په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې عایشه خُرم وایي، دوی د یوې سروې له لارې له ټول افغانستان څخه د سولې په اړه د ځوانانو نظرونه اخیستې دي. نوموړې چې نن یې (د سولې لپاره ځوانانو ناستې)تر نامه لاندې د سولې چارو کې د دولت وزارت او رڼا پوهنتون له لوري جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، افغان ځوانان له شاوخوا نیمې پېړۍ راهیسې د تحمیل شوې جګړې په اور کې سوځي او د دوی یوازینۍ هیله په هېواد کې اوربند او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې تلپاتې سولې ته رسېدل دي. د هغې په خبره، د جګړې دواړو لوریو ته د ورځې په سلګونو هغه بېچاره ځوانان وژل کېږي چې د ناچارۍ او بې کارۍ له لاسه د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره له دواړو لوریو سره یو ځای شوي دي. د نوموړې په وینا، د جګړې اصلي قربانیان ځوانان او ماشومان دي چې هره ورځ یا د هېواد د مدافع او یا هم د وسله والو طالبانو په نامه وژل کېږي خو د نوموړې په خبره، دا جګړه په اصل کې هغه څه ده چې له تېرو نسلونو موږ ته په میراث پاتې شوې ده. هغې زیاته کړې، په ټوله کې افغانان له بې ګناه وژنو ستړي شوي دي او په هېواد کې د تلپاتي سولې غوښتونکي دي. خُرم زیاته کړې، که څه هم سوله یوه پېچلې پروسه ده خو دا پروسه، تحمل او یو بل منلو ته اړتیا لري. هغې زیاته کړې، افغانان په تېره بیا ځوانان باید د سولې مذاکراتو څخه باخبره وي او په وینا یې له ځوانانو څخه یې هدف یوازې په ښار کې مېشت ځوانان نه؛ بلکې ټول هغه ځوانان دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسېږي. خُرم د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د سولې لپاره باید هیڅ فرصت له لاسه ونه وځي. د هغې په خبره، لکه څنګه چې په ښاري سیمو کې تېرې لاسته راوړنې خلکو ته مهمې دي په هغې اندازه، کلیوالي سیمو کې د مېشتو ولسونو غوښتنې هم مهمې دي او باید ورته پوره پام وشي. خُرم وایي، یوه ستره ازموینه د هېواد د سیاسي رهبرانو لپاره پر لاره ده او د ټولو ځوانانو سترګې همدوی ته دي چې باید په پوره صداقت او رېښتینولي د سولې برخه کې هلې ځلې وکړي او یو ځل بیا اجازه ورنکړي چې دا نسل راتلونکو هغو ته جګړې او بدبختۍ په میراث پرېږدي.
عایشه خُرم: د روانې جګړې اصلي قربانیان ځوانان او ماشومان دي
-
by افغانان

- Categories: افغانستان
Related Content
تأکید اتحادیه اروپا بر ادامه حمایت از مردم افغانستان
by
افغانان
اکتوبر 29, 2026
پروازهای مستقیم از هرات به دبی آغاز شد
by
افغانان
اکتوبر 29, 2026
کار ساخت سرک پنجشیر ـ تخار به مراحل پایانی رسید
by
افغانان
اکتوبر 28, 2026
وزیر اقتصاد و نماینده برنامه انکشافی سازمان ملل بر گسترش همکاریهای انکشافی تأکید کردند
by
افغانان
اکتوبر 28, 2026