د محمدنور وردګ په نوم د کابل ګارنيزيون د هغه سرتيري کورنۍ چې د روان کال د سنبلې په ۱۸ د احمدشاه مسعود پلويانو په ډزو کابل ښار کې ووژل شو وايي، ارګ ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړې، د وژل شوي سرتيري زوی سيد مصطفي سپوږمۍ راډيو ته وويل، ولسمشر غني ارګ کې ددغه سرتیري د کورنۍ او قومي مشرانو سره د ګڼو ژمنو تر څنګ دا ژمنه هم کړې وه، چې د وژل شوي سرتيري قاتلين به نيول کيږي، او کورنۍ ته به يې يو کور هم ورکول کيږي، چې پنځه میاشتې وروسته دا ژمنې یوازې تشې خبرې پاتې دي او کومه عملي بڼه نه لري.

د وردګو د قومي شورا مشر انجينر سيدالرحيم ستار هم ويلي، چې د وژل شوي سرتيري محمد نور کورنۍ ته د ولسمشر له لوري ژمنه شوی کور د هغه کورنۍ ته نه دی ورکړل شوی.
نوموړي زياته کړې، متاسفانه په هغه ورځ احساسات ډيرګرم وو او له هغه ورځې نه تر اوسه چه پنځه میاشتې تیرې شوې هیڅ هم نه دي شوي.
ستار له غني هيله کړې چې مسئولو مراجعو ته بیا لار ښوونه وکړي، تر څو کړو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي.


























