په چین کې د سولې او پراختیا بنسټ له افغاني سرې میاشتې سره د نغدې مرستې سند لاسلیک کړ. په هغه مراسمو کې چې نن د چین په سفارت کې جوړ شوي و، په چین کې د سولې او پراختیا بنسټ سکرټر جنرال، د چین سفیر، د پلان او پالیسۍ په برخه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال، د کابل د والي مرستیالې، د افغاني سرې میاشتې غړو او د بې ځایه شویو کورنیو مسوولینو ګډون کړی و. د افغاني سرې میاشتې د ریاست مرستیالې اغلې مبارز په بېلابېلو برخو کې د چین له دوامداره مرستو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د چین د سولې او پراختیا بنسټ مرسته شوې پیسې چې څه باندې یو لک او دېرش زره امریکایي ډالره دي په کابل ښار د دریو کمپونو هغه بې ځایه شو ته ورسوي او اړین توکي ورته واخلي چې کلونه کېږي د هېوا له نا امنه ولایتونو څخه را کډه شوي دي. نوموړې په راتلونکې کې هم ددغه ډول نورو مرستو د دوام غوښتنه وکړه. یوه اونۍ مخکې هم د چین سره صلیب کمېټې له افغاني سرې میاشتې سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې یو تړون لاسلیک کړ. ددې کمېټې رییس چن ژوا د سرې میاشتې له سرپرستې رییسې حسن بانو غضنفر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، کمېټه به یې په افغانستان کې د وروستیو پېښو له زیانمنو سره د دوه سوه زره امریکایي ډالرو نغدې مرستې تر څنګ د فاطمې ګیلاني د زړه روغتون د تجهیز او د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته ۴۰۰ ماشومانو د درملنې په برخه کې مرسته وکړي.
چین له افغاني سرې میاشتې سره نغدي مرسته وکړه
-
by افغانان

Related Content
نشست مردمی در تخار؛ تأکید بر وحدت ملی و حمایت از نظام
by
افغانان
اپریل 23, 2026
وزیر صحت عامه با رئیس سازمان صحی جهان در مورد خدمات صحی گفتگو کرد
by
افغانان
اپریل 23, 2026
گزارش تازه «دیدبان حقوق بشر»؛ افزایش اخراج اجباری مهاجرین افغان از پاکستان
by
افغانان
اپریل 22, 2026
رئیس سازمان مهاجرت: افغانستان هنوز با بحران بشری در زمینه بازگشتکنندگان مواجه است
by
افغانان
اپریل 22, 2026