21 °c
Kabul
14 ° یکشنبه
14 ° دوشنبه
14 ° سه شنبه
14 ° چهارشنبه
جمعه, مارچ 6, 2026
افغانان
  • خانه
  • اخبار
    • All
    • افغانستان
    • جهان
    • خاور میانه

    وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

    وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

    رد شایعات توقف صادرات ایران به افغانستان؛ داد و ستد، ادامه دارد

    فطرت: تا ادامه‌ی تجاوز پاکستان، افغانستان به عملیات رد الظلم ادامه می‌دهد

    نظري: افغانستان از نظر اقتصادی از جنگ ایران، آمریکا و اسرائیل متأثر نخواهد شد

    رشد ۳۳ درصدی انتقالات کالا از طریق خط آهن در افغانستان

    Trending Tags

  • تحلیل
    یو سیلانی د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۳مه د چین د ختیځ شانګهای ښار په «شانګهای یاوشوې سنو ورلډ» کې د کمرې مخې ته انځور اخلي. /CFP

    د چین تر ټولو اوږده رخصتي (د پسرلي جشن) څنګه لګښت زیاتوي؟

    جفري اپسټین: د لودیځ د عدالت پر سټیج، د واک، نفوذ او کنټرول د تمثیل بربنډیدل

    هفت دهه دوستی رسمی و همسایگیِ مبتنی بر اعتماد میان افغانستان و چین

    «گرامیداشت بازگشت تایوان و پاسداری از صلح و ثبات منطقه ‌ای»

    «رمزگشایی «حکمرانی چین» از طریق برنامه پنج‌ساله»

    د څوارلسم پنځه کلن پلان د لاسته راوړلو په رڼا کې د پنځلسم پلان پیل: چېن څنګه نړۍ د فرصتونو پر درېڅې بدلوي؟

    د زرغون پرمختګ او چاپیریال ساتنې په برخه کې د شانګهای سازمان رول

    د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۵مه ناسته: د نړیوال نظم د بدلون لپاره یو پیاوړی ګام

  • اقتصاد
  • تکنالوژي

    کاربردهای استفاده از هوش مصنوعی در زندگی

    برای نخستین بار لابراتوار بررسی محصولات زراعتی در کندهار ایجاد شد

    اپل از آیفون ۱۷ ایر، ایرپادز پرو ۳ و ساعت‌های هوشمند جدید رونمایی کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    یک سایت جدید مخابراتی در پکتیکا به فعالیت آغاز کرد

    همه چیز درباره Grok 4: با هوش‌ترین

    شرکت و سخنرانی وزیر مخابرات و تکنولوژی معلوماتی افغانستان در نشست بین المللی اوزبیکستان

    اینترنت اشیا چیست؟ تاریخچه اینترنت اشیا و کاربردهای آن

    گران ترین گوشی های موبایل ۲۰۲۵

  • انتخابات
  • فرهنګ
    • کتاب
  • ورزش
  • روانشناسی
  • درباره ما
No Result
View All Result

Home تحلیل

امريکا غواړي چې ټوله نړۍ دې ددوی غلامي وکړي

لیکنه: اعظم منور

افغانان by افغانان
اگست 10, 2020
in تحلیل
82 1
0
83
SHARES
Share on FacebookShare on Twitter

ډېره د حيرانتيا وړ خبره داده چې امريکا نړیوالو ته د ړندو او کڼو په سترګه ګوري، ځکه يې په يوه او بله پلمه په ټوله نړۍ، په ځانګړې توګه افغانستان او منځني ختيځ کې داسې اورونه بل کړي او داسې جنايتونه يې کړي چې په بيانولو يې بشريت شرمېږي.

شک نشته چې نن سبا که د نړۍ په هر ګوټ کې اور بل دی، نو د امريکا رول پکې ښکاره دی. دا هغه هېواد دی چې ځان له ټولو نړيوالو قوانينو پورته ګڼي او هېڅ قانون ته ځان تابع نه ګڼي.

که تاريخ ته وکتل شي نو دا له هېچا پټه نه ده چې امريکا هغه هېواد دی چې د لومړي ځل لپاره يې په ۱۹۴۵ کې د جاپان په هيروشيما او ناکازاکي کې اټومي وسله وکاروله چې تر اوسه په ياده سيمه کې د يادو اټومي بريدونو منفي اثرات موجود دي.

امريکا غواړي چې د ټولې نړۍ خلک بايد امريکايي وګړي تر ځان لوړ وګڼي، پر ټوله نړۍ بايد واکمني ولري، هېڅوک بايد دا جرئت ونه لري چې د امريکا د ډېر غوښتنو او پر نورو د بادارۍ کولو پروړاندې غږ پورته کړي.

امريکا غواړي پر ټولې نړۍ دا ومني چې امريکا د هرڅه کولو حق لري، دوی بايد په اقتصادي، پوځي او سياسي ډګر کې تر نورو پورته وي او دوی بايد د ټولې نړۍ د خلکو باداران او واکداران وي.

دوی بايد نورو هېوادونو ته سياسي، پوځي او اقتصادي خط مشې وټاکي او نور بايد د امريکا غوښتنې په پټو سترګو ومني.

امريکا غواړي چې د ملګرو ملتونو سازمان په شمول، د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان، د اټومي وسلو د پراختيا د مخنيوي سازمان، د روغتيا نړيوال سازمان، د جنګي جرمونو نړيواله محکمه او داسې نور نړيوال ارګانونه امريکا ته د امتياز په ورکولو او برترۍ قائل و اوسي، په دې معنا چې هېڅ شخص او هېڅ ارګان بايد امريکا ته ونه وايي چې دا کار دې ناسم دی.

موږ او تاسو ددې شاهدان يوو چې څه موده وړاندې د جنګي جرمونو نړيوالې محکمې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د جنايتونو په اړه د پلټنې حکم وکړ، خو امريکا نه يوازې ددې محکمې د حکم هېڅ پروا ونه کړه، بلکې د يادې محکمې پر چارواکو يې بنديز ولګاوه.

ټرمپ د جنګي جرمونو نړيوالې محکمې پر مقاماتو بنديز تصويب کړ او له مخې يې په امريکا کې د يادو کسانو شتمنۍ کنګل، ياد کسان او ددوی نږدې خپلوان به امريکا ته سفر نشي کولای.

د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې د نړیوالې جنايي محکمې یوې څارنوالې له قاضیانو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د څار او تعقیب رسمي اجازه ورکړي.

د جنګي جرمونو څېړلو نړیوالې محکمې په ۲۰۰۷ کال د افغانستان د وضعیت په اړه خپله لومړنۍ ارزونه پیل کړه او تر اوسه یې په سلګونه شکايتونه ثبت کړي.

امريکايي ځواکونو په افغانستان کې ډېر جنايتونه کړي، چې يو يې په ۲۰۱۵ کال کې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر يوه روغتون هوايي بريد دی چې د رپوټونو له مخې، د ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو په شمول ۲۲ کسان پکې ووژل شول.

د جنوا  کنوانسیون ۳۵مې مادې له مخې د جګړې ښکېلې خواوې د ټپیانو، ناروغانو او ملکي وګړو د سرپناه په توګه پر ثبت شوي ځای باندې له مستقیم برید څخه منع دي.

هغه وخت په نړيواله کچه د امريکايي پوځيانو ددغه جنايت د غندنو په نتيجه کې د امريکا د وخت ولسمشر بارک اوباما او په افغانستان کې د مېشتو امريکايي عسکرو قوماندان جنرال جان کمبل اړ شول چې  بښنه وغواړي او ژمنه يې وکړه چې مجرمين به د قانون منګلو ته سپاري.

خو اوس نه يوازې مجرمينو ته سزا نه ده ورکړی شوې، بلکې امريکا د جنګي جرمونو پر نړيوالې محکمې له دې امله بنديز لګولی چې ولې يې ددوی د جنايتونو د را سپړلو جرئت کړی.

امريکا دغه راز  د روغتيا نړيوال سازمان او داسې نورو نړيوالو ارګانونو اصولو ته درناوی نه کوي او آن په ډېرو مواردو کې چې ددوی شخصي ګټه پکې زيانمنېږي، د ملګرو ملتونو مشرتابه ته سترګې برګې کړې او د امنيت شورا په شمول د ډېرو نړيوالو ارګانونو تصويب شويو پرېکړو څخه په خپل سر وتلې چې ښه بېلګه يې له ايران سره د اټومي انرژۍ په برخه کې د امنيت شورا له شوي تړون څخه وتل دي او بله بېلګه يې د اسراييلو له خوا د فلسطينيانو په نيواکي سيمو کې د ښارګوټو له جوړولو سره د ملګرو ملتونو له مخالفت سره سره، امريکا په يو اړخيزه او  غير اصولي توګه اسراييل هڅوي او آن ملاتړ يې کوي چې نيواکي سيمې له خپلې خاورې سره په رسمي ډول وتړي.

امريکا سر زورې ده او د خپلو ګټو ساتلو لپاره ځانته هر کار روا ګڼي.

خپلو ګټو ته يې نا روا سرې کرښې جوړې کړې او هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې تر دوی مخکې شي او همدا وجه ده چې که څوک د امريکا د غلامۍ له پړي څخه د سر ايستلو هڅه کوي نو امريکا يې په سر وهي او پورته کېدو ته يې نه پرېږدي.

که څه هم امريکا د وسلو توليد په برخه کې خپل ټول پام د روسيې د پرمختګ مخنيوي ته اړولی، خو په اقتصادي برخه کې بيا چين ته ډېره متوجه ده.

د نړيوالو اقتصاد پوهانو په باور، چين اوس په ټولو برخو په ځانګړې توګه اقتصادي برخه کې نور د امريکا سرې کرښې ماتې کړې او د پرمختګ سرعت يې دومره چټک دی چې له امريکا څخه به خامخا مخ ته کېږي، نو ځکه يې اوس په ډول ډول پلمو پر چين د لفظي بريدونو او کله کله بنديزونو او ګواښونو ته مخه کړې.

اوس په دې وروستيو کې د امريکا ولسمشر ګواښ کړی چې د لنډو ويډيوګانو شريکولو يوه چيني شرکت بيټ ډانس  اړوند د ټيک ټاک په نوم اپلېکېشن چې په عامو خلکو کې يې شهرت پيدا کړی بايد د سپتمبر له ۱۵ مې مخکې د دغه هېواد پر شرکت مايکرو سافټ وپلورل شي، که نه په دغه هېواد کې به يې فعاليت بند کړی شي.

د راپورنو له مخې په ټوله نړۍ کې کابو يو ميليارډ کسان ټيک ټاک  اپلېکېشن څخه استفاده کوي.

د امريکا د ولسمشر  دا څرګندونې د دغه هېواد په دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي او چين هم د امريکا دغه اقدام سخت غندلی او خبر داری يې ورکړی چې چاته به د چيني شرکت د غلا کولو اجازه ور نه کړي.

دا به وروسته معلومه شي چې امريکا به د سپټمبر په ۱۵مه خپله پرېکړه عملي کړي او که به شاتګ وکړي، خو يو شی چې ډېر روښانه دي، هغه دا چې چين او امريکا چې د نړۍ لوی اقتصادي قدرتونه دي، ددوی تر منځ جنجالونه په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه وروسته پاتې هېوادونو پر اقتصادي او تجارتي وضعيت منفي اغېزه کولای شي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook
Share33Tweet21
افغانان

افغانان

  • 138 Followers
  • 30.2k Followers
  • Trending
  • Comments
  • Latest

مشخصات، قیمت و تصویر گلکسی A52 سامسونگ فاش شد

مارچ 14, 2021

کار ساخت آخرین بخش پروژه خط آهن خواف – هرات آغاز شد

مې 27, 2024

شرکت برشنا قراردادهای ۱۰۴ پروژه برق را در سال گذشته امضا کرده است

مې 8, 2024

سه بازیکن افغانستان از سوی شورای بین المللی کریکت مشمول تیم تورنمنت جام جهانی ۲۰ آوره شدند

جولای 1, 2024

گام استوار چین برای ادامۀ روند اصلاحات و درهای باز

سیگر: حکومت تنها در ۵۵.۵ درصد ولسوالی‌های کشور حاکمیت دارد

وزارت مالیه: ۵۱ درصد بودجۀ سال ۱۳۹۸ را خارجی‌ها می‌پردازند

غنی: باز نامزد ریاست جمهوری می‌شوم

وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

مارچ 5, 2026

وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

مارچ 5, 2026

رد شایعات توقف صادرات ایران به افغانستان؛ داد و ستد، ادامه دارد

مارچ 4, 2026

فطرت: تا ادامه‌ی تجاوز پاکستان، افغانستان به عملیات رد الظلم ادامه می‌دهد

مارچ 3, 2026

اخبار تازه

وزارت فواید عامه: هیچ مانعی در انتقالات از طریق خط ‌آهن وجود ندارد

مارچ 5, 2026

وزارت هوانوردی افغانستان: فضای افغانستان برای پرواز های عبوری امن است

مارچ 5, 2026

© 2018 Afghanan. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • اخبار
  • تحلیل
  • اقتصاد
  • روانشناسی
  • انتخابات
  • فرهنګ
  • ورزش

© 2018 Afghanan. All rights reserved