د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر او ورسره پلاوي په چین کې د یاد هېواد له لوړپوړیو دولتي چارواکو سره لیدلي دي. د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا لیدنه چې د چین په بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي. سرچینه کاږي، ملا برادر د سولې په اړه د اسلامي امارت دریځ روښانه کړی او زیاته کړې یې ده چې د سولې په اړه د دوی دریځ کې تغیر نه دی راغلی او اوس هم د خبرو له لارې د افغان شخړې پر حل باور لري. سرچینه د برادر له خولې لیکي، که چېرته په قطر کې د سولې هوکړه شوې وای، ټاکل شوې وه نن دوی بین الافغاني خبرې هم پیل کړې وای خو په خبره یې، دا خبرې د امریکا له لورې لغوه شوې دي، نو د راتلونکو پېښو پړه به هم د امریکا او جنګ غوښتونکو پر غاړه وي.
ملا برادر: زموږ دریځ پخوانی دی د افغان شخړې پر سوله ییز حل باور لرو
-
by افغانان

Related Content
قرارداد بیشاز ۴.۵ میلیون دالری معدن تالک ننگرهار امضا شد
by
افغانان
سپتمبر 9, 2026
قرارداد بیشاز ۴.۵ میلیون دالری معدن تالک ننگرهار امضا شد
by
افغانان
سپتمبر 9, 2026
قطر بر نقش فعال خود در تحولات افغانستان تأکید کرد
by
افغانان
سپتمبر 8, 2026
پوهنځی هوافضا و سیستمهای پیشرفته هوایی در پولیتخنیک کابل ایجاد شد
by
افغانان
سپتمبر 8, 2026
یوناما بر تقویت روابط افغانستان با جامعه جهانی تأکید کرد
by
افغانان
سپتمبر 7, 2026