د جنورۍ ۲۴مه نېټه د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د (چو شي) ورځ يعنې د تېر کال وروستۍ ورځ وه. په همدې شپه د ۲۰۲۰م کال لپاره د چين د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره چې پکې د 5G او بې پېلوته الوتکې په شمول ګڼ شمېر عصري او نوي تخنيکونه کارول شوي، نړيوالو نندارچيانو ته وړاندې شوه. ياده هنري۲۶۰ دقيقيي ننداره چې د چين د ميډيا ګروپ لخوا جوړه شوې وه، له سندرو، نڅاوو، شعبده بازي، اکروباتيک، چيني اوپراګانو او لنډو ډرامو څخه عبارت وه. نندارچيانو له دغې نندارې څخه د ټولنې پرمختګ، د خلکو د ښه ژوند او د چين دوديز او عصري کولتورونه احساسولی شي. د نوي ډول کورونا ويروس په وجه رامنځته شوې د ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول لپاره په دې هنري نندارې کې يو ځانګړی پروګرام جوړ شوی چې نوم يې دی، مينه د پل غوندې ده او له دې لارې د چین د وو هان ښار څخه ملاتړ کوي. سږنۍ ننداره درې پوړونه لرونکې مجسمې صحنې لري او نندارچيان له چشمکو پرته د 3D ويډيوګانې کتلی شي. د دې ترڅنګ د يادې نندارې په جوړولو کې له ربات او بې پيلوټه الوتکو څخه هم استفاده شوې. د پاملرنې وړ دا ده چې په دغه ننداره کې د لومړي ځل لپاره د VR تخنيک په وسيله ژوندۍ خپرونه خپره شوه. ويل کېږي چې دا يوه عصري علمي او تخنيکي ننداره هم وه. دغه راز، پر بېجېنګ سر بېره، سږنۍ نندارې د هه نان ولايت په جنګ جوه ښار او د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو په لوی خليج سيمه کې هم دوه فرعي صحنې جوړې کړې چې د چين د بېلا بېلو ځايونو کولتوري ځانګړتياوې يې څرګندې کړې دي. همدارنګه، د چين ميډيا ګروپ به (د ۲۰۲۰م کال د پسرلني جشن د ماښامۍ هنري نندارې ) تر عنوان لاندې په ژوندۍ بڼه فلم جوړ کړي.
د امريکا، بريټانيا، جاپان، روسيې، برازيل، سينګاپور، عربي متحده اماراتو، ماليزيا، تايلنډ او لاؤس په شمول د څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او سيمو کابو ۵۰۰ رسنۍ او د شلو هېوادونو او سيمو سينماګانې به دغه ننداره او فلم خپاره کړي. د معلوماتو له مخې، د پسرلني جشن ماښامۍ هنري ننداره چې د چين دولتي ټلويزيون لخوا د کرهنيزې جنترۍ له مخې د هر کال په وروستۍ شپه د پسرلني جشن د نمانځنې لپاره جوړیږي، ډېره په زړه پورې او جامعه ننداره ده. دغه ننداره په لومړي ځل په ۱۹۸۳م کال کې نندارچيانو ته وړاندې شوې ده. په تېرو ۳۰ کلونو کې دغه ننداره د پسرلني جشن په درشل کې د هرې يوې چينايي کورنۍ د خوښې وړ ننداره ګرځېدلې او د ګينز په نړيوال رېکارډ کې ثبت شوې چې دغه ننداره په نړۍ کې ډېر نندارچيان لري. دا د چينايانو د پسرلني جشن دود ګرځېدلی چې د هر کال د (چو شي) په شپه د کورنۍ د ټولو غړو په راغونډولو سره د (جياو ځه) خوراک د چمتووالي او د ډوډۍ د خوړلو تر څنګ دغه ننداره ګوري او د نوي کال هر کلی کوي.


























