د اېډېټر يادونه: د چين کمونېست ګوند به د جولای له ۱۵مې نېټې څخه د جولای تر ۱۸مې نېټې پورې د خپلې شلمې دورې مرکزي کميټې درېيمه عمومي غونډه په بېجينګ کې تر سره کړي چې د ژورو اصلاحاتو او د چين د عصري کېدو د پرمختګ په اړه به بحث وکړي. اصلاحات او د ستونزو حل د چين دوهم انقلاب دی چې د چين او نړۍ دواړو لپاره د پرمختګ يو مهم سفر دی. دغه بهير په چين کې ژور بدلون راوستی او په نړيواله کچه يې د پام وړ اغېز کړی دی. د CGTN لومړی غږ د “روښانه راتلونکي په لور: د چین اصلاحات او په نوې زمانه کې پرانیستل” شپږ برخې سریزه جوړه کړې ترڅو د اصلاحاتو دورې راهیسې په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او ایکولوژیکي برخو کې د چین لاسته راوړنې وڅیړي.
د ١٩٧٨ کال په ډسمبر کې چين د یو اقتصادي پلان څخه د چین په بازار کې اصلاحات پیل شول، او له هغه وخته راهيسې په پرله پسې توګه د بازار پر بنسټ اصلاحاتو ته وده ورکوي او د منابعو په تخصيص کې د بازار ميکانيزم رول په پرله پسې توګه پياوړی شوی دی. دغه اصلاحاتو پر بنسټ د چين اقتصاد په پر له پسی توګه وده کړې او د بازاری بنسټونو لکه کورنيو تصديو، انفرادي سوداګريو او بهرنۍ پانګونې یې مثبت اغېز کړی دی.
په ځانګړې توګه، خصوصي اقتصاد چې په پیل کې ټکنی و خو اوس په کې د پام وړ پرمختګ لیدل کیږي، د هیواد د مالیاتو ۵۰ سلنې څخه ډیر عاید، د ۶۰ سلنې څخه ډیر GDP، د ۷۰ سلنې څخه ډیر تخنیکي اختراعات، د ۸۰ سلنې څخه ډیر کارموندنه او د ټولو سوداګرۍ ۹۰ سلنې څخه ډیر زیاتوالی راغلی دی. دغه لاسته راوړنې د چين د بازار د اقتصاد په پرمختګ کې د پام وړ پايلې په ګوته کوي. د دغو لاسته راوړنو مهم ټکی د سوداګرۍ د چاپيريال د ښه والي لپاره د چين پرله پسې هڅې دي.
د چین د ژیجیانګ ولایت د وینژو ښار یوه بېلګه ده، د ونژو ښار د ولايت په جنوب کې پروت دی، دا چې دغه ښار په وچه کې موقعیت لري نو د سړي سر د کرنې وړ محدودې ځمکې (نږدې 353.34 مربع مترو) رسېده، نو له همدې له امله د بې وزلۍ ځپلی و. له 1978 کال وروسته، ونژو د بازار د اقتصاد په پرمختګ کې مخکښ شو. د ١٩٨٠ کال د دسمبر په يوولسمه نېټه د چين د ون جو ښار د صنعت او سوداګرۍ ادارې له ١٩٧٨ کال راهيسي د لومړي ځل لپاره جانګ هوامي ته د سوداګرۍ جواز ورکړ چې د ونژو د بازار د اقتصاد د پيل نښه ده.
وروسته ونژو د لومړي ځانګړي بازار، د لومړي بزګر ښار (د لونګ ګانګ ښار، د بزګرانو لخوا جوړ شوی چې د کلیوالي تصدیو د جوړولو لپاره ښار ته د تګ اجازه لري) او د بازار په اړه نور اصلاحات هم پیل کړل. ونژو د کورنيو صنعتونو او تخصصي بازارونو له لارې د غير کرنيزو صنايعو په پرمختګ کې بريالی شو او د چين د بازار موندنې په لومړيو پړاوونو کې يې د ونژو مشهور موډل جوړ کړ.
په زرګونو انفرادي کورنيو سوداګرۍ د ونژو د جغرافيايي موقعيت او د منابعو د کمښت له زيانونو څخه خلاص شول، چې د چټک اقتصادي پرمختګ، د توليداتو د پرمختيايی اقتصاد او د خلکو د ژوند په معيارونو کې د پام وړ پرمختګ لامل شوی دی. د ونژو ناخالص توليد په ١٩٧٨ کال کې له ١.٣٢ مليارډو يوانو (١٨٢ مليونو ډالرو) څخه په ٢٠٠٠ کال کې ٨٢.٨ مليارډو يوانو (١١.٤ مليارډ ډالرو) ته لوړ شو، چې د کلني ودې منځنۍ کچه يې ١٥.٦ سلنه وه.
٢٠١٧ کال د جون په ٢١مه، د چين د ختيځ د ژي جيانګ ولايت د ونژو ښار د پينګ يانګ په يوه فابريکه کې د حيواناتو خوراکي توکي توليديږي
د ونژو نمونه هم د چين د بازار د د اصلاحاتو د لومړنيو پلټنو يو روښانه انځور شو. ۲۱مې پېړۍ ته په ننوتلو سره، ونژو د بازار په لور اصلاحات ګړندي کړل، د لومړۍ ګډې کوپراتيف تصدۍ په لاره اچولو سرهد سود د نرخ د ثابتو اصلاحاتو پلي کول او په ځانګړې توګه له ۲۰۱۲ کال راهيسې د سوداګرۍ د چاپيريال د ښه کولو لپاره د لومړي شمېرې د اصلاحاتو پروژې ته وده ورکړه او د پام وړ پايلې يې تر لاسه کړې.
د دغو اصلاحاتو د نوښتونو له امله د ونژو د سوداګرۍ چاپيريال د ښه والي په حال کې دی، د پرله پسې دوو کلونو لپاره د غوره سوداګرۍ چاپيريال په درلودلو سره د چين د لسو سترو ښارونو په منځ کې دوهم ځای نيولی، چې په اغيزمنه توګه د بازار د بنسټونو روحيه پياوړې کوي. د 2023 کال تر پایه پورې ونژو 1.41 ملیون سوداګري درلوده، پدې مانا چې د هرو اوو اوسیدونکو څخه یو یې په اوسط ډول د سوداګرۍ خاوند دی. د چين د لومړي انفرادي سوداګريز جواز له صادرولو څخه تر اوسه پورې څه دپاسه ١.٤ مليونه سوداګري لري، دا ښيي چې ونژو د خپل بازار د اقتصاد د پرمختګ او د چين د بازار اقتصاد د پياوړتيا په برخه کې څومره بریا تر لاسه کړې ده.
ونژو د چين د ژورو اصلاحاتو د سوسياليستي بازار د اقتصادي سيستم د پرله پسې پرمختګ او د سوداګرۍ د چاپيريال د ثابت پرمختګ يوه بېلګه ده.
په تېره بيا له ۲۰۱۲ کال راهيسې چين په پراخه کچه اصلاحات زیات او ګړندي کړي دي، د سوداګريز چاپيريال اصلاح ته يې ډېر پام کړی دی، د واک د سپارلو لپاره يې پرمختللی اصلاحات، منظمې ادارې او د حکومتي خدمتونو اصلاح، بازار ته په پرله پسې توګه د لاسرسي اسانتياوې او د چين د ولسي جمهوريت مدني قانون نافذ کړی، د سوداګرۍ د چاپیریال د ښه کولو په اړه مقررات، او د بهرنۍ پانګونې قانون جوړول دا هغه څه دي چې په دوامداره توګه د بهرنۍ پانګوونې لاسرسي لپاره په منفي لیست کې د توکو شمیر کم کړی، د بهرنۍ پانګوونې صنعت کټګورۍ یې پراخه کړې ده، د بازار متمرکز ، قانون حاکمیت او نړیوال سوداګرۍ چاپیریال رامینځته کولو ته ژمن دی.
د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر تر پايه پورې په ټول هېواد(چین) کې د راجستر شويو سوداګريزو ادارو شمېر ۱۸۱ مليونو ته رسيدلی چې د ۲۰۱۲ کال په پای کې د ثبت شويو ۵۵ مليونو څخه ۱۰۰ مليونه زيات شوي دي چې د ټولو تصديو د ګډې سوکالۍ ښکارندويي کوي.
د ۲۰۲۳ کال د نوامبر په اتمه نېټه د چين په ختيځ شانګهای کې د چين په شپږم نړيوال وارداتي نندارتون (CIIE) کې د GE د روغتيا پاملرنې غرفه
په دې وروستیو کې نړۍ د یوالي ضد احساساتو او همدا راز په سیمه کې پرلپسې نا امني او شخړې هغه څه دي چې په تېره یوه پېړۍ کې نه لیدل کېدل، خو چین بیا سره له دې د جيو پوليټيکي بدلون او اصلاحاتو ټینګار لرلو او په پرلپسې ډول د نوښتونو په حالت کې دی او په زيات شدت سره يې ژور او پراخ تدبيرونه نيولي دي چې په ټولو برخو کې په لوړه کچه پرمختګ کړی او د سوداګرۍ او د کارو بار لپاره باثباته چاپیریال رامنځته کړی او دې چارې د نړۍ په اقتصاد هم مثبت اغېز کړی دی.
د بهرنۍ پانګونې جذب د چين د سوداګرۍ د چاپيريال د دوامدار پرمختګ يو پياوړی ثبوت دی. Schott AG، د آلمان د ځانګړي شیشې جوړونکي، د 20 کلونو څخه زیات په چین کې په بازار کې شتون لري، په دوامداره توګه په چین کې خپلې پانګونې پراخوي. د چین د شاټ شرکت مدیر البرټ چن وايي”په تیرو پنځو کلونو کې، د چین بازار په دوامداره توګه د نړۍ په کچه لپاره ترټولو چټک وده کوونکی بازار دی.” هغه زیاتوي، چې د چين د بهرنۍ پانګونې د لاسرسي په اړه پرله پسې نرمښت، سوداګرو ته صلاحیتونه ورکول، د ادارې منظمول او د شرکتونو د مالياتو د بار کمول د بهرنيو شرکتونو لپاره ډېر اغېزمن، عادلانه، اسانه او د ازاد بازار چاپيريال برابر کړی دی.
د سوداګرۍ او پراختیا په اړه د ملګرو ملتونو کنفرانس (UNCTAD) لخوا د نړیوال پانګوونې څارونکي په وینا، په 2023 کې د نړیوالې مستقیمې بهرنۍ پانګوونې جریان 18 سلنه پرته له ځینو شرایطو ټیټ و خو په هرصورت د دې ډول پس منظر په مقابل کې، په 2023 کې د چین د بهرنۍ پانګونې حقیقي ګټه په تاریخي لوړه کچه پاتې ده. د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې په چين کې د بهرنيو تمويل شويو نویو تصديو شمېر ۱۲۰۰۰ ته رسېدلی چې د کال په پرتله ۲۰.۷ سلنه زيات شوی دی. د چين په توليدي صنعت کې د بهرنۍ پانګونې واقعي ګټه ٨١.٠٦ مليارډو يوانو (١١.١٥ مليارډو ډالرو) ته رسېدلې ده.
د چین د بازارونو روان اصلاحات دوامداره دي؛ هېڅکله پای ته نه رسیږي د سوداګرۍ چاپیریال تل ښه کیدی شي خو هېڅکله بشپړ کېدای نه شي. د بازاري اصلاحاتو له لارې له پلان شوي اقتصاد څخه بازاري اقتصاد ته د چين سفر نه يوازې د چين لپاره ډېر اهميت لري بلکې د نورو هېوادونو لپاره هم ارزښتناک درسونه وړاندې کوي.
د چین وروستیو اصلاحاتو ثابته کړه چې د بازار میکانیزم د تخصیصي منابعو لپاره اغېزمنه او کټوره وسیله ده، د بازار میکانیزم منځ ته راوړل تدریجي بدلون ته ورته یو څه دي، بازار محوره اصلاحات د یوه بنسټیز او بنیادي پرمختګ په حیث له بېلابېلاو ستونزو او خنډونو سره مخ دي، لویې ستونزې د ګټو تضاد، سمیهیز تاریخي، کلتوري او سنتي توپیرونه دي.
دوهم، د بازار اقتصاد لپاره یو واحده نمونه نشته، هر هېواد هېوادونه باید په تدریجي ډول د بازار میکانیزمونه د خپل هیواد ځانګړي شرایطو سره مدغم کړي ترڅو د بازار کې اغیزمن اقتصاد رامینځته کړي.
په پای کې، چین د بازار په اړه د اصلاحاتو په پلي کولو کې تل په ټول هیواد کې د عمومي کولو دمخه په ټاکلو سیمو کې ازمایښتي اصلاحات ترسره کړي دي. دا طریقه خطرونه کنټرولوي، په ټولیز اقتصاد کې د لویو بدلونونو مخنیوی کوي، او د اغیزمن میکانیزمونو له لارې په چټکۍ سره ښه عملونه مشهوروي.
پای
لیکوال (Ouyang Yaofu) د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ د اقتصاد د انسټیټیوټ سره د تحقیقي همکار دی.
(که تاسو غواړئ زموږ سره اړیکه ولرئ یا ځانګړی تخصص ولرئ، مهرباني وکړئ موږ سره په opinions@cgtn.com کې اړیکه ونیسئ. CGTN کې وروستي تبصرې موندلو لپاره مو په X کې @thouse_opinions وڅارئ)