په مالیزیا کې تر ۲۰۳۰ کلنو پورې د اورا – آسیا اقتصادي اتحادیې او د آسیا د سویل ختیځ ټولنې (آسییان)غړوهېوادونوترمنځ دهمکاریو په اړه بحث وشو.

د مالیزیا هېواد په پلازمېنه کوالالمپور کې داګست میاشتې په یوویشتمه نیټه د اورا- آسیا اقتصادي اتحادیې او د آسیا سویل ختیځې ټولنې غړوهېوادونو ترمنځ د جاري همکارېو بهېر او په راتلونکې کې د فعالیتونو پائیلو په اړه د اورا-آسیا د اقتصادي کمیسیون په استازیتوب د دې کمیسیون د ودې او ادغام د یپارتمنت رئیس میخائیل بیلویان او د روسیې اقتصاد په برخه کې د لوړ پوړو چارواکو په ګډون مشورېزه غونډه وکړه .
د اورا- آسیا د اقتصادي کمیسیون استازي تر ۲۰۲۵ کال پورې د اورا اقتصادي کمیسیون او د سویل ختیځې آسیا ټولنې (آسییان) تر منځ د همکارېو بهېر پائیلو څرنګوالي څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه ،چې د راتلونکو همکارېو لا ژورتیا او د رغنده ودې له پاره د بحث غښتلی مکانیزم ترلاسه شوی دی.
میخائیل بیلویان زیاته کړه :
سږ کال مونږ له ۲۰۲۱ تر۲۰۲۵ کالونو په اوږدو کې د همکارېو ټاکل شوی پلان بشپړ کړی . په دې مهال کې مونږ تر ډیره بریده ، د پام وړ پائیلې درلودلې. د همکارېو د بنسټ ډبرې ایښودل شوې او د لا ژورتیا په موخه هلې ځلې او ټینګار ،د متقابلې همکارېو په موخه نوېو جوړښتونو او مکانیزمونوتصویبول، همدا رازد اورا-آسیا اقتصادي تحادیې او د آسیا سویل ختیځې ټولنې هېوادونو د ورځې لمانځغونډې ،سیمینارونه ،ګډې جلسې او تجارتي بحثونو او ناستو څخه ، یادونه وکړه.
د اورا اقتصادي کمیسیون د دیپارتمنت رئیس همدا راز له ۲۰۲۶ کال څخه تر ۲۰۳۰ کالونو پورې د همکارېونوي پر پروګرام باندې د کار د څرنګوالي په هکله ، هر اړخیز معلومات وړاندې کړل .
هغوي په دې اړوند زیاته کړه :
په دې نوي سند کې تر ډیره د مخکنېو رغنده متقابلې همکارېو په چوکاټ کې او همدا راز د سکتوري اړونده برخوته پاملرنه شوې ده . په دې منځ کې نوې برخو لکه کرهڼې او مالداري ،رقابتي سیاست او پلي کول ،له پولې ورآخوا او نړیوال ترانسپورت ته په کې ځای ورکړل شوی دی.
د دې نوي پروګرام په چوکاټ کې به د تکنالوجې پرمختګ او نوآورې ،دیجیتالي کولو ودې ته ثابته او ځانګړې پاملرنې وشي .
میخائیل بیلویان د آسییان ټولنې دعمومي منشي له مرستیال ستیوین دیرم سینګهوم سره په منځمهاله راتلونکو بیړنېوهمکاریو پلان په اړه او همدا راز د آسیا سویل ختیځوهېوادونو په ټولنې کې د اورا- آسیا اقتصادي اتحادیې ته د سکرتر او یا د شریک غړي موقیعت په هکله ،بحث وکړ.
د سلا او مشورو ناستوپه مهال همدا راز ، د اورا اقتصادي کمیسیون د آسیاسویل ختیځ ټولنې له غړو هېوادونو استازو سره ، کاري ناستې تر سره شوې.
د مالیزیا له استازو په رسمي توګه د اورا –آسیا اقتصادي اتحادیې استاز په خونه کې د دې هېواد رسمی کړېو ته په سمعي او بصري توګه د ګډوهمکارېو نندارو وړاندې کولو بحث وشو.
د اندونیزیا له استازو سره د لومړنۍ کاري ګروپي ګډې ناستې او د همکارېو په چوکاټ کې د ګډې اعلامیې په هکله ، هراړخیز او ګټور بحث وکړای شو.

Exit mobile version