په دې وروستيو کې په ټوله نړۍ کې له لمر څخه د برېښنا تولید هڅې زیاتې شوې دي. دا یوازینی لار ده چې په اسانه او په کم لګښت زیاته برېښنا ترې ترلاسه کیدای شي. چین هم د لمر او باد د برېښنا تولید ته مخه کړې ده. اوسمهال په چین کې داسې وسایل جوړ شوي دي چې په واسطه یې له لمر او باد څخه برېښنا تولیدیږي او په دې برخه کې زیاتې فابریکې او شرکتونه فعالیت کوي او لا هم پانګول هڅول کیږي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
چین اوس داسې نقلیه او نور وسایل جوړ کړي دي چې د لمر یا باد په برېښنا چلیږي او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ ترسترګو کیږي. د مسوولینو په وینا لا هم هڅې روانې دي چې دې ته ورته نور وسایل به هم جوړ کړي چې لمر او باد به برېښنا ورکوي. چین هڅه کوي چې له دې وروسته به د اړتیا وړ برېښنا له لمر او باد څخه پوره کوي او دې برخې ته به زیات زیات پام کوي.