ادامۀ آتش سوزی در یکی از مارکیت‌ها در مندوی شهر کابل

د پراخې اورلګېدنې په ترڅ کې د کابل ښار په منډوي کې د میلاد، داوي او ریحان په مارکېټونو کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

په میلاد مارکېټ کې یوه بوټ پلورونکي نقیب الله پژواک ته وویل، دا اورلګېدنه چې تر اوسه یې لامل نه دی په ډاګه شوی، نن سهار ۶:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، اورلګېدنه لومړی د میلاد مارکېټ په یوه دوکان کې پیل شوه او وروسته ټول مارکېټ او بالاخره داوي او ریحان مارکېټونو ته هم وغځېده.

نوموړي وویل، د اور وژنې عمله پر وخت رسېدلې خو اورلګېدنه زیاته ده او تر اوسه (۱۰:۱۵بجو) دوام لري.

په دغو مارکېټونو کې بوټ، وچه مېوه او جامې پلورل کېږي.

Exit mobile version