نږدې ۵۰ بهرنیو ژورنالیستانو ته په (CGTN) تلویزیوني شبکه کې عملي زده کړې ورکړل شوې

حسیب نورمل - چین ـ بېجینګ

د چین مرکز بېجینګ ته له آسیايي او افریقایي هېوادنو څخه نږدې ۵۰ راغلو ژورنالیستانو ته د  چین لویې تلوزیوني شبکې له خوا (CGTN) عملي زده کړې ورکړې شوې، چې  دغه زده کړې د پلان جوړونې، مرکې، مډرنې رسنۍ، کمنټري او اقتصادي خبر جوړونې په برخو وې.

یادو ژورنالستانو د عملي زده کړو ترڅنګ د (CGTN) تلوزیوني شبکې له مسوولینو او کارکوونکو سره هم وکتل او خوښي یې وښوده چې د اسیایي او افریقایي هېوادونو څخه راغلو ژورنالیستانو سره یې خپلې تجربې شریکې کړې او دغه راز په راتلونکي کې یې د ژورنالیزم په ډګر د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادولو ده چې (CGTN) شبکې اسیايي هېوادونو ژونالیستانو ته د چین فوجیان ولایت ته د یوې اونۍ لپاره د سفر اسنتیاوې هم برابرې کړې دي څو یاد ژورنالیستان د یاد ولایت له ښکلو او تاریخي سمیو څخه لیدنه وکړي چې دغه سفر به مې میاشتې په ۱۹ نېټه ترسره شي.

Exit mobile version