د چین سره صلیب کمېټې له افغاني سرې میاشتې سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه کړې ده. ددې کمېټې رییس چن ژوا د سرې میاشتې له سرپرستې رییسې حسن بانو غضنفر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، کمېټه به یې په افغانستان کې د وروستیو پېښو له زیانمنو سره د دوه سوه زره امریکایي ډالرو نغدې مرستې تر څنګ د فاطمې ګیلاني د زړه روغتون د تجهیز او د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته ۴۰۰ ماشومانو د درملنې په برخه کې مرسته وکړي. د چین د سره صلیب کمېټې تېر کال هم د زړه سوري پر ناروغۍ د اخته ۱۰۰ ماشومانو درملنه کړې وه. حسن بانو غضنفر د چین د سره صلیب کمېټې له یادې مرستې د مننې تر څنګ په راتلونکې کې هم په اړونده برخو کې د نورو مرستو غوښتونکې شوه. د چین د سره صلیب کمېټې مشر له افغاني سرې میاشتې سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې چې له دې پرته به د ۴۰۰ نورو هغه ماشومانو درملنه په چین کې وکړي، چې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي. نوموي دغه راز وویل، له دې جملې به ۱۵۰ ماشومان به په روان ۲۰۱۹ کال کې او پاتې نور به په راتلونکې کې چین هېواد ته د درملنې په موخه ور وغواړي.
د چین سره صلیب کمېټه له افغاني سرې میاشتې سره مالي مرسته وکړه
-
by افغانان

Related Content
رئیس یک مؤسسه خارجی: کشورهای غربی سفارت خود را در افغانستان باز کنند
by
افغانان
سپتمبر 12, 2026
نشست سهجانبه درباره مشکلات مهاجرین افغان در کابل برگزار میشود
by
افغانان
سپتمبر 12, 2026
دیدبان حقوق بشر خواستار توقف اخراج دانشجویان افغان از پاکستان شد
by
افغانان
سپتمبر 10, 2026
متقی و هیأت بنگلادیشی درباره گسترش روابط دو کشور گفتگو کردند
by
افغانان
سپتمبر 10, 2026
وزیر اقتصاد با هیأت تجاری بنگلهدیش درباره گسترش همکاریهای اقتصادی دیدار کرد
by
افغانان
سپتمبر 9, 2026