقتصادي زیربنا اړوند توکو تولید دی، یعنې د هېوادونو د اقتصادي حالت په پامنیوي سره داسې محصول ورته تولیدي چې د هغه هېواد د وګړیو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرستندویه واقع شي. اوس پوښتنه دا ده چې د چین دا چټک تګ به د نړۍ د پرمختګ مسیر په کوم لور بوځي؟ د چین د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ نړۍ ته خورا روښانه پیغام لیږدوي، او دا په ګوته کوي چې وخت کم دی او د انسانانو اړتیاوې خورا ډیرۍ نو ددې ټولو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړتیا ده چې چټک او دومداره مزل وشي. د یادونې وړ ده چې ددې فکر سره مل ډیری هېوادونه د چین ترڅنګ ولاړ دي او ددې پرمختګ هرکلی او ملاتړ کوي. که ټولنې له سیاسي او اقتصادي اړخه ځواکمنې کیږي نو همدومره یې په ټکنالوژۍ اتکا ډیریږي او دا تکیه هغه وخت د ټولنو د ثبات لپاره لار پرانیزي کله چې د سیاسي او اقتصادي حالت سره سم ټکنالوژیک پرمختګ هم ډاډمن شي او د خلکو ترمنځ د ټکنالوژۍ د پوهاوي خورولو په موخه هڅه وشي. د چین پرمختګ تر ټولو لوی راز په دې کې دی چې د تولید نه مخکې د کارولو لپاره د فکر بستر جوړونه کوي. هغه تولنې چې دا وړتیا نه لري، ددې په ځای چې ټکنالوژۍ یې د پرمختګ سبب شي د بربادۍ وسیله یې ګرځیږي.


























