لیکنه: هیله
نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې د فلسطین هېواد له جوړېدو ملاتړ کړی دی.
د امریکا د هیل ورځپاڼې خبر ورکړ چې تر اوسه د نړۍ ۱۴۷ هېوادونو د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندلی. د فرانسې، استرالیا او بریتانیې په شمول یو شمېر هېوادونو هم ویلي چې په نږدې وخت کې به د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني. له دې داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه د فلسطین او اسرائیل (دوو هېوادونو) د جوړېدو او رسمیت پېژندلو هوډ او غوښتنه لري.
خو په دې جریان کې امریکا یوازنی هېواد دی چې ور سره مخالفت کوي او د نړیوالې ټولنې له سوله ییز دریځ سره په ټکر کې ده. اسرائیلو څو ورځې مخکې د غزې ښار د اشغالولو پلان تصویب کړی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست په ۱۰مه نېټه په دې اړه یوه بېړنۍ غونډه جوړه کړه او امریکا د امنیت شورا یوازنی غړی دی چې له دې غونډې سره يې مخالفت کړی دی. د امریکا دغه کړنې نه یوازې له نړیوالو مقرراتو څخه سرغړونه ده، بلکې د دې تسلط او د دوه ګونې نظریې ښکارندويي کوي.
نړیواله ټولنه پر سولې اجماع لري او د امریکا دغه کړنه بیخي د نړیوالې ټولنې نه خوښېږي
د (دوو هېوادونو د جوړېدو طرحه) د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د شخړې د حل و فصل لپاره د نړیوالې ټولنې دایمي اجماع ده. د ۱۴۷ هېوادونو او د امریکا د ځینو ملګرو هېوادونو له څرګندونو په غزه کې د اسرائیل پر نظامي عملیاتو ناخوښي څرګنده کړه. د اسرائیل او فلسطین له روانې شخړې راهیسې، له ۳۵ زرو زیات فلسطیني ملکي وګړي ووژل شول او څه باندې ۲ ملیونه خلک یې له سختې لوږۍ سره مخ دي. د دغه بشري ناورین پر وړاندې، د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندل نه یوازې سیاسي رویه ده، بلکې د خلکو د ژوند ساتنه هم ده.
خو امریکا د نړیوالې ټولنې له اندېښنې سره سره په خپله خوښه په امنیت شورا کې په دې اړه مخالفه رایه ورکړې او د اسرائیل د یواړخیز عمل ملاتړ يې کړی او کوي يې. دغه اقدامات یې د وضعیت د ارامېدو په ګټه نه دي، بلکې پر دې هېواد د نړیوالې ټولنې اعتماد او باور د لا کمېدو لامل شوی دی.
د امریکا دوه ګونی معیار د نړیوالې ټولنې نه خوښېږي
امریکا د اوکراین مسئلې په اړه ټینګار کړی چې د اوکراین د خاورو بشپړتیا باید وساتل شي، خو پر دې يې سترګې پټې کړې چې اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې د فلسطین خاورې اشغال کړی. واشنګټن د دوو هېوادونو د جوړېدو طرحې د ملاتړ شعار ورکړی، خو په عین وخت کې یې د ملګرو ملتونو د مرستو له مرکز سره خپلې مرستې ځنډولې دي. نیویارک ټایمز رسنۍ هم د خپل حکومت پر دریځ نیوکه کړې او دا کار يې اخلاقي ناکامي بللې ده.
برسیره پر دې، امریکا په غزه کې د اوربند د ملاتړ د ادعا تر څنګ په مسلسل ډول اسرائیلو ته وسلې برابرې کړې. له دغو کړنو څخه د امریکا جعلي بڼه روښانه شوې ده.
د امریکا ناسمې کړنې به خپله دغه هېواد ته زیان ورسوي
د امریکې د ناسمو کړنو له امله، نړیوالې ټولنې هم ورته ځواب ورکړی دی.
لومړی په ډيپلوماټيکې برخه کې د سراسري جنوبي هېوادونو په ډله ییزه توګه له امریکې سره اړیکې متزلزلې شوې دي. دویم د امنیت په برخه کې په منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو د مختلفو ډلو بریدونه ډېر زیات شوي دي. درېیم دا چې د اقتصادي لحاظه په عربي هېوادونو کې د امریکايي ډالرو د نه کارولو بهیر د فلسطین او اسرائیلو د شخړو له امله نور ګړندی شوی دی.
تاریخ دا ثابته کړې چې سوله د واکمنو له ناسمو کړنو څخه نشي تامین کېدای. د امریکا حکومت باید ژر تر ژره دا درک کړي چې د فلسطین مسئلې په اړه له نړیوالې ټولنې سره ټکر کول د ملګري ساتنه نه، بلکې له نورو څخه ځان جلا کول دي. واشنګټن باید د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د مساواتو پر بنسټ ولاړې خبرې اترې وهڅوي او په دې کار کې د دغه هېواد دایمي ګټې هم نغښتې دي.
